ارواښاد مفتي شاکر خټک د سختدریځه دیني ملايانو پر ضد ولاړ و، د پښتنو منجمد مذهبي فکر یې نرمولو او د دین یو داسې تعبیر یې وړاندې کړ چې له تعلیم، پرمختګ او موډرنیتې سره ټکر ونه لري.
ژاک درېدا د ډیکانسټرکشن تیوري رامنځته کوونکی دی. ډیکانسټرکشن تیوري په ټولنپوهنه او ژبپوهنه کې خورا مهمه تیوري ده، چې د ژبې او نړۍ په مورد د انسان پخوانی لیدلوری کاملاً تغیروي. که څه هم ډیکانسټرکشن د جوړښت د تخریب مانا لري؛ خو دریدا رټ جوړښتونه نه تخریبوي، بلکې د متن د لوستنې یوه خورا نوې تګلاره راباسي. د دې تیوري کلي هدف دا دی، چې مفاهیم یوه مانا نه ښندي، بلکې مختلفالنوعه تفسیرېدای شي؛ درېدا تر دې هم وړاندې ځي او وایي، چې آن ژبه د اعتماد وړ نده.
د درېدا دا خبره زما ډېره خوښه شوې، چې ټول مفاهیم، مفکورې او جوړښتونه د ابهام او مختلفالنوعه تفسیر قابلیت لري. زما په باور درېدا هڅه کړې، چې په ټولنیزو علومو کې د پدیدو او مفاهیمو پخوانۍ تشریح په خورا بنیادي ډول چلېنج کړي او پر متن یو ډول پلورالېسټي لیدلوری ورتحمیل کړي.
درېدا په الجزایز کې زېږدلی او وروسته بیا فرانسې ته وکوچېد. په ۲۰۰۴ز کال کې مړ شو.
که څه هم پر اسلامي نړۍ د دین خرافاتي حاکم تصور د مختلفو اسلامي پوهانو او علماو لخوا سخت نقد شوی دی؛ خو په پښتنو کې پدې مورد تر اوسه چا دومره کار ندی کړی، لکه مفتی منیر شاکر.
نوموړی دیني عالم نه یوازې د اسلام په اړه د افراطي او خرافاتي مسلمانانو عقاید نقد کړل، بلکې د اسلام په اړه چې د پاکیستان په وجود کې اسلامي خرافاتو کوم شکل نیولی دی، خصوصاً د پښتو تصورات په ډېر بنیادي ډول سره یې ډیکانسټرکټ کوي او د اسلام په اړه پښتنو ته خورا ټولنپوهنیز او میانهرو روایت وړاندې کوي.
د ده په دیني دیدګاه کې تر عبادت انسان محوریت لري، ترټولو مهمه دا ده، چې مفتي منیر شاکر خټک هڅه کوله د پیر او ملا تر خرافاتي تصور لاندې پښتنو ته نجات ورکړي او دا مسله یې هر بحث او ادعا کې حسېږي.
که څه هم ده ځینې وخت ډېرې عامیانه خبرې کولې او یوه یوه ټوکه یې پکې کوله، خو همدا مېتود د پښتنو د پوهولو دپاره ډېر ښه دی.
مفتي منیر شاکر یوازې په ځینو نقطو کې له درېدا سره تشبیه کېدی شي. پدې هیله چې غلط اخذ ونشي. زما بحث یوازې مشترکې نقطې دي.
ژاک درېدا او مفتي منیر شاکر په فکري، تاریخي، او کلتوري لحاظ خورا متفاوت دي، خو دا چې دواړه د حاکمو روایتونو پر ضد ولاړ وو او د نوي فکر د خپرولو هڅه یې کوله، د مشترکاتو په توګه یې پر ځینو نقطو بحث کېدی شي.
درېدا د لویدیځې فلسفې مطلق روایتونه تر پوښتنې لاندې ونیول او دا یې وښوده چې هر روایت کمزورۍ، تناقضات او له دننه د ړنګېدو قدرت لري، مطلق ندی. مفتي منیر شاکر د پښتنو دودیز دیني روایت، چې د ملايانو لهخوا یرغمل شوی وننګاوه. هغه ویل چې دا روایت سختدریځۍ ته لاره هواروي او د پښتنو د پرمختګ مخه نیسي.
درېدا باور درلود چې ژبه هیڅکله ثابته مانا نه لري، بلکې هره کلمه په بېلابېلو شرایطو کې نوي تعبیرونه پیدا کوي.
مفتي منیر شاکر دیني اصطلاحات د نوي تفسیر له مخې وړاندې کول، څو دین د پښتنو د ژوند د اسانتیا وسیله شي، نه د پښتنو دپاره د اور سکروټه. هغه د تقدیر په اړه ملایي تفسیر وننګولو، دا تفسیر کولی شي د زرګونو پښتنو دیني عقاید بدل کړي.
درېدا استدلال کاوه چې مطلق حقیقت نهشته، بلکې هر څه په اړیکو، کلتور، او تفسیرونو پورې تړلي دي.
– مفتي منیر شاکر د دې پر ځای چې دین د یوې مطلقې سختې عقیدې په توګه وړاندې کړي، یو داسې تعبیر یې ترویج کړ چې پښتانه پرې موډرن شي، تعلیم وکړي، او پرمختګ ته لاره پیدا کړي. هغه دین د ملا له احصاره راایست او ملا یې له یو عام وګړي زرګونه ځله ټیټ بللو.
درېدا وکولی شول د فلسفې، ادبیاتو، او بشري علومو په ډګر کې د ډیکانسټرکشن یو نوی فکري مکتب رامنځته کړي. دغه راز مفتي منیر شاکر د دین او پښتني کلتور ترمنځ داسې یو معتدل، انعطافپذیر، او مترقي تعبیر وړاندې کړ چې د ملا ضد دی او د پښتنو له نشنلېزم سره همغږی دی.
درېدا وښوده چې هر فلسفي او معرفتي سیستم په خپل وجود تضادونه لري، خلک باید د نوي تعبیر لپاره خلاص فکر ولري او پر روایاتو شک وکړي. مفتي منیر شاکر د دیني فکر تضادونه روښانه کړل، د هغه په هر تقریر کې پر روایاتو مستدلل او خورا منطقي نقد موجود دی او د پښتنو دیني باورونو کې تضادات روښانوي.
ژاک درېدا او مفتي منیر شاکر دواړه د زاړو، حاکمو، او مطلق ګڼل شویو روایتونو ضد وو. یو فرق یې دا دی، چې درېدا د لویدیځ معرفتي روایتونه ونړول، خو بدیل یې نه وړاندې کولو، پداسې حال کې چې مفتي منیر شاکر نه یوازې زوړ روایت وننګاوه، بلکې د پښتنو په منځ کې یې تر ډېره یو انعطافپذیر، مترقي دیني روایت هم ترویج کړ.
سره له دې چې درېدا فلسفي و او مفتي منیر شاکر دیني مفکر و، دواړو د حاکمې فکري واکمنۍ (Epistemic Hegemony) پر ضد فکري مبارزه کوله دغه یې تر ټولو مهمه مشترکه نقطه ده.
مفتي منیر شاکر یو پراګماتیک مفکر و، چې نه یوازې یې زاړه روایتونه ماتول، بلکې نوي انعطافپذیره دیني روایتونه یې وړاندې کول.
د درېدا د کار ساحه پراخه وه، خو مفتي منیر شاکر دیني روایتونه تخریبول هغه هم په ځانګړې ډول د پښتنو روایتونه او باورونه.
ما یې ځکه مقایسه وکړه، چې دغه د نړلو او شک کولو برخه کې مشترکات سره لري.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.