کتاب پلورنکۍ نجلۍ

ژباړه: نصيراحمد څپاند

171

یوه نجلۍ کتابونه پلورل، چې معشوق یې ولید، چې د هغې په لور را روان دی، پداسې حال کې چې پلار یې نږدې ولاړ و.
هغې خپل معشوق ته وویل:
“ایا د دې لپاره راغلی یې چې د جرمني لیکوال #یورګ_دنیل کتاب ‘ایا پلار په کور کې دی’ واخلی؟”
هلک وویل:
“نه! زه د انګلیسي لیکوال #توماس_مونیز کتاب ‘چېرته باید درسره ووینم’ اخیستلو ته راغلی یم.”
نجلۍ په ځواب کې وویل:
“هغه کتاب نه لرم، خو کولی شم د امریکایي لیکوال #پاتریس_اولفر کتاب ‘د مڼو ونو لاندې’ درته وړاندیز کړم.”
هلک وویل:
“ښه ده! خو ایا کولی شې چې سبا د بلجیمي لیکوال #ژان_برنار کتاب ‘پنځه دقیقې وروسته زنګ وهم’ راوړې؟”
نجلۍ ځواب ورکړ:
“هو! په ډېر شوق، او همدارنګه درته سپارښتنه کوم چې د فرانسوي لیکوال #میشل_دنیل کتاب ‘زه به دې هیڅکله یوازې پرېنږدم’ هم ولولې.”
وروسته…
پلار وویل:
“دا ټول کتابونه ډېر دي، ایا هغه به یې ټول ولولي؟”
نجلۍ وویل:
“هو پلاره! هغه یو هوښیار او زحمت‌کښ ځوان دی.”
پلار وویل:
“ښه ده، زما ګرانې لورې، نو دا به هم غوره وي چې هغه د هالنډي لیکوال #فرانک_مرتینیز کتاب ‘زه بې‌عقله نه یم’ هم ولولي.
او ته هم باید د روسي لیکوال #موریس_استانکویچ کتاب ‘د تره زوی سره د واده لپاره چمتو شه’ ولولې!”
له فارسی څخه ژباړه: نصيراحمد څپاند

انګېزه په سازمان کې او د هغې لوړولو لارې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.