ساراسواتي

همایون دوست

157
ساراسواتي: د سانسکریت نه په لغوي ژباړه «سرشاره اوبه» مانا ورکوي او هندوانو د دیني کتابونو په منځ پانګه کې، دا د مینې او ښکلا، د اخلاقو او وفا، د پوهني او رڼا د هنرونو او کمالونو ډکه، نازک خیاله شاعره، خوږ غږي سندر غاړې او ژبه وره ویاندی په صفتونو، اسماني هغه سپیڅلې ملایکه ده چې، د پوهنې او هنرونو په برخو کې د «ناګري» لیکدود او رباب الي مخترع ام ګڼل کیږی او په هندو ټولنه کې، دغه مبارکه او پاک نفسې ملایکه د نورو ټولو ملایکو په پرتله، مدبره، زړه سواندې، مینه‌ناکه او مهربانه ملایکه پیژندل کیږي او د عبادت وړ ملایکه یې ګڼي.
همدا شان د ریکویدا په یو متون کې یادونه شوی کله چې( دې لا د ارغنداب سیند اداری چارې مدیریت کولي) هغه مهال، د سمندرنو، سیندونو، جهیلونو او ورښتونو ملایک «یندرا» څخه د توپانې سیلاونو په فشار نیږدی وه چې د ځمکې وچه د اوبو لاندې ډوبه شي، خو بیا یې د همدغې زړورې ملایکې په مرسته او فداکاری، دنیا د بشپړ ډوبیدو له ګواښ څخه وژغورله. { دا روایت او د ابراهیمي ادیانو د حضرت نوح(ع) د روایت سره ورته والی نه څرګندیږي چې د دواړو ماخذ یو دی}. او ساراسواتي د دې سرښندونو د ازمایښت له بریا ورسته د «کرشنا»(لوی خالق) په دستور د «برهما»(خالق) سره واده وکړ او د «وشنو»(خالق) او د « شیوا» (خالق) د میرمنو «لکشمي» او «پاراوتي» ملایکو تر څنګ په اسماني دربار کې کیناستله؛ د دې برسیره د یو بل روایت له مخې، د ځمکې او اسمان د وصال په خلقت کې، د شمسې نظام موسمونو او اقلیم د بدلونونو څرخ چې دویدې کالنیزې (جنترې) په نامه ام پیژندل کیږي او په برکت یې د انسانانو او حیواناتو د ژوند پایښت پاره د کرني او څرځایونو حاصلات تر لاسه کیږی، هغه «براهما» د همدغي ځیرکې او هوښیارې ملایکي په زیار او په نوښت سره رغاولي دی.
د یادوړ ده چې د ویدې کالنیزې د سنجش په اساس، لکه زموږ د«نوروز» جشن پشان د پسرلي لومړنۍ ورځې۲۶ د مارچ نه تر اول د اپریل پوري ټاکل شوی او په دغو ورځو کې، هر کال هند د پوهنی او کلتور وزارتونه په ګډو هلو ځلو سره سراسواتي په ویاړ د «وانچاته پنچامي»په نامه د ښادۍ پرتمن رسمي جشن جوړوی چې د هغې مراسمو په رڼا کې د دې عزت او وقار د تودو ولولو په شور او زوږ سره ستایې او درناوی یې کوی.
د دغه محبوبې ملایکې انځور ان اکثراً انځورګران سیند غاړې ته په سپینو جامو کی د طاوس مرغه څنګ ته په ډنډګلی(نیلوفر) ناسته د سرو او سپینو زرو په ګاڼو او نادرو غمیو په زیوراتو سینګار، او په لاسونو کې د مرغلرو له مریو اودل شوي تسبحي، د «ریکویدا» سپیځلي اسماني کتاب او د رباب اله سره رسموی چې دا ټولې د پاکیزګۍ او نظافت، د روحانیت او د هنرونو او کلتور نښې دی.
سربیره له هندوانو څخه، بودیستان ام ساراسواتي ته په درنده سترګه ګورې، مثلاً د «تبت» بودیستان دا «بودا» ته د وحی سپارونکی او د حکمتونو ساتونکي ملایک «منجوشري» چې بودا د روحاني پلار په صفت ام پیژندل کیږی د هغه میرمن ګڼې او رسالت یې جنت ته د ښځینه خبیثه ارواح د ننوتلو مخنیوی یا په عامیانه ژبه جنت د دروازې څوکیداری ده او د جاپان بودیستان بیا دا د هغو اوه(۷) طالع بخښونکو ملایکو له منځ نه چې بختورو انسانانو ته د ښادۍ او خوشالۍ د نړۍ لار پرانیزي یوه یې ام همدا ګڼي.
– زرتشتیانو بیا د اوستا په مقدس کې، مازې د ساراسوتي، لکشمي او پراوتي نومونه د اناهیتا، ناهید او سورا (ثریا) په نومونو بدل کړی دي، خو په ښوونو کې نور نو ټکې په ټکې د ریکویدا نه په پیروی سره خپلې تګلاری ته ادامه ورکړي ده، چې پخپله هغوی مفکوری او عقیدې نیږدیوالې څرګند وی لاکن ایراني تاریخ لیکونکو غلو بیا د «سورا» نوم چې په اویستا کې هم سورا دی، په دی موخه د «ثریا» په بڼي اړولی چې، د پښتو څخه یې ریښه وشکوی، خیر د دغو سپین سترګو او دوه مخو جعلکارانو په بربڼډلو به نورو لیکنو کې د شواهد په وړاندی کولو په تفصل سره وغږیږو. ریښتیا سراسواتې سل نومونه لری چې په پښتو کې یې د دغې ښکلا ښاپیرۍ نوم یو ام درخانۍ ده.
دا ام د انتر او جنتر یوه بیلګه چې په کاکړۍ غاړه کې لا د ژبو په سر ده.
پورې غاړه کلې دی، خوړ په غوړیدلی دی، د خوړ لاندې ګټه ده د ګټې لاندې مار دی، مار په خوله کې تار دی، تار زما په کار دی، نه څکم د جلون اوبه، خوله به مې تڼاکې شي، کابل به رانه پاتې شي. جانان کوچی سبا به لاړ شي، اوو لالیه ستا سترګو ته ګورم، چې د کابل د غرونو واوري ویلي شینه، جار، جار ستا سترګو ته ګورم، خورمه قسم که د بل چا سترګو ته ګورم. لاړمه ډوډا ته، په ډوډا کې مې شیدې خوړې، ماشوم مې کولمي خوړې، لاړمه ډوډا ته په ډوډا کې مې سوکړک وخوړ، ماشوم مې شوڼډک وخوړ، لاړمه ډوډا ته، ډوډا کې مې پټی نه ؤ، د خرې مې کوناټی نه ؤ، اکو بکو سریندکو، غوا مه لاړه په ترپکو، اباسین پېړی، پېړی، په کې ناسته درخانۍ، درخو خورې راوځه په لستوڼي کې دې څه دي؟، انجه که کړونجه ده؟
– هاردیشن د مری.
https://www.dawatmedia24.com/?p=173516

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.