لنډۍ، د ثبتولو ستونزه، ۳۱۴مه برخه
په کوچنیوالي دومره شوخه
په پېغلتوب خو به کورونه ورانوینه
رنځوره یاره، رنځ دې ورک شه
روژه نیوی شې، که غنم دې وباسمه
ته د مُلا نه تپوس وکړه
که په خولگۍ روژه ماتیـږي غرقه شومه
یار په سفر ځي خوله به ورکړم
روژه دې ماته شي، شپېته به ونیسمه
دا دی بیا درانه لیکوال، شاعر، ژباړن او زړورژورنالست عبدالعزیز نایٔبي د لنډیو د راټولو په لړۍ کې په څو برخو کې گڼشمېر نوې لنډۍ رالېـږلې دي، دلته له ده نه په مننې سره، د ده له خوا د رالېږلو لڼدیو څخه نوې لنډۍ راخوندي کوم او له تاسو درنو لوستونکو سره یې شریکوم:
راشه تر څنگ مو گاونډی شه
په پیشلمي کې به دېوال در ټکومه
د پیشلمي سخته سهاره
جینۍ د خوب جټکې وهي پخلی کوینه
له مور نه ورکه مسافره
چې پیشلمي ته به دې څوک راویښوینه
بې له ادکې پیشلمي دي
ډوډۍ بېخونده، اوبه زهر غوندې دینه
ادکې مورې په ژړا شوم
په پیشلمي کې دې رانغلل اوازونه
د شوگیرو عادت سړی یم
د کلي خلک پیشلمي ته ویښومه
له کلیوالې روژې ځار شم
یو دم لمبه شي مازدیگر کې تنرونه
په روژه ماتي مرور شو
تر پیشلمي پورې یې سر ته ناسته ومه
رنځوره یاره، رنځ دې ورک شه
روژه نیوی شې، که غنم دې وباسمه
په پیشلمي کې مې رایاد شوې
هره مړۍ مې په زړه نېغه، نېغه ځینه
د پیشلمي بانگونه وشول
لیلا د یار له مټو زُلفې خلاصوینه
د پیشلمي غږونه وشول
له نرۍ ملا څخه مې وباسه لاسونه
خدایه زما لیلا سخي کړې
چې په روژه کې مې په شونډو مړوینه
ته د مُلا نه تپوس وکړه
که په خولگۍ روژه ماتیـږي غرقه شومه
جینکۍ ښې دي دمه وکړي
وړکي تباه دي روژه ټوله ونیسینه
یار په سفر ځي خوله به ورکړم
روژه دې ماته شي، شپېته به ونیسمه
دې راروان اختر ته راشه
روژې مې ټولې په سلگو نیولې دینه
په کوچنیوالي دومره شوخه
په پېغلتوب خو به کورونه ورانوینه
سپـږه د نوک پر سر مړه کېـږي
د پاچا لور ورپسې توري گرځوینه
وایم چې مچ په توپه وله
تورې پنجې د یار په سپین مخ لگوینه
ښه شو احوال دې راته راغی
گنې دا اوس د زېندۍ پـړي ته ختمه
زه په باران کې درته راغلم
ته مې په شین اسمان کې نه کوې پوښتنه
په مخ مې ستا د غاښو نښې
د مینې نښې نورې څنگه وي مئینه
د غاښ نښان دې نه ورکېـږي
په غم ښادي کې مخ له خلکو پټومه
ډوډۍ خو نه ده چې پرې موړ شې
د اننگو خوراک د شونډو په سر وینه
د دوه مئینو کټ دې یو شي
د ریبار کټ دې د جنت په منځ کې وینه
زما د لالي صفت شروع شو
نجونو کې زه لکه سرداره ناسته یمه
زړه مې له دغې کوڅې نه ځي
د گلو لښتې پکې ایښي قدمونه
په دوه قدمه کې رانغلې
خلک یارۍ پسې مُلکونه لټوینه
مړه به مې کړي، در به مې نه کړي
بېگاه مې مور راته صفا ویلي دینه
په تورو غرو دې ځان پناه کړ
د بېوسۍ غـږ به مې څوک دررسوینه
که غږمې اورې، غږ راوکه
تر اخري کنډوه غږ دی، درنه ځمه
رب دې زما د وجود ساه که
چې ته روان شې او زه مړه درپسې شمه
لالیه غبرگ راسره ژاړه
د جدايي خوبونه ما لیدلي دینه
زما ابۍ، دادا ته وایه
پښتو مو وشوه، زه مو خاورې ایرې کړمه
جدایي راغله، مرگی راغی
د زنکدن سلگۍ په تا پسې وهمه
د زنگېدلو سترگو یاره
پر ما بربادې ورځې ستا د لاسه دینه
جانانه غم دې زورور دی
د تور لونگ په څېر یې تکه توره کړمه
لکه چې خاورې مې پر سر شوې
د یار له کوره د سندرو غږ راځینه
کبر دې زیات راباندې وکړ
تر سر دې لاندې شه نامرده مړوندونه
مینه مې پټه پاتې نشوه
د جانان غږ پسې سرتوره ووتمه
گلاب، گلاب ځوانانو پرېښوې
وطنه چا درته ښېراوې کړي دینه
د ژمي شپه ده، یاران نشته
څوک مسافر دي، څوک مرگي خوړلي دینه
د غریبۍ زور مې لیدلی
ما اوریدلي دي د خلکو پېغورونه
د غریبۍ څه زلمیتوب وي
نه دې یاران وي، نه د ژمي مجلسونه
چې د لالي نیستي مې نه وای
پېوند ټیکری به مې په اور سیځلی وونه
د نیستۍ وخت کې ورسره وم
چې لالی ښاد شو اوس مې نه کوي پوښتنه
تبۍ پخې راپسې کېـږدئ
چې د بې ننگو خلکو نه اورم غږونه
بیا چې مې قبر ته رانشې
په ژوند مې خوا له نهراتلې، څه دې کومه
خاورې وې زر مې درنه جوړ کړل
خو ته کچه وې، رنگ دې بېرته واړاونه
ځان به په تور ټیکري عادت کړم
یاري به پرېـږدم تا به مړ حسابومه
زما او ستا د یارۍ څه دي
هسې مې ستا له غمه خدای نه خلاصوینه
د مازدیګر اذان پرې وشو
خورکۍ د ورور په قبر کاڼي سموینه
ماښام مې سترګو ته ولاړ وې
اذان شروع و، زه سلګو نیولې ومه
ماښام لمانځه کې راته یادې شوې
مُلا ولاړ و زه سجدې ته ښکته شومه
د مازدیګر لمونځ مې قضا شو
نوی مئین وم په دیدن نه مړېدمه
تبه دې ما ته راشه یاره
دا ستا واړه زگېروي مې زړه سوری کوینه
سورخي د مخ دې شُغلې وکړې
لکه سورخي د ماښام سره کا وطنونه
بې له سینگاره به ژوند تېر شي
بې له کتابه ژوند نیمگړی تېرومه
بالښت مې شته خوبونه نشته
ادې راویښه شه، چې وکړو مجلسونه
پاڅه د نجونو محفل پرېـږده
ورور دې بدي کړې په تا یې خلاصوینه
لالیه ولې ته شکي شوې
د کلي خلک مې لمنه توروینه
لالی د بدو سړی نه دی
د بل په خوله چارې کوي، زور راکوینه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.