د نوی کال په مناسبت د مبارکی پيغام

حبيب الله غمخور

258

د نوی کال په مناسبت د مبارکی پيغام

نوی کال مو مبارک

سال نوتان مبارک

هرروز تان نوروز

نوروز تان پيروز

درنو هيوادوالو،آغلو اوښاغلو،نوی کال مو مبارک

پېړۍ واوښتې خو خلګ لا بيــــــــــده دي
ويښـول ئې ډيرکــــــــلونه زحمت غواړي
په ړندو سترګو داور پر خوا وردرومي
دا کم بخــــــــــــــته لانشه د جنت غواړي

بينوا

درنواوغيرتي هيوادوالونوی کال مو مبارک شه

هرروز تان نوروز            نوروز تان پيروز

د نوی کال په مناسبت د مبارکی پيغام

۲۰۲۴م کال د مارچ ۱۹مه

نوی کال اوزړې غميزي

پېړۍ واوښتې خو خلګ لا بيــــــــده دي

ويښـول ئې ډيرکــــــلونه زحمت غواړي

په ړندو سترګو داور پر خوا وردرومي

دا کم بخـــــــــــته لانشه د جنت غواړي

بينوا

درنو هيوادوالو،آغلواوښاغلو،نوی کال مو مبارک اونېکمرغه !

Gott Nytt År! Glad Noruz!

تاسو، ستاسو درنې کورنی او ټولوهيوادوالو او د نړۍ ټولوهغو ولسونوته چي دا ورځ د نوی کال د ورځي په نامه لمانځي دنوی ۱۴۰۴ لمريزکال د رارسېدو له امله  د زړه له کومي مبارکی او نېکي هيلې وړاندي کو م.

پدې هيله چي دا نوی کال ستاسو لپاره د خوښيو او برياونه ډک  او د افغان کړېدلي ولس د ملي او فرهنگی غميزو د پاي کال اوسي.

وطنداران گرامي و شرافتمند!

اجازه دهيد بمناسبت  فرارسيدن سال نواز صميم  قلب به  شما هموطنان گرامي و مردمانکه اين روز خجسته  را گرامي ميداند مبارک باد بگويم . آرزو منديم سال نو، سال پر سعادت و کامگاري براي ملت ستمديده و بلاکشيده ما باشد.

به اميد سعادت و کامگاري ملت ستمديده و بلاکشيده ما.

 هرروز تان نوروز //   نوروز تان پيروز

درنو هيوادوالو !

 شاعر وايي :

ولی په بل وطن کې اوسم

چې دلته ووينم دامن بېرغونه

بلې !

دا دی زموږ کړېدلی ولس له ټولوغميزو او ملی ناخوالوسرۀ  يوبل کال هم شاته پرېږدي اونوی کال ته هم کومه ځانگړې آميدواری نلري . دوي يوڅه غواړي هغه سوله ،ټولنيز عدالت ،سوکالي ،انساني کرامت ته درناوی او ټولنيزعدالت يعني نراوښځوته يوشان دافغان اوانسان په سترگه کتل اوددوي انساني حق ورکول .

له بدمرغه په تيرکال کي چي اوس یې شاته پرېږدو  زموږ دولس هيلي  اوانتظار يوځل بيا په ناهيليواوبدمرغيو بدل سو، زموږ خلکو هغه څه چې غوښتل ترلاسه  یې نکړه ،اوزموږ دکورترپوره نيمايي زياتوحق اوبرخليک دپاکستان روزل سوی تراوسه ټاکي اوټول ولس مو په روحي زندان  کي شپي او ورځې سباکوي .نړۍ پر مخ درومی اوموږ دشاته تگ قهرماني جايزگه ترلاسه کوو ،ځکه په نړۍ کي يوازنۍ هيواد يو دچې  دلور ،خور ،مور ،کوروداني ،ورېرې او ورينداري پرواړاندي ټو ل بشري حقوق ترپښتو لاندي کېږي .زموږ ولس به ويل ،سرتر وطن او وطن ترناموس جار ،خو اوس مو دناموس برخليک ټاکونکي او واکدار دپاکستان روزل سوی دی .

په بهرکي دروزل شوواوپر افغان ولس ددولتی حاکميت په نوم  دجوبايډن لخواتپل سوو حاکمانو دخپل سريواوافغان ولس سره د ملي جفا،دهيواد نېم وگړی دکار ،تعليم اوتحصيل نه  محروم ساتلي،دا هغه ملی غميزه ده چې تاريخ  یې دوحشت په پېړيوکې لاهم بېلگه نلری . داخوپرېږده چې اوس په ۲۱ سليزه کي زموږ ولس په ځانگړې خوندي ،ميندي اولوڼۍ ورسره لاس اوگراېوان دي .

هيله موداده چې نړيوال بشري سازمانونه عملا نه په تبليغاتو اوشعارونود افغان ولس  سره دنړيوالو اصولو له مخې دخپل روښانه اودموکراتيک برخليک په ټاکلوکې مرسته وکړي اودخپلو سيمه ايزو گټو په خاطر افغان ولس پدې وحشيانه  بڼه قرباني نکړي .

د بلې خوا دا د افغانانو اوهغو چې وايي موږ دسياسي گوندونو اوټولنيزو، فرهنگي سازمانو استازي يو ملی او انساني مسوليت دی چې ددې وحشيانه حالت نه دافغان ولس دخلاصون او نجات  لپاره لاس پکارسی . اخير که افغان یې نود دي نيم ولس چي ناموس دي د حق دفاع لپاره راپورته سه .

پدې هيله چي دا کړېدلې ولس  يوه ورځ د ارام ،بسيا  اوښېرازه  ابرومندانه ژوند خاوندسي .

پدې هيله چې په راتلونکي نوی کال کي زموږ دجگړه ځپلي اوملي ناورين کي ساتل سوي  ولس دانا اميدونه او ناهيلۍ په روښانه آميدونو بدل او ددې زورېدلی او بې سرپرسته ولس  له  غولی داتورپېڅول دابد لپاره  ټول شي .

په سويډن کي د دوستۍ فرهنگی ټولنې مشرحبيب الله غمخور

د ښځو د نړيوال پيوستون  ورځي تاريخ ته ځغلنده کتنه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.