مفتی منیر شاکر

لیکنه: هـ.بابر 

322

مفتی منیر شاکر—هغه زړور، رښتینی، او حق ویونکی عالم او مقرر و، چې زموږ د زمانې یو له تر ټولو بې پروا، بې ویري او راستګویو دیني عالمانو څخه و. هغه د دین د خرافاتي سوداګرو، د جاهلانو، او د اهل بدعت پر ضد د حق او عدالت غږ پورته کړ. په دی  وخت کې چې حق ویل د سر له لاسه ورکولو معنا لري، مفتی صاحب د خپلې ژبې توره راوایسته او د حق خبره یې په سرولمبو کې خپره کړه.

هغه نه یوازې د دین د یو واعظ  لوړ مقام درلود، بلکې د پښتنو د اصلاح لپاره یو بې ساري معاصر داعي  و. د هغه آواز، د هغه خطبې، او د هغه خبرې د لیکلو وی، د هغه ژبه تېره وه، زړه یې غښتلی و، او د مقابلې مېړانه یې د هر چا له وسې پورته وه.

نن د حق د مینه‌والو زړونه دردېدلي دي، ځکه چې یو ستر آواز خاموش شو. یو غښتلی سړی د خپلې مبارزې پر لاره لاړ. خو تاریخ به شاهد وي چې مفتی منیر شاکر یوازې یو نوم نه و، بلکې یوه مبارزه وه، یوه معرکه وه، یوه جګړه وه، چې د باطل پر ضد یې د اسلام د رڼا لمبې بلې کړې.

د شهادت لوړ مقام ته رسېدل د الله ج ځانګړې لورینه ده، او مفتی صاحب ته همدا ویاړ ور په برخه شو. ځینې تیروتنې هر انسان کوي، خو الله ج د بښنې څښتن دی، او موږ امید لرو چې هغه ذات ج یې معاف کړي. نن که څه هم د هغه فصیحې ویناوې نه اورو، ظالم ډیره بیړه وکړه، خو د هغه فکر به ژوندی وي، د هغه زړورتیا به د زرګونو خلکو لپاره الهام وي، او د هغه نوم به د تاریخ پاڼو ته د حق ویونکي په توګه ولیکل شي.

الله ج دې هغه ته جنتونه نصیب کړي، او موږ دې د حق پر لار ثابت قدمه وساتي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.