د افغانستان پرانیستی پوهنتون

لیکواله: نظیفه دفتاڼۍ

339

او زه پوه شوم، هغه خوبونه چې د فکرونو له تورو تمبو راوتلي وي، د تاریخ پاڼې زرینوي.

هغه وخت چې د علم د تږو مخه ونیول شوه، تیارې د رڼا پر ځای سر راپورته کړ.
کله چې هر څه ناممکن برېښیدل، یو څوک و چې پر امکان یې ایمان درلود.
کله چې هڅه کېده د پوهې څراغونه مړه شې،، یو څوک و چې په تیارو کې رڼا لیده.
او د یو زړور فکر، د یوه نه‌ماتیېدونکي هوډ، او د یوه نه‌ستړي کېدونکي روح له برکته، یوه نوې لاره جوړه شوه، هغه لاره چې د هر افغان ځوان د زده‌کړو هیلو ته یې نوی امید ورکړ.

دا پوهنتون د خښتو او دیوالونو پر بنسټ نه، بلکې د یوه ژمن ذهن، او د یوه ستر لیدلوري پر بنسټ جوړ شوی دی. هغه څوک چې د دې بنسټ ایښودونکی و، یوازې د زده‌کړو دروازې یې نه، بلکې د یو ملت د نېکمرغه راتلونکي دروازې یې پرانیستې.

د افغانستان پرانیستی پوهنتون، هغه آنلاین علمي مرکز دی، چې د جغرافیې، سیاست، او ټولنیزو بندیزونو تر پولې اوړي، او هغو ته د زده‌کړې فرصت برابروي، چې په دودیزو پوهنتونونو کې د ګډون چانس نه لري.

دلته ټولګي نشته، خو زرګونه ذهنونه سره راټولیږي.
دلته دیوالونه نشته، خو د فکر پراخه نړۍ شتون لري.
دلته دروازې نشته، خو د علم لا محدودې لارې موجودې دي.

د افغانستان پرانیستی پوهنتون، یو ساده ښوونیز بنسټ نه، بلکې یو انقلابي فکر، یو احساس، او یوه نه‌تمامېدونکې ژمنه وه.
دا پوهنتون د هغو کسانو د نه‌تسلیمېدو ثبوت دی، چې پوهېږي علم یوازې د لوستلو وسیله نه ده، بلکې دا د ژوندي پاتې کېدو، ازادۍ، پرمختګ، او د یوه ملت د راویښولو تر ټولو قوي ځواک دی.

دا پوهنتون د هغو کسانو لپاره یو طلایي فرصت شو، چې د ټولنیزو شرایطو له امله له زده‌کړو بې‌برخې شوي وو،

د هغو ښځو لپاره، چې د پوهې د دروازو بندېدل د دوی د خوبونو د ختمېدو په معنا نه دي.
د هغو نارینه‌وو لپاره، چې له جګړو او بې‌ثباتۍ سره سره، د علم تږي دي.
د هغو کسانو لپاره، چې د ژوند بوختیاوې، کاري مسؤلیتونه، او ټولنیز بندیزونه یې د پوهې ترلاسه کولو مخه نه شي نیولی.

دا پوهنتون د هر هغه استاد د زړورتیا انعکاس دی، چې له خپلو زده‌کوونکو سره د علمي سفر ملګرتیا کوي.
دا د هر هغه زده‌کوونکي د نه تسلیمېدونکي ارادې انځور دی، چې د پوهې په لټه کې دی.
دا د هر هغه شخص د هیلو استازیتوب کوي، چې د تعلیم له لارې خپل تقدیر بدلول غواړي.

د افغانستان پرانیستی پوهنتون یوازې یو ښوونیز بنسټ نه دی؛ دا د هغو امیدونو، قربانیو، او هڅو استازیتوب کوي، چې د علم ارزښت ته ژمن پاتې شوي دي.
دا یو فرصت دی، چې د علم تشه ډکوي، د راتلونکو نسلونو لپاره روښانه لاره برابروي، او د افغانانو لپاره د پرمختګ یو نوی باب پرانیزي.

مننه له هغو استادانو، چې د علم مشالونه دي.
مننه له هغو زده‌کوونکو، چې د خنډونو باوجود، بیا هم د علم په لټه کې دي.
او مننه له هغه زړور شخصیت، ډاکټر حامدالله افغان، چې دا بې‌سارې لاسته راوړنه یې رامنځته کړه، او ناممکن یې ممکن کړل.

نپوهیږم چې زه څوک یم!؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.