د دیني عالم مفتي منیر شاکر د شهادت په هکله د پښتون ژغورنې غورځنګ اعلامیه!!!
—————————————————-
پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) د خیبر د جرګې د اتیا کسیزې کمېټې غړي او د پښتنو نامتو دیني عالم مفتي منیر شاکر د شهادت خبر په ژورې خواشینۍ سره تاییدوي او دا وحشیانه عمل په سختو ټکو غندي. دا عمل نه یوازې یو وحشتناک جنایت دی، بلکې د ریاستي پالیسو، ترهګرۍ، او د پښتنو د هدفي وژنو د پرلهپسې سلسلې تسلسل ګڼو. دا برید یوازې پر یوه شخص نه، بلکې پر ازاد فکر، علم، او د پښتنو د بقا پر مبارزه برید دی.
موږ دا یو ښکاره حقیقت بولو چې دا ډول ترهګریز بریدونه د هغو قوتونو کار دی، چې تېرو اویاوو کالو راهیسې د پښتنو د نسلوژنې، جبري بېکوره کولو، او د دوی د طبیعي زیرمو او معدنیاتو د لوټتالان لپاره جګړې ته دوام ورکوي. خو دوی باید وپوهېږي چې پښتانه به نور د خپلو علماوو، مشرانو او بچیانو د قربانۍ لپاره غلي پاتې نه شي. دا د ظلم، وحشت، او د دولتي سرپرستۍ لاندې ترهګرۍ یوه بله بېلګه ده، چې د عامو پښتنو ژوند یې نا امنه کړی دی.
موږ پدې پوهېږو چې د ترهګرۍ اصلي عوامل هغه پټ لاسونه دي چې د ریاستي پالیسو تر سیوري لاندې دا ناوړه جنایتونه ترسره کوي. موږ د دې برید د سمدستي، شفافې او خپلواکې پلټنې، او د عاملینو د نیولو او محاکمې غوښتنه کوو.
همداراز، موږ له بشري حقونو نړیوالو سازمانونو، ملګرو ملتونو، او امنیسټي انټرنېشنل څخه کلکه پوښتنه کوو، چې ولې د پښتنو پر ضد روان ظلم، هدفي بریدونه، او هدفي وژنې له پامه غورځوي؟ دا یوازینی برید نه دی، بلکې د پښتنو د عامو وګړو، مشرانو، او فعالینو د وژلو یوه اوږده لړۍ ده، چې تر اوسه یې هېڅ حساب نه دی اخیستل شوی. موږ له یادو نړیوالو ادارو غوښتنه کوو چې د دې پېښې، او له دې وړاندې ټولو ورته بریدونو، په اړه بېطرفه، ژورې او سمدستي پلټنې وکړي، او د عاملینو پر ضد جدي اقدامات وکړي.
موږ یو ځل بیا دا عهد کوو چې پښتانه نور د غلامۍ زنځیرونه نه مني او د هر ظلم پر ضد به تر پایه مقاومت کوي!
پای
د پښتون ژغورنې غورځنګ
د مطبوعاتو څانګه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.