څراغ او وینه

نور محمد لاهو

127

څراغ او وینه
ـــــــــــــــــ

کاشکې ته پوهیدای
چې ددې تیارو کوڅو تر ټولو لوی دښمن څراغ دی
او یوه لپه رڼا
د سلو ویالو وینو په بیه پلورل کیږي

کاشکې ته پوهیدای
چې دلته یې هره ډیوه د باد په خندا باندې وژلې
او هره رڼا لکه ماشوم
د شپو تپه لمن کې خښه شوې

ما له رڼا سره ګډ ما استوه
ما دې په سترګو کې در پټ کړه
ځکه دا کوڅه یوازی د مرګ شونډې او مچکه پیژني

تا ماته ویل
چې یوازې د مینې سندرې وبولم
خو کلمات ټول د وینو په سیلاب کې رانه مړه شول

دلته مچکو څخه بوی د شنو لوګیو خیژي
لاسونه زخمي شوي
او
ونې
د شګوفو او ګلونو په ځای
زاړه زخمونه شمیري

لاس دې ماته را کړه
مخکې له دې چې زاړه بادونه
زموږ څراغ ووژني

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.