په امریکا کې د ټیسلا موټرونو ته اور اچونه؛ ماسک دا تروریزم وبلله، ټرمپ یې د سختو اقداماتو غوښتنه وکړه

91

لاس ویګاس، امریکا – د ټیسلا د خدماتو مرکز په پارکینګ کې څو برېښنایي موټرونو ته اور واچول شو. دا پېښه د امریکا د نیوادا ایالت په لاس ویګاس ښار کې رامنځته شوې، او تر اوسه معلومه نه ده چې دا کار چا او ولې ترسره کړی.

دا د ټیسلا پر ضد د وندالیزم لومړنی پېښه نه ده، خو دا ځل یې د شرکت بنسټګر ایلان ماسک سخت غبرګون وښود. هغه په ټولنیزه شبکه X کې دا عمل “تروریزم” وباله.

د دې پېښې وروسته د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم غبرګون وښود او اعلان یې وکړ: “په امریکا کې به د ټیسلا د نمایندګیو پر ضد هر ډول تاوتریخوالی ترهګري وبلل شي.”

تر اوسه د پېښې په اړه د پولیسو رسمي راپور نه دی خپور شوی، خو د څېړنو دوام تأیید شوی دی. ځینې شنونکي باور لري چې دا ډول بریدونه ممکن د ټیسلا پر ضد د سازمان شوو اقداماتو برخه وي، ځکه چې دا شرکت د برېښنایي موټرو د صنعت مشري کوي او ډېر مخالفین لري.

امنیتي چارواکو ویلي، دوی هڅه کوي د نظارتي کامرو له لارې د پېښې عوامل وپیژني. د اور وژنې څانګې هم راپور ورکړی چې موټرونو ته دروند زیان اوښتی، خو د انساني مرګ‌ژوبلې په اړه کوم معلومات نه دي ورکړل شوي.

د ټیسلا شرکت تر دې دمه د رسمي څرګندونو له کولو ډډه کړې، خو ماسک دا پېښه د شرکت پر ضد د هدفمند کمپاین یوه برخه بللې ده.

ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې د ټیسلا د نمایندګیو پر ضد تاوتریخوالی به د ترهګرۍ په توګه وپیژندل شي. د هغه دا څرګندونې د ټیسلا د پلویانو له خوا تود هرکلی شوی، خو ځینې سیاسي مخالفین یې نیوکه کوي چې ولې ورته اقدامات د نورو شرکتونو لپاره نه ترسره کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.