د قطر سرې میاشتې ټولنه وایي: افغانستان په ګډون لسو نورو هېوادونو ته په روغتیايي برخو کې د مرستې لپاره ۱۵۲ میلیونه ریال ځانګړي کړي
د قطر سرې میاشتې ټولنه وايي، روان میلادي کال به د افغانستان په ګډون لسو نورو هېوادونو ته په روغتیايي برخو کې د مرستې لپاره ۱۵۲ میلیونه ریال ځانګړي کړي.
ټاکل شوې یادې مرستې د هېوادونو اړوندو سرو میاشتو ټولنو له لوري په روغتیا او بشري مرستو برخو کې ولګول شي.
په مرسته کېدونکو هېوادونو کې له افغانستان او منځني ختیځ یو شمېر هېوادونو سربېره، بنګله دېش او سوډان هم شامل دي.
ورته مهال ملګرو ملتونو داسې مهال د افغانستان د روغتیا سیستم د ځوړ په اړه اندېښنه ښودلې، چې د امریکا بهرنیو مرستو بندېدو له امله تېره اوونۍ د ماشومانو ساتنې صندوق ۱۸ روغتیايي مرکزونه وتړل.
د ماشومانو ساتنې صندوق داسې مهال د بودیجې کمښت له امله د پاتې ۱۴ نورو روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو خبرداری هم ورکړی، چې په هېواد کې پر شري او خوارځواکۍ د اخته ماشومانو ګراف لوړ شوی او مړینې زیاتې شوې دي.
افغانان له نړیوالې ټولنې او هېوادونو غواړي چې په هېواد کې روغتیا له سیاست سره ونه تړي او د دوی بېړنیو روغتیايي مرستو لپاره دې مرستې نه ځنډوي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.