سجدې د محبت

امان الله نصرت

168
راځئ هره خوا بلې کړو ډیوې د محبت
خورې کړو په نړئ کې فلسفې د محبت
راځئ چې د نفرت له کتابونو توبه ګار شو
لاسونو کې راواخلو سیپارې د محبت
راځئ چې د ژوندن لارې مو پاکې له ازغو کړو
د ګل لپو کې وویشو وږمې د محبت
راځئ چې د سپیدو قافلې راولو وطن ته
راځئ چې راژوندئ کړو تلوسې د محبت
د مینې نغمې زده کړو له بورا او له بلبل نه
راځئ خپلو کې دود کړو ترانې د محبت
چې مینه او الفت هره خوا وکړي غزونې
پیاوړې کړو هر زړه کې سلسلې د محبت
راځئ چې د سپوږمئ له رڼاګانو رڼا واخلو
د وړانګو په لاسونو پلوشې د محبت
راځئ چې رانسکورې بتخانې کړو په نړئ کې
ابادې کړو په زړونو کې کعبې د محبت
د دین او د ایمان د کاروانونو لارویو
راځئ چې په اخلاص وکړو سجدې د محبت
د ژوند پر پاڼو وکښو انځورونه د رنګونو
د حسن او ښکلا ښکلې نقشې د محبت
منزل ته رسیدلي د ژوندون سړو تودو کې
چې کړي کوم یو قوم دي ارادې د محبت
راځئ چې د ښایست دښمنان ورک کړو له وطن نه
راځئ هره خوا پورته کړو جنډې د محبت
راځئ چې مرور زړونه پخلا کړو سره یو شو
یو بل ته لاس کې ورکړو ګل غنچې د محبت
راځئ چې مینه وکرو د وخت په اننګو کې
بیا راولو وطن ته ورځې شپې د محبت
نصرته د انسان قدر انسان سره پیدا کړو
یو بل ته احترام خوږې شیبې د محبت
https://dawatmedia24.com/?p=155277

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.