بابای پښتو، وزیر محمد ګل خان، لوی افغان

محمد داؤد مومند  

203

دا د هغه کتاب نوم اوعنوان دی چی تیرکال د (محمد ګل خان پښتو اکاډمی) لخوا  د محکوم شرقی افغانستان په مرکز پیښورکی، مجددا چاپ او تکثیر شوی دی.

د کتاب لیکونکی، غښتلی لیکوال او پیاوړی محقق، محترم، ښاغلی سید صابرشاه صابر صاحب دی.

په پښتونخوا کی د استاد امیرحمزه شینواری، همیش خلیل، حسین بخش کوثر غوریاخیل، پریشان خټک، راحت زاخیلی، دوست محمد کامل، اجمل، قلندرمومند، ډاکټرراج ولی شاه خټک او په لسګونو، نور، د پښتو ملتی، جنتی ژبی د علم او ادب، د ستورو نه وروسته چی نن ورځ، د هغوذواتو د ډلی نه، یو زیات شمیر په ابدی خوب پراته او د هغوی د معنوی او ادبی اوعلمی وړانګو نه، پښتنی انګړبی برخی دی، سید صابر شاه صابر د همغو ستورو په انګړ کی، د رشد او کمال مرحلی ته رسیدلی او د هغه مشرانو د معنویت او ملی تفکر وارث شمیرل  کیږی.

سید صابر شاه صاحب، د وطن پالنی، ملیت غوښتنی، قامولۍ (په وسیعوابعادو کی)، پښتنی او پښتو ژبی د ادب او فرهنګ او معرفت او پښتو او پښتون پیژندنی کوم مشال، چی هغو مشرانو روښانه کړی و، وارث، منادی اوعلم بردار ګڼل کیږی.

خو ددی حقیقت نه باید سترګی پټی نکړو چی اجمل خټک چی زما د ۶۵ کلنو آشنا و، په افغانستان کی د نورمحمد تره کی په مدیحه سرایی شروع وکړه او ځان یی سپک او کوچنی کړ، قلندرمومند چی د پاکستان د کمونست ګوند غړی و او د افضل بنګښ په څیر یی د (روټی، کپړه، مکان) بغاری وهلی، [دلته باید ددی خبری وضاحت وکړم چی : د روتی، کپړه، مکان نظر خاوندان، نه ځانله چی د اسلامیت سره یی اصولی تضاد درلود، بلکه د پرنسیب له مخی یی د قامولۍ او ملیت غوښتنی د تفکر سره هم بنیاددی مخالفت درلود]، د پټی خزانی تاریخی کتاب په ردولو کی یی، بی ځایه د (پټه خزانه فی المیزان)  کتاب ولیکه او په همدی توګه یی د پښتو د ژبی د دیکشنری پرځای یی په۱۳۰۰ صفحو کی د پنجابی یعنی اردو ژبی دیکشنری سمبال کړه، قلندرمومند د حضرت بایزید روښان د (خیرالبیان) کتاب ته هم په منفی او تنقیدی نظر ګوری او پری د (خیرالبیان تنقیدی مطالعه) کتاب لیکی چی خورا د تآسف وړ خبره ده.

په کاردا وه چی قلندرمومند د پښتو ملی او جنتی ژبی او د پښتنو د د شمنانو، د منفی تبلیغاتو، لیکونو او کتابونو په ردولو او تردید کی، علمی او منطقی کتابونه لیکلای وای.

 په دی ردیف کی ډاکټرصاحب راج ولی شاه خټک هم ، ددی په ځای چی د پښتو ژبی د لوی او بی ساری هنرمند او د پښتو ژبی د موسیقی شاهنشاه، استاد خیال محمد صاحب بیوګرافی په پښتو ژبه ولیکی، پنجابی ژبی ته یی ترجیح ورکړه، نو د پورتنیو دلیلونو پر بنسټ، ماته د سید صابر شاه صابر صاحب، شخصیت، د پښتونولۍ احساس او تفکراو معنویت، ددی پورتنیو دری ګونووګړو (اجمل، قلندر مومند او راج ولی شاه خټک) په انډول او مقایسه، خورا لوړ ښکاری.

ځکه، پښتو ژبه او پښتونواله زموږ د لویی اوستری ۷۰ ملیونی ټولنی د ملی هویت د ملا د تیر، حیثیت لری. پښتو او پښتونواله د یوی سکی دوه مخونه دی، پښتو او پښتونواله د لوی پښتون په ټولنیز ژوند کی د روح او جسم په انډول او معیاراټکل کیږی.

پښتواوپښتونولی لایتجزی اولاینفک مفاهیم دی، هغه پښتون چی په خپله ژبه نه پوهیږی، دهغه پښتونولی نیمګړی ده، اوهغه پښتون چی په پښتونولی اعتقاد او ایمان ونلری هغه پښتون ندی.

هغه پښتون چی خپل اولاد ته پښتو ژبه زده نکړی، او په پښتنی تفکر یی سمبال نکړی هغه ته شلخی او دیسی پښتون ویل کیږی.

پښتونواله زموږ د ژوند قانون دی، دستور او د ملی ژوند کود دی.

دا، خورا د خوښۍ او سعادت ځای دی چی زه،  پیاوړی او ښاغلی سید صابرشاه صابر، په پورتنیو، عالیه صفاتو او کمالاتو متصف وینم.

پورتنی مبارک کتاب (بابای پښتو، وزیرمحمد ګل خان لوی افغان) ، دده د ملی شعور او ضمیر او وجدان یوه څيیڅلی هنداره ده چی دده د ملی شعوراو تفکر څرګندونه کوی.

هغه د دری ژبی یوه وینا ده چی:

آفتاب آمد دلیل آفتاب

د افغانستان په تاریخ کی پرته د ستر مفکرخوشحال بابا، چی علامه ډاکتر اقبال یی د «حکیم او طبیب ملت افغانیان» په لوړحیثیت پیژنی، او امیر شیرعلی خان چی د ملی تفکر خاوند وه او د لمړی ځل دپاره یی د هیواد د پادشاه په حیث، زموږ جنتی او ملتی پښتو ژبه د دربار رسمی ژبه وګرځوله، او په عسکری او نورو برخو کی یی د پښتو ژبی اصطلاحات، وکارول، به غیر، د سترنومیالی پښتون محمد ګل بابا څخه داسی دریم شخصیت نه په سترګو کیږی چی د خپل ټول سیاسی، اداری، علمی او ادبی قوت او قدرت او توان یی د پښتو ژبی، د ملی کولو، رسمی کولو، انکشاف او پیاوړی کیدو او تعمیم په لاره کی وقف کړی وی.

محمد ګل بابا د افغانستان په تاریخ کی هغه یواځنی ملی پښتون شخصیت و چی د فارسی ژبی د اپارتاید پالیسی پرعلیه چی د غزنوی محمود د دربارنه، ترایرانی صفویانو او بیا تردرانی تیمورشاه، د ایرانی مشربه دربارنه، ترکرزی او غنی دوری پوری دوام درلود، په میړانه او نره ودرید، او په خپل دریځ دومره ټینګ ولاړ و، چی حتی حاضر نشو، د افغانستان پادشاه، اعلیحضرت محمد ظاهر شاه او صدراعظم سردارداؤد خان سره هم، په فارسی ژبه خبری وکړی.

آیا داسی جسارت د افغانستان په کوم بل اداری او سیاسی رجل کی لکه لوی مشروطه غوښتونکی، عبدالهادی خان داوی، استاد پژواک، سید شمس الدین خان مجروح، علی احمد خان پوپل، او نورو کی لیدل کیدای شو؟

این خیال است و محال است و جنون

دا ځانله د پښتنو سترمشر، په قوت او قدرت کی وه چی په لکونو، بی وزله کوچان او پښتانه یی، ځپل لرغونی ټاټوبی یعنی شمال کی د زمکو او تجارت خاوندان کړل.

ډا ځانله سترملی زعیم لوی محمد ګل مومند وه، چی په شمالی صفحاتو کی یی د یهودانو نه، چی د دربار (مارشال شاه ولی خان) سره مالی رابطه او شراکت درلوده، د قره قل د پوټکو د تجارت انحصار، د لاسه وویست.

د ویښ زلمیانو د نهضت د مشر محمد رسول خان پښتون صاحب، چی زما نژدی محترم او پیاوړی دوست و، د سترګو لیدلی روایت په اساس، دا ملی زعیم لوی محمد ګل مومند و، چی هغه یهودان چی د مسلمانانو ماشومان یی په مزار یعنی د بلخ ولایت کی اختطاف کول او د شنکنجو په نتیجه کی به یی (محمدی) کول، یعنی  وژل، په خپل امر، اعدام کړل.

که موږ، تر نن ورځی پوری، په ستمی، سقاوی فارسی مطبوعاتو او میدیا، او حتی لکه، د غباراو فرهنګ تاریخونو کی، د پښتنو د سترمشر پورۍ منفی، کرغیړن، ناوړه او د ملی نجابت اوشرافت نه لیری تبلیغات اورو، دا د هماغو یهودانو او یهود صفتانو، د غچ او میرڅمنتوب ښکاره تبلور او انعکاس بلل کیږی، په دی یهود مشربانو کی، یو تعداد بی ننګه، بی پختوګۍ او فارسیست شوی، پښتون ټبره، وګړی هم شامل دی.

دا لوی محمد ګل مومند وه چی په جلال کوټ یی په هغه جرګه کی چی د پښتونستان په مسئله باندی د شاه محمود خان صدراعظم په ګډون جوړه شوی وه، د شوربازارحضرت، شیخ فضل عمرمجددی چی امان الله خان ورته د (نورالمشایخ) خطاب ورکړی و، د پاکستان په حمایت کی چی ګویا پاکستان یو اسلامی هیواد دی او د افغانستان حکومت یی باید مخالفت ونکړی، په خپل تقریر بوخت و، چی نومیالی محمد محمد ګل مومند راورسید او په آمرانه لهجه یی نورالمشایخ ته وویل چی :حضرت صاحب په خپل ځای کینه او په خپله اورلګونکی تقریرکی یی د اسلامی دلایلو پر بناء پاکستان یو غاصب هیواد او د استعمارګوډاګی وباله، د محمد ګل بابا خبری او وینا دومره د ملی جذباتو نه ډکی وی چی صدراعظم شاه محمود خان وارخطاء شو او بابا ته یی وویل: «وزیرصاحب بلوا (بلوی) نشود»!

حاضرینو په یوه خوله وویل چی: د حضرت صاحب د خولی نه د کلدارو بوی راځی، او نورالمشایخ له ډاره وتښتید.

مومند بابا په ژوند کی د دوه مهمو رجالو د مرګ هیله د ځان نه دمخه کړی وه، یو صدراعظم شاه محمود خان، او بل نورالمشایخ فضل عمر مجددی، چی همداسی هم وشوه، او دا دواړه د مومند بابا نه، دمخه وفات شول.

دا نر پښتون محمد ګل مومند وه چی د سردارمحمد هاشم خان صدراعظم او د هغه د وزیرانو په حضورکی، د اقتصاد وزیر او لوی سرمایه دارعبدالمجید خان زابلی یی د ملی پانګوالو د ګټو په حمایت کی، د میز په سر، بلورینی ډبری باندی وویشته  او د قطغن د ریاست تنظمیه نه یی، په نره استعفاء ورکړه.

د حادثی جریان په دی توګه دی چی: څه مهال چی د بغلان د قند فابریکه پرانستل کیده، د اقتصاد وزیرعبدالمجید زابلی چی د شرکت اساسنانه، د دولت په ګټه او ټوله د دولت په پانګه او سرمایه ترتیب کړی او لوستله، نو مومند بابا ورته په لوړ آواز وویل چی :«دا شرکت او فابریکه، باید د اولس او ددی سیمی د اوسیدونکو په پانګه جوړشی، نه چی ټوله د دولت لخوا او د دولت په پانګه فعالیت وکړی.»

د اقتصاد وزیر عبدالمجید زابلی چی د دولت د شتمنیو په ګته کار کاوه، به ځواب کی یی په فارسی ژبه وویل:«آقای مومند! تجارت و سرمایه ګذاری، مشخصات بخصوص دارد.»

هماغه وه چی مومند بابا، زابلی یی په ډبره وویشت، او د مجلس څخه ووت.

دا هغه زړه ورتوب او تهور و چی خدای شاهد دی ، حتی سردارمحمد هاشم غوندی مقتدر، صدراعظم، دا جسارت په ځان کی نه لیده چی د عبدالمجید خان زابلی غوندی یو مقتدر وزیر، هسی، د مجلسه وباسی، په ډبره وهل خو په خپل ځای پریږده، دا د محمد ګل بابا هغه پښتنی تهور و، چی د افغانستان په تاریخ کی یی، ساری نه میندل کیږی.

دا نراو زړه ور پښتون محمد ګل مومند و، چی په خپله استعفاء کی یی پادشاه ته ولیکل:« چی د دولت پالیسی، یو شی او د ملت مفادات بل څه دی، نو ځکه زما دپاره په داسی حال کی، رسمی ماموریت ناشونی ښکاری.»

دا سترګوراو د ایمان غر، محمد ګل مومند و، چی د خپلی استعفاء نه وروسته یی د دربار وزارت لوړمقام او چوکی هم و نه منله.

دا د ملی او فردی غرور خاوند مفکرمحمد ګل مومند و چی د سردارهاشم خان صدراعظم د لاسه یی د افغانستان لوی ترین مدال یعنی (لمراعلی) ونه منلو.

په داسی حال کی چی انقلابی میرغلام محمد غبار چی د بلشویکی نظریاتو خاوند  او د غازی نادرخان د کورنۍ لوی دشمن و، د پاریس په سفارت کی یی، د غازی نادرخان، کتابت ومانه!!!!

دا هغه د ملی غرور خاوند و، چی د افغانستان د استقلال په څلویشتمه کلیزه کی، چی زه ورسره وم، د شاه محمود خان صدراعظم سلام یی ونه مانه او خپل مخ یی تری وګرځاوه.

دا هغه ملی زعیم وه، چی د شوری (ولسی جرګه) په اوومه دوره کی، شاه محمود خان صدراعظم، سره لدی چی، نادر خان ورته خپل پنځم او مشر ورور ویلی وه، له سیاسی ډاره، شوری (ولسی جرګه) ته د مومند بابا د وکالت مخه ونیړله، په داسی حال کی چی په دغه دوره کی ټول چپی او د دولت مخالفینو لکه: داکټر عبدالرحمن محمودی، میرغلام محمد غبار، میرعلی اصغرشعا، کبیرغوربندی او داسی نورو، شوری ته لار پیدا کړه.

عجبه خو لا داده چی شاه محمود خان صدراعظم، په داګه وویل چی: زه خپل ووت (رأی) میرغلام محمد غبار ته ورکوم.

دا هغه ملی شخصیت وه چی ده باندی د میرغلام محمد غبار د تعصب د تهمت، په اړه، غبار ته ځواب ولیږه چی زه حاضر یم تا ته د فارسی ژبی د دستور(ګرامر) درس درکړم، ولی ته دیوه افغان په صفت، مخصوصا چی څلور کاله دی په لوی کندهار کی تیر کړل، په پښتو ژبه کی د یوه پاراګرااف د لیکلو توان او سواد هم، نلری، نو اوس څوک متعصب دی؟

زه، که ته؟

ښاغلی سید صابرشاه د محمد ګل بابا، د داسی لوی، بی ساری او درانه شخصیت د ژوری پیژندنی په رڼا کی، د «خلیل اولسی جرګی» د یوه مشراو صدر په حیث تصمیم ونیو چی په  ۱۹۹۴ ع کال د پښتنو ددی ستر شخصیت د لمانځلو دپاره د پیښور (پریس کلب) په تالار کی یو لوی بین الافغانی سیمینارجوړ کړی.

ددی سیمنارمشری لوی استاد، پوهاند رشتین ته وسپارل شوه، دا سمینار د جهادی حزبونو او ځینو بی ننګو پښتنو د مخالفت او سبو تاژ با وجود په بریالیتوب سرته ورسیده، ددی لوی سیمینار یو شمیر ګډون کونکی په لاندی ډول و:

سناتورغلام نبی خان چکنوری، د افغان ملت د ګوند مشر شمس الهدی شمس، لوی محقق استاد حبیب الله رفیع، محقق استاد عبدالله بختانی، استاد آصف صمیم، مورخ او لوی محقق استاد شهسوار سنګروال، ارباب طاهرخلیل، استاد پوهاند اسمعیل یون، اسد ساپی، لعل پاچا آزمون، استاد عبدالله غمخور، میرویس خان چکنوری، قاضی اختیار سباؤن، نورلحبیب نثار، داؤد وفا، پریشان داؤد زی، غلام صدیق چشتی، ایا سین افغان، استاد ژواک، استاد صدیق پسرلی، غفور لیوال، استاد عبدالمنان ملګری، او داسی نورو، ډیرو قدرمنو افغان – پښتون لیکوالو، په دی درانه تقریب کی برخه اخستی وه.

دا کتاب د لمړی ځل دپاره د پیاوړی سر محقق استاد حبیب الله رفیع اومطبوعاتی شخصیت استاد عبدالله غمخورلخوا ، په کال ۱۹۹۸ کی یونورستی بک ایجنسی کی چاپ کړو.

د ځینو طلایی تقریظونو، څو طلایی کرښی:

پریشان داؤد زی صاحب لیکی:

« د پښتو د بابا مخالفت چی کومو وګړو کړی دی، یا یی اوس کوی، هغوی یقیناْ چی د فکری او شعوری، بیړاتوب په رنځ او مرض اخته دی.

ماته د ښاغلی سید صابر شاه، دا ملی خدمت چی د خپلی ژبی او ادب او د خپل تاریخ د ملی اتلانو لکه محمد ګل بابا د یادونی او نمانځنی کارته یی ټینګه ملا تړلی ده، دومره د قدر وړ بریښی چی ډیرو سرکاری ادارو او د پښتنو هیڅ یوی سیاسی ډلی، د ډیرو وسیلو د لرلو با وجود هم ندی کړی.

… په داسی وخت او حالاتو کی د وزیر محمد ګل خان مومند په څیر د یوه رشتینی ملت پال مشر په حقله څه لیکلو ته راولاړ شو چی پښتو او پښتانه لراو بر، دواړه ځایه، ځپل شوی او هیچا ته داسی نه بریښی چی پښتانه ګوندی یو ډیر لرغونی ملت او پښتو ژبه د یوه ملت ژبه ده.»

د ملی شخصیت، نائب الحکومه شیرخان خروټی د لمسی. استاد محمد صدیق پسرلی صاحب لیکنه:

«ګران ورور صابر شاه صاحب خدای دی مل شه!

د پښتو ادب او پښتنی اتلانو د نمانځنی په لړکی ستاسی ادبی او علمی او ملی هڅی، زحمات او خدمات، د هر با شعوره پښتون د احترام د سر د ټټیدو، وسیله ګرځی.

ستا هر سیمینار د قدر او ستایلو وړ دی، خو د پښتنو د لوی قافله سالار مفکر محمد ګل مومند باندی ستاسی سیمینار او بیا، په هغه کتاب خپرول یو نه هیریدونکی خدمت دی.

محمد ګل بابا د ډیر قدراوعزت وړ یو لوی ملی شخصیت دی، خو تر نن ورځی پوری ډیرو بی ننګو او بیړاګانو پښتنو، دا جرئت نه کاوه چی حتی نوم یی واخلی، خو ستاسی د ایمان دارۍ په رڼا کی، د لراو برو پښتنو په دی جهادی دوره کی په هغه باندی لوی او شانداره سیمینار جوړیږی او کتاب پری لیکل کیږی.

ارواښاد محمد ګل بابا ژوند او شخصیت ځانګړی اړخونه او ابعاد لری یعنی دی یو څو بعدی شخصیت و، دی دقلم خاوند و، د علم او پوهی خاوند و، د توری او میړانی خاوند و، د لوی اخلاقی جرئت خاوند و، په پښتونولۍ او اسلامیت ټینګ ولاړمفکر و، او د اولس لوی معلم او روزونکی و. تاسی ته په داسی سترو خدمتونو له امله مبارکی وایم.»

د سر محقق نور محمد سهیم صاحب لیکنه:

ډیر ګران او زړه ته نژدی صابر شاه!

خوشحاله یم چی ستاسی په شان درانه فرهنګیالی محمد ګل مومند په یادولو له خپل زړه نه راوتلی احترامات د کلماتو په وریښمینه جامه کی نغاړم او ستا حضور ته یی وړاندی کوم.

….. خبر شوم چی تاسی یو بل اوچت او بی ساری فرهنګی خدمت ته هم ملا تړلی ده او غواړۍ چی د پښتو او پښتنو شمله، نوره هم اوچته وساتۍ او په دی هیله د مفکر محمد ګل مومند په باب څه وکاږۍ او د هغه یاد را تازه کړۍ.

ستاسی په دی اقدام او ابتکار، زما خوښی مضاعفه شوه او تا ته می احترام نور هم ډیر شو. ځکه چی مفکر محمد ګل مومند د پښتو ژبی پلار دی، هغه د ټولو پښتنو خوا خوږی دی.

هغه د پښتون ټبر، د سرتاج دی، او دهغه په وجود کی د یوه رښتینی پښتانه ټول خصوصیات او ممیزات خوندی وو.

او که چیری د خوشحال بابا د کتاب د «دستار سړی» را په یاد کړو، نو کیدای شی چی ووایو محمد ګل بابا په پښتنو کی د دستار نامی د زعامت د صفاتو او ممیزاتو خاوند ستر شخصیت دی. زه باور لرم چی ستاسی د داسی ملی او تاریخی خدمت سره، نور هم د بریالیتوب پړاوونه پرمخ بوځۍ. په درناوی.

د نامتو مورخ او محقق استاد سنګروال لیکنه:

ګرانه صابره!

خبر شوم چی تاسی د نومیالی پښتون اتل، وزیر محمد ګل خان په باب څه لیکل کوۍ، دا رنګه هاند او هڅو ته د قدر په سترګه ګورم.

حقیقیت دا دی چی مفکر محمد ګل مومند یو حقداره پښتون مشردی، نوموړی نه یوازی یو سیاسی شخصیت و، بلکه فرهنګی او ټولنیز شخصیت هم و، چی پښتو ادب ته یی نه هیرودنکی خدمتونه کړی دی.

دی ګڼ اړخیزملی شخصیت د افغانستان په هغه سیمو کی چی د پښتنو شمیر په کی لږ و، ډیر پښتانه هلته میښت او ودان کړل.

ستاسی د لا بریالیتوبونو په هیله.

د افغان ملت د ګوند شمس الهدی شمس لیکنه:

……. دا چی په بره پښتونخوا کی، اوس هم د پښتو غلیمانو او د واحد افغانستان قسم خوړلو دشمنانو د ډیرو دسیسو، او توطیو با وجود په پښتنو کی د پښتونولۍ او افغانیت احساس لا ژوندی دی او د افغانستان د تجزیی دپاره د روس، ایران، تاجکستان او داخلی تجزیه غوښتونکو سره په نره مقابله کوی، د همدی قهرمان، باتور، زړه ور او سترګور پښتون، یعنی مفکر محمد ګل بابا د مبارزو، قربانیو او لارښونواو ارشاداتو برکت دی.

صابر شاه پاچاصاحب!

تاسی چی اوس د یوه لوی پښتون او سترملی شخصیت د یادونی او نمانځنی ته ملا تړلی ده، په دی لار کی درته زیات توفیق غواړم.

هیله ده چی د خپل قام، وطن، ژبی او تاریخ نه د غافل شوو او بی تفاوتو شلخی پښتنو د راویښولو دپاره، ستا په څیر نور ننګیال، حساس او وطنپال زلمی، ملا وتړی.

د محمد داؤد وفا لیکنه:

زړه ته نږدی صابر صاحب په سلامونو دی ښکلوم.

د زید المحققین، شمس العلماء و صاحب الکتب المتعدده فی العلوم المختلفه علامه وزیرمحمد ګل خان مومند بابا نورالله مرقده، د څو بعدی شخصیت په اړه دی کره لیکنی د وحدت ورځپانی کی، پرله پسی ډول لولم.

خدای دی نور هم تاند او څپاند لره چی زموږ د ټولنی داسی اتلان او قهرمانان زموږ د ټولنی اوسنی او راتلونکو نسلونو ته معرفی کوی.

د مطبوعاتی شخصیت عبدالله غمخور صاحب لیکه:

په پښتو، پښتنو او پښتونوالی مئین صابر شاه پاچا!

د وحدت په ورځپاڼه کی می ستا د هغه مضمون په لیدو سترګی روښانه شوی کوم چی تا د افغانستان په نامتو ملی فرزند شخصیت، وزیرمحمد ګل خان مومند بابا باندی لیکلی دی.

…. د واقع بینۍ له مخی دومره ویلای شم چی مفکر محمد ګل مومند په نسبی صورت د شخصیت غر او د پښتو او پښتوالی قبله ده.

دده نمانځنه د پښتو او پښتونولۍ درنښت بولم.

 د پیاوړی اوغښتلی لیکوال، اصیل سید، استاد صابر شاه صابر صاحب، د هغه تحقیقی لیکنی یو څو مختصری او لنډی، طلایی کرخی، چی د وحدت په ورځپاڼه کی نشر شوی وی او ددی کتاب یوه درنه برخه بلل کیږی دلته منعکس کوم.

زړه ور پښتون، ژبه ورپښتون، په خپله خاوره، ژبه، قام، کلتور او پښتونواله، په خپل وطن (لوی افغانستان کی) د توهین شویو او د خپلو ثقافتی، کلتوری او  بنیادی حقونونه محروم کړی شویو پښتنو د ماضی، حال او مستقبل نه با خبره  پښتون، مفکر محمد ګل مومند نورالله مرقده، په بره او کوزه پښتونخوا کی یی روڼ فکران او ستراولس د پښتو بابا او پښتون بابا په القابو او نومونو پيژنی.

مفکر محمد ګل مومند د پښتنو نوموړی اتل، سیاست مدار، ملی مشر او زعیم، ځیرک شمله ور استاد او لارښود، ادیب، لیکوال، خطیب او نقاد و.

د پښتو ژبی د ودی او انکشاف او ددی ژبی د بیا ژوندی کولو، په خپلو خپو اودرولو، علمی کولو، ملی او رسمی کولو لپاره، دده نه ستړی کیدونکی مبارزه، هغه واقعیت دی چی په افغانستان کی د بل چا، څه چی د یوی اکادمی له وسعی نه هم، پوره نه وه.

نوموړی د شلمی پیړۍ او معاصر تاریخ د پښتو، پښتونوالی او پښتنو د مخکښانو او بنیاد ګرو د صف، امام ګڼل کیږی.

د پښتنو هاغه ټول مخلصه مشران به زما له دی دعوی سره متفق شی چی شلمی پیړۍ، تردی دمه داسی بل، کوم زعیم ندی پیدا کړی چر د وزیر بابا سیال او ساری اوګرځی.

زه غواړم چی ددی عصر د پښتو ژبی د یوه لوی استاد، پوهاند صدیق الله رشتین صاحب، هاغه خبری راواخلم چی لوی استاد، د خلیل اولسی ادبی جرګی د صدر په صفت د وزیربابا د شخصیت د تجلیل په مناسبت په ۱۹۹۴ عیسوی کال جوړی شوی سیمینارکی، کړی وی د هغه خبرو نه، په آسانه یو لوستونکی د وزیر صاحب د شخصیت او لوی والی اندازه لګولی او تخمینولی شی:

«له خوشحال بابا نه وروسته، پښتنو کی داسی هراړخیز پوره مشراو لارښود نشته چی پښتنی ټولنه او کورکهول پری، نازاو ویاړوکړی.

هم په دی توره تیاره شپه کی، که موږ ته د رڼا کومه ننداره ښکاری، هغه نو د  محمد ګل بابا، ځلانده شخصیت دی، او ځکه که په دی لوی او دروند مجلس کی دا خبره وکړم چی د سترخوشحال نه وروسته، مفکرمحمد ګل مومند د پښتنو هغه رشتونی لارښود وه چی ددی ژبی، قام او هیواد غم یی خوړلو، نو ځان راته ریښتونی او په حقه ښکاره شی.»

استاد رشتین بل ځای وایی:

«په افغانستان کی ادبی پښتو، ما (رشتین)، حبیبی، رشاد، خادم، الفت، بینوا روزلی او راوستی ده، خو سیاسی پښتو محمد ګل مومند راوستی ده. د هغه کار زموږ نه ډیردروند دی.

محمد ګل مومند زموږ د سر سیوری وه، که د هغه زور نه وای، نو موږ هیڅکله دا کارسرته نشو رسولی.

زموږ چی به څه ته ضرورت شو، هغه ته به مو مراجعه کوله، هغه زموږه ستونځی حل کولی، د هغه پښتو زموږ نه لوړه وه، هم د هغه په کوشش په   ۱۹۶۴ ع کال کی د لویی جرګی په غونډه کی پښتو د افغانستان «ملی ژبه» وګمارل شوه او د افغانستان د اساسی قانون (۳۵) ماده پښتو ژبی ته وقف شوه.»

(دا ماده د سردار صاحب داؤد خان د جمهوریت په اساسی قانون کی د پښتو ژبی د ستمی د شمنانو لخوا حذف شوه – داؤد مومند)

صابر صاحب لیکی: پښتون قام ته په ړومبی ځل په اصلی معنی او بنیادی لحاظ محمد ګل خان مومند سیاسی پوهه، شعور، بصیرت ښودلی دی.

ده غوښتل چی پښتانه په خپلو ځپو اودریږی، خپله یی وکری او په خپله یی وریبی، یعنی د نورو او پردو د لاسونو او واک، اختیار نه آزاد او خپلواکه وی، هغه ددی تفکر دپاره، خپل ټول ژوند وقف کړی وه.

هغه به ویل چی«زما ژوند او مرګ دواړه د پښتنو لپاره دی، زه هڅه کوم چی پښتانه د نورو د کوڅو او کاسو نه خلاص کړم.»

دا محمد ګل مومند وه چی په لکونو پښتانه یی د خپلو نیکونو لرغونی سیمو یعنی شمال ته ولیږدول او هلته یی د زمکو، کروندو او کورونو او تجارت خاوندان  کړل او د ملی وحدت او د هیواد د ژغورنی بنسټ یی مظبوط او پیاوړی کړ. ختم.

د دوه تیروتنو تصحیح او وضاحت:

لمړي:په کتاب کی د بابا زیږنده، د ننګرهار د ګولایی په سیمه کی ښودل شوی ده، اما مولانا ارشاد، پوهاند رشتین او عصمت الله روحانی، لیکلی دی چی محمد ګل بابا په ۱۲۶۳ ل- ق (۱۸۸۵ع) کال، د کابل په اندرابیو کوڅه کی زیږدلی دی.

دوهمه تیروتنه: ښاغلی محترم منان ملګری لیکی دی چی ابراهیم لقی، په شوروی اتحاد کی یو لوی داړه مار و، چی شوروی اتحاد ورته خپل هیرو یعنی اتل وایه، ….. دی وروسته ونیول شو او د افغانستان حکومت په عام منظر کی وسیزلو.

د محترم منان ملګری دا روایت د تارخی اسنادو د روایت سره سمون نلری، ابراهیم لقی یا ابراهیم بیک، وروسته لدی نه چی بخارا د بلشویکی نطام لخوا اشغال کیږی، د خپلو ګڼوطرفدارانوسره په (۱۹۲۶) د افغانستان خاوری ته د غازی امان الله په دوره کی را وتښتید او څو کاله په کابل کی و، خو امان الله خان ورته د هیواد په شمال کی، د اوسیدلو اجازه ورنکړه.

وروسته د بچه سقو د حکمرانۍ په دوره کی، ابراهیم لقی، شمالی صفحاتو کی میښت کیږی.

اعلیحضرت غازی نادرخان ډیرکوشش وکړچی ابراهیم بیک کابل ته راوغواړی خو ابراهیم لقی (لقی دده قومی نوم دی) له ډاره او ویری حاضر نشو چی کابل ته راشی، د غازی نادرخان په دوره کی ددی جنجالی او شقی مزاجه انسان نه، دوهم بچه سقو جوړیږی او په شمال کی د ازبکو او ترکمنو په مرسته یی د دولت سره ډیری جګړی وکړی او په زرګونو حکومتی پښتانه جنګیالی یی ووژل، خو بالاخره حکومت بریالی شو چو ابراهیم لقی د پکتیا او قبائلی پښتنو په مرسته او زور، تیښتی ته مجور کاندی، دی په تاجکستان کی په کال (۱۹۳۱) د شوروی دولت لخوا ونیول او اعدام شو.

ازبکان او ترکمنان، ترنن ورځی پوری، ده ته د ناپلیون په سترګه ګوری، هماغه رنګ چی تاجکان، په پنجشیرکی لوی جهادی، ملی غدار، او د آی- اس – آی، په لاس، روزل شوی، احمد شاه مسعود ته، د پنجشیر، ناپلیون وایی.

مننه: زه په دی توګه د سناتور صاحب چکنوری د محترم زوی، فاضل، حاجی میرویس خان چکنوری چی زما ترورزی کیږی او همدا راز د خپلی کشری ترورزۍ، نه مننه کوم چی د ملی او ادبی شخصیت، اصیل سید، صابر شاه صابر صاحب په قلم لیکل شوی، دری کتابونه ماته واستول.

یو کتاب په هندوستان کی د پښتون لوی امپراتور، سوری شیرشاه او بل کتاب د مغلو اومغلوالی سره د مبارزی لوی اتل، ایمل خان مومند او همدا راز د ستر میروییس نیکه په مورد کی دی.

وروستۍ خبره!

دا لیکنه به زه د هغه کتاب ضمیمه وګرځوم، کوم چی ما د «ستر پښتون، ملی مفکراو زعیم محمد ګل بابا» د عنوان لاندی د تکمیل کولو اراده کړی ده.

په درناوی

محمد داؤد مومند

 

ستر پښتون، ملی مفکر او زعیم محمد ګل بابا (۱۷مه برخه)

   

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.