پښتو ژبه په آسترالیا کې

ګل آغا احمدي وردګ

333

پښتو ژبه په آسترالیا کې

ګل آغا احمدي وردګ

ملبورن، ویکتوریا، آسترالیا

15-01-2025

په آسترالیا کې پښتو ژبه لرغونې ریښې لري او د هغو بهرنیو ژبو څخه ده چې ۱۸۷ کلونه مخکې آسترالیا ته داخله شوې ده. باید وویل شي چې هغې ډلې افغان اوښبنو په پښتو ژبه خبرې کولې چې د لوی افغانستان له قلمرو څخه د لومړي ځل لپاره په ۱۸۳۸ زېږدیز کال آسترالیا ته راوستل شوي وو. د دې اوښبنو د کډوالۍ دوهم پړاو په ۱۸۶۰ زېږدیز کال کې پيل شوی وو او تر ۱۹۲۰ زېږدیز کال پورې یې دوام درلود. پښتو ژبه د اوښبنو افغانانو د هستوګنځیو، جوماتونو او قبرونو په لوحو لیکل شوې، په پښتو ژبه به یې خبرې کولې، په پښتو ژبه به یې لیکنې کولې، په پښتو ژبه سندرې ویلې، پښتو یې د ورځنیو مکالمو ژبه وه او دغه ژبه یې تر خپل منځ ژوندۍ ساتلې وه. خو د آسترالیا د متفاوت ټولنیز چاپېریال په منځکې د اوسېدو له کبله د هغو افغان اوښبنو اولادونو ښتو ژبه و نه شوه ساتلی چې میندې یې اروپایي نژاده یا ابو ریجنل آسترالیانې وې ځکه چې دوی ته په سیمه کې د خپلې ژبې د زده کړې او پراختیا هېڅ ډول زمینه برابره نه وه او له کوچینوالي څخه له انګلېسي ژبې سره روږدي وو. له بلې خوا د دې لپاره چې د آسترالیا دولت اوښبنو ته د خپلو کورنیو د راتګ اجازه نه ورکوله، دوی پاسپورتونه نه درلودل او د وخت د پالیسو سره سم د دوی زیات شمېر باید خپل اصلي وطن افغانستان ته ستانه شوي وای. له همدې کبله له ۱۹۰۱ زېږدیز کال څخه وروسته ګڼ افغان اوښبانه مجبور شول چې بېرته افغانستان ته ستانه شي چې دا کار هم په آسترالیا کې د پښتو ژبې د انکشاف او ودې په زیان تمام شو. له بلې خوا د آسترالیا د جوړښت، انکشاف او پراختیا په چارو کې د افغان اوښبنو د حیاتي خدمتونو سره سره چې د دې هېواد په حق کې یې سر ته ورسول او د آسترالیا د اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو زیربناوو په جوړولو کې یې لوی لاس درلود، له ۱۹۰۰ زېږدیز کال وروسته د دې هېواد اروپایي نژاده چارواکو افغانانو ته په دې هېواد کې د همېشنۍ هستوګنې له سیاست څخه انکار وکړ او دوی له ګڼو ستونزو سره لاس په ګرېوان شول. دا ډول سیاست د دې سبب شو چې په آسترالیا کې د پښتو ژبې د موجودیت، ودې او بقا بهیر ته لوی زیان ورسېږي. په آسترالیا کې اوس مهال چې ۲۰۲۵ زېږدیز کال دی، پښتو ژبه د دې ځای د هستوګنو پښتنو له لوري په کورنیو مکالمو کې کارول کېږي خو د آسترالیا په اړوندو اداراتو او خپلواکو افغاني ټولنو کې یې د انکشاف، تقویې او پرمختګ لپاره د پام وړ فعالیت نه تر سترګو کېږي. له دې سره سره په آسترالیایي ټولنه کې د پښتو ژبې کارول د دې ځای د افغانانو تر منځ په یو شمېر شکلونو صورت مومي چې ځینې یې دلته ذکر شوي دي.[1]

کورنی استعمال

په آسترالیا کې د افغانستان د پښتنو کورنیو نارینه او ښځینه غړي هڅه کوي چې په خپل منځ کې په پښتو ژبه خبرې وکړي، خپلو ماشومانو ته د ورځنیو مکالمو له لارې پښتو ژبه ور زده کړي او په پښتو ژبه خبرې کول د دې کورنیو تر منځ د همېشني دود او کلتور په توګه پاتې شي. له بلې خوا د آسترالیا د پښتون مېشتو کورنیو له غړو سره دا اندېښنه هرو مرو شته چې آیا د دوی کمکي اولادونه او راتلونکی نسل به خپله مورنۍ او پلرنۍ ژبه ژوندۍ وساتي او که نه؟ د خپلې مورنۍ ژبې د ورکېدو د اندېښنې سره سره د آسترالیا په لویو ښارونو کې د افغانانو تر منځ د پښتو ژبې د زده کړې، تقویې او پراختیا لپاره د پام وړ ګام نه دی اوچت شوی او په دې برخه کې کوم اساسي فعالیت نه تر سترګو کېږي.

ملبورن لنګوېجز سکول

د دې کرښو لیکوال ګل آغا احمدي ته چې څومره معلومات شوی دی، پښتو ژبه د آسترالیا د ویکتوریا ایالت په ملبورن ښار کې یوازې یو تن رسمي ښوونکی لري چې سمیع الحق لودین نومېږي. د یاد ایالت د ژبو یا لینګوېجز په ښوونځي  کې د پښتو ژبې په ټولګي کې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال راهیسې تدریس جریان لري او محدود شمېر زده کوونکو ته پښتو ژبه ور زده کوي. دغه فعالیت د ویکتوریا ایالت په لینګویجز سکول کې صورت مومي او ښاغلی استاد لودین د خپل تدریسي فعالیت په بدل کې د آسترالیا له دولت څخه تنخوا اخلي. نوموړی همدا راز د آسترالیا له مېشتو پښتنو څخه د یوې ګیلې په شکل وایي چې پښتو ژبې ته کار کول په دې هېواد کې ډېره کمزورې بڼه لري او د دې هېواد په سیډني، کانبرا، ایډلایډ، سوت ویلز او داسې نورو ایالتونو کې د پښتو ژبې د تدریس هېڅ ډول بېلګه نه ترسترګو کېږي. نوموړی همدارنګه په دې نظر دی چې په دې برخه کې د آسترالیا مېشتو افغانانو د ټولنو مسئولیت ډېر دروند دی چې باید لاس په کار شي او د پښتو ژبې فزیکي او آنلاین ټولګي رامنځته کړي.[2] له بلې خوا د آسترالیا د نیوکسل د هنټر په ښار کې د افغانانو ټولنې هم د پښتو او دري ژبو د تدریس په موخه یو باب ښوونځی جوړ کړی دی چې په هغه کې پښتو او دري ژبې تدریس کېږي. دغه مطلب له اس بي اس پښتو چینل سره په هنټر کې د افغانانو د ټولنې مشر زلمي عمري د خپلې مرکې په ترځ کې یاد کړی دی. نوموړي ویلي دي چې د هنټر د ژبو له ښوونځي سره عام افغانان مالي مرسته کوي او دوی هڅه کوي چې له دولت سره یې راجستر کړي.[3] باید وویل شي چې له خپلې مورنۍ ژبې سره په عامه توګه د پښتنو د کمزورې علاقې د موجودیت له امله پښتو په هغو ژبو کې شامله نه ده چې د آسترالیا د حکومت یو شمېر اسناد پرې ژباړل شوي، ترجمانان پکې موجود دي او له افغانانو سره د اړتیا پر مهال مرکې پرې صورت مومي.

رسنۍ

په آسترالیا کې اس بي اس چینل تر ټولو لوی خبري او معلوماتي چینل دی چې د پښتو په شمول د نړۍ په ۶۰ ژبو راډیویي ګزارشونه او ویډیویي پوډکاسټونه خپروي او د دې هېواد په دولت پورې اړه لري. له دې څخه علاوه شمله پښتو راډیويي چینل او داسې نورې راډیویي شبکې په ملبورن، سیدني، کانبرا او د آسترالیا په ځینو نورو ښارونو کې په پښتو ژبه راډیویي خپرونې وړاندې کوي. تر هغه ځایه چې د دې کرښو لیکوال ته معلومات شوی دی، په آسترالیا کې داسې کومه چاپي نشریه تاسیس شوې نه ده چې د لیکنو زیاته برخه یې په پښتو ژبه وي. همدارنګه پښتو ژبه د آسترالیا د دولت په ځینو لاسوندونو او د آسترالیایي افغانانو تر منځ په یو شمېر فعالیتونو کې په لږ یا زیاته پيمانه کارول کېږي لکه:

۱.د افغاني ټولنو د مسئولینو په لاسوندونو، پیغامونو او ویناوو کې؛

۲.په آسترالیا کې د پښتنو لیکوالانو په نثري او شعري لیکنو کې؛

۳.د کلتوري مناسبتونو او اخترونو په پيغامونو، شعارونو او بنرونو کې؛

۴.د افغانانو د جوماتونو د پښتنو ملا امامانو په دیني موعظو کې؛

۵.د افغاني هنرمندانو د موسیقۍ په کانسرتونو، پروګرامونو او سندرو کې؛

۶.د افغانانو په تیلفوني مکالماتو کې؛

۷.په مشاعرو او ادبي مجلسونو کې؛

۸.د ټولنیزو صفحاتو لکه وټس اپ، فېسبوک، انسټګرام، اېکس، یا پخوانی ټوېټر په لیکنو کې؛

۹.د پښتو برېښنا پاڼو په مقالو کې؛

۱۰.په کانبرا کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفارت او د آسترالیا د افغاني دیپلوماتیکو ارګانونو په یو شمېر خبرپاڼو، مکتوبونو او برېښنایي لیکنو کې؛

۱۱.د آسترالیا د دولت په یو شمېر رسمي لاسوندونو او برېښنایي لیکنو کې؛

۱۲.په یو شمېر لیکل شوو آثارو او ژباړل شوو کتابونو کې؛

۱۳.د پښتو ژبې د ترجمانانو په ژباړه او داسې نورو کې پښتو ژبه کارول کېږي.

د دې سره سره چې په آسترالیایي ټولنه کې پښتو ژبه ژوندۍ ساتل، پښتو ژبې ته کار کول، د پښتو ژبې مسلکي پراختیا او غوړېدنه د هر وطنپال افغان د زړه هیله ده خو په عملي ډګر کې پښتو ژبې ته کار کول تر دې مهاله یوازې د هیلو په چوکاټ کې دي او بس. داسې فکر کېږي چې آسترالیایي مېشتي پښتانه افغانان د پښتو ژبې د ساتلو، پراختیا او اساسي ترویج په چارو کې پر خپل ځای ولاړ  او راکد حالت کې قرار لري او په آسترالیا کې د نورو فعالو پرګنو په څېر نه ښکاري. په دې معنی چې دوی د پښتو ژبې د پراختیا لپاره په کوم اساسي عملي اقدام لاس نه دی پورې کړی، یو بل ته ګوري او په دې برخه کې د خدایي معجزې په تمه شپې او ورځې سبا کوي. که چېرې د پښتو ژبې د ساتنې، پراختیا او غوړېدو په چارو کې هر آسترالیایي مېشتی افغان ځانګړې مسئولانه ونډه ادا نه کړي او له خپلې کورنۍ څخه تر ټولنې پورې په عملي اقداماتو لاس پورې نه کړي، دا خبره لرې نه ده چې خدای مه کړه په خپل دوهم او دریم نسل کې به مورنۍ ژبه له لاسه ورکوي. ځکه چې د افغانانو په دوهم یا دریم نسل کې مورنۍ ژبه یوازې د څو شفاهي خبرو په محدوده کې منحصره پاتې کېږي، رسم الخط به یې د نوي کهول د افرادو زده نه وي، په تدریجي توګه به د نسیان د الماریو په آرشیفونو کې اېښودل کېږي او ځای به یې په بشپړه توګه په آسترالیا کې حاکمې ژبې ته پاتې کېږي.

نوټ: په آسترالیا کې د افغانانو تر منځ یوه عمده ستونزه دا ده چې د متعددو غوښتنو سره سره څوک چا ته د اړوندو په مسائلو په هکله معلومات نه ورکوي او د معلوماتو د تبادلې په برخه کې همکاري کمزورې ده. له همدې کبله د دې لیکنې منځپانګه بشپړه نه ده او په دې برخه کې لا زیاتو څېړنو ته اړتیا شته.

[1] د افغانانو په هکله د بېلابېلو آسترالیایي اسنادو د مطالعې څخه په استفاده.

[2] منیب، مجیب، له استاد سمیع الحق لودین سره په آسترالیا کې د پښتو ژبې د زده کړې په هکله مرکه، اس بي اس پښتو، ملبورن، ۲۲-۲-۲۰۲۴ زېږدیز کال. https://www.sbs.com.au

[3]  منیب، مجیب، د هنټر په سیمه کې د افغانانو د ټولنې له مشر زلمی عمري سره مرکه، اس بي اس پښتو، ۱۳-۲-۲۰۲۴ زېږدیز کال. https://www.sbs.com.au

وردګ پېژندنه (بشپړ کتاب)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.