انا لله و انا الیه راجعون!
د پښتنو د ستر عالم او د د ینی او اجتماعی حقایقو مبلغ مفتی منیر شاکر په شهادت د زړه له کومي خواشینی سوم. حق متعال دي د هغه شهادت قبول کړي او اولادونو، کورنۍ او زما په څېر ټولو علاقه مندانو ته یې د زړه صبر او عوضونه غواړم.
زما په ټول اوږده ژوند کي مي د مفتي منیر شاکر په څېر هر اړخیز دیني عالم او زړه ور او خوله ور انسان نه وو لیدلی. زړه ته مي نه لویږي چي زما په باقي پاته ژوند کي دي بیا د هغه په څېر زړه ور دیني عالم ووینم او فکر نه کوم چي د پښتنو بدبخته قوم دي بیا په ډېرو زمانو کي داسي خوله ور او زړه ور انسان وویني.
مفتي منیر شاکر د خُرافاتو، پیرانو او تاجرو ملایانو، چي نن ورځ یې بازار ډېر تود دی، داسي دښمن وو چي هغوی یې د زغملو حوصله نه درلوده او باید چي حوصله یې نه درلودلای. هغه د مُلایانو له خولې ناروا پیسې راګرځولې. هغه د پیرانو لنګرونو ته تاوان رساوه. هغه خلک د اسلام د دین واقعی او حقیقی مفهوم او مطلب ته متوجه کول.
مفتی منیر شاکر یوازي زړه ور او خوله ور دینی عالم نه وو. هغه د پښتنو د ځوان مشر منظورپښتین ترڅنګ دونه په نره ودرېدی چي د ګوتو په شمېر ملایانو به یې جرأت کړی وي او یا یې ښايی نه وي کړی.
شهید مفتي منیر شاکر د لر او بر پښتنو ګډ رهبر وو. د آی ایس آی او د دې منحوسي جاسوسي شبکې په زرګونو مزدورو او تالۍ څټو مُلایانو د هغه په پاکه وینه لاسونه سره کړل. هغه زړه ور شهید په خپله هم د خپل شهادت وړاندوینه کړې وه خو د خواشینۍ ځای دا دی چي نور د هغه ځای داسي تش سو چي په پنځوس کاله نور به یې هم څوک ډک نه کړي. حق متعال دي د هغه قاتلان او ټول هغه کسان چي د هغه په شهادت خوشاله سوي وي په سزا ورسوي.
آمین
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.