روژه او بېوزلي؛ مرسل: روژه‌ماتي کې د ګاونډیانو په تمه وو څو د خوراک لپاره یو څه را ولېږي

85

روژه او بېوزلي؛ مرسل: روژه‌ماتي کې د ګاونډیانو په تمه وو څو د خوراک لپاره یو څه را ولېږي

کابل (پژواک، ۲۶ کب ۱۴۰۳): کابل ښار کې د څلورو یتیمو اولادونو مور مرسل چې له اقتصادي ستونزو او بېوزلۍ کړېږي، له شتمنو خلکو او مرستندویه بنسټونو غواړي چې د روژې په میاشت کې له دوی او نورو اړمنو کسانو سره مرسته وکړي څو د روژه‌ماتي پر مهال د خوراک لپاره یو څه ولري.

د څلورو یتیمو اولادونو مور۳۰ کلنه مرسل د کابل ښار خیرخانه کې په یوه کرايي کور کې په ډېرو کمو امکاناتو سره شپې او ورځې تېروي.

هغې پژواک خبري اژانس ته وویل چې خاوند یې په نشه‌یي توکو روږدی و او لس کاله مخکې مړ شوی چې اوس یې د اولادونو سرپرستي دې ته ورپه غاړه ده.

مرسل وویل چې خاوند ژوندی هم و، ښه ژوند یې نه درلود، خو د هغه له مړینې وروسته یې د ژوند ستونزې لا ډېرې شوې.

دغې مور له دې مخکې د خپلو اولادونو د لګښتونو پوره کولو لپاره کابل ښار کې په یوه خصوصي روزنتون کې کار کاوه او زامن یې هم هلته ساتل کېدل، خو واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته دغه روزنتون وتړل شو.

هغه چې اوس د خلکو په کورونو کې د صفاکارې په توګه کار کوي وايي، د سختو ستونزو په ګاللو سره د خپلو ۴ زامنو لګښتونه پوره کوي؛ ځکه کار یې دایمي نه دی او ډېری ورځې بېکاره وي.

هغې زیاته کړه: «داسې ورځې هم راځي چې یوازې د یو وخت ډوډۍ لرو، خو دوه وخته نور یې نه لرو.»

هغې وویل، دا چې خپلو زامنو ته سم خواړه نه شي برابرولای، ډېره ځورېږي خو له زغم پرته بله چاره نه لري.

هغه چې د خپلو اولادونو راتلونکې ته اندېښمنه ده وايي، زامن یې له درس او زده‌کړو سره مینه لري خو دا ورته د کتابچو، بکسونو او ښوونځي د جامو اخیستلو وس نه لري.

مرسل زیاته کړه: «خو هڅه کوم چې اولادونه مې درس ووایي، د پلار په شان یې هروییني نه شي… خپله ځان وږی پرېږدم خو اولادونه مې ښوونځي ته لېږم.»

د هغې په خبره، نه یوازې د خپلو څلورو زامنو سرپرستي ور دې غاړې ده، بلکه د خپلې فلج او په بستر کې د پرتې ۷۵ کلنې مور پالنه هم کوي.

هغې وویل چې په کور کې د خوړو لپاره هیڅ شی نه لري او زیاته یې کړه، مخکې به د روژې په میاشت کې ځینو کورنیو مرسته ورسره کوله خو سږ کال روژه کې یې تراوسه کومه مرسته نه ده ترلاسه کړې.

هغې وویل: «هره شپه د روژه‌ماتي پر مهال په تمه وو چې له ګاونډیانو موږ ته خیرات او یا ډوډۍ راشي خو ډیری مهال موږ ته څه شی نه رسېږي.»

هغې له حکومت او مرستندویه بنسټونو وغوښتل چې له یتیمانو او کونډو سره مرسته وکړي څو هغوی هم د روژه‌ماتي پر مهال د خوړو لپاره یو څه ولري.

دغه‌راز، د مرسل زوی مصطفی چې د پنځم ټولګي زده‌کوونکی دی، ماشومانه غرېو نیولی و او له سترګو یې اوښکې په لاسونو پاکولې، له حکومت او مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه وکړه.

په همدې حال کې، یو دیني عالم مفتي شمس‌الرحمن فروتن وايي: «له بې‌وزله، غریبانو او بې‌سرپرسته کسانو سره مرسته په هر وخت کې فضیلت لري، په ځانګړې توګه د روژې په میاشت کې ډېر فضیلت لري، رسول (ص) فرمايي: هغه کس چې یوه روژه‌ لرونکي ته روژه‌ماتی ورکوي، خدای (ج) د روژه‌ماتي ورکوونکي ته د روژه ‌نیوونکي په شان ثواب ورکوي، له دې پرته چې د روژه نیوونکي له اجر او ثواب ته کوم څه کم شي.»

فروتن وویل ،هر څوک مکلف دی چې له خپل توان سره سم له اړمنو سره مرسته وکړي، الله (ج) یې په بدل کې په همغه اندازه ثواب ورکوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.