ـــ ولې ډېر خلګ طلاق اخلي؟
ډېر زیات دلایل شته چې په شریک ژوند کې د طلاق اخستني یا ورکولو سبب کیږي. د مثال په ډول: اقتصادي مشکلات٫ په کړه وړو کښي ستونزه، اعتماد، خیانت او داسي نور دلایل دي چي د طلاق سبب کيږي.
• ایا کله مو فکر کړی دئ چې د دې ټولو ستونزو یوازینۍ ریښه ناسم انتخاب وي؟
• ایا کولای سو، چې د طلاق مخنیوی وکړو؟
بلې، هو. په زیاتو مواردو کښي که تر واده وړاندې د ځان څخه دا ۷ پوښتنې وکړې؛ نو کولای سې چي د یو ناسم واده مخنیوي وکړې.
۲ــ ایا واقعاً دا کس چې وادۀ ورسره کوې، غواړئ یې، کۀ یوازی مو اړتیا ده ؟
ایا واقعاً مقابل کس په دې دلیل غواړئ چي هغه مو ضرورت دی او که په دې دلیل چي د مقابل کس په شتون کي به په ژوند کښي د خوښۍ احساس وکړئ او واقعاً هم د مقابل کس سره مینه لرئ.
۲: ایا د کورنۍ ملګرو او یا د ټولنې فشار دی چي باید واده وکړې؟
ایا ستا د واده دلیل دا دی چي د مقابل کس سره مینه لرې او که یا ستا کورنۍ او د خپلوانو فشار دی چي هغوی ودونه کړي دي نو باید ته هم واده وکړې- که چيري د ټولنې یا کورنۍ د فشار له کبله واده کوې نو ښايي راتلونکی مو ډیر خوښ ونه اوسي. او ددې ډیر امکان شته چې په یوې ناسمې اړیکې کې ښکیل شئ.
۳: ایا واقعاّ مقابل کس غواړئ او یا دا هغه بهترین څوک دی چي باید ژوند ورسره شریک تیرې کړې؟
ایا ستا د واده دلیل دا دی چې فکر کوې مقابل کس بهترین څوک دی چې باید د ځان سره یې ولرې؟ هغه کسان چي دغسي فکر کوي نو واقعاً یوه لویه تېروتنه کوي.
۴: ایا تر اوسه هم بل نفر سره مینه لرې؟
که تر اوسه هم د بل چا سره مینه لرې او د ځینو مشکلاتو له وجي نسې کولای نو په داسي حال کښي هم د بل کس سره واده اشتباه ده تر دې چي مخکینی کس له ذهن ونه باسې.
۵: ایا واقعاً مقابل کس فوق العاده دی او که یا دا د بل چا نظر دی؟
ایا مقابل کس واقعاً هم ستا د خوښۍ وړ دی ستا د خوښۍ سبب کیدای سي؟ او یا که په دې خاطر چي ټول وایي چي دا کس فوق العاده دی نو تاسو هم ورسره د واده نیت کړئ؟
۶: ایا کولای سئ چي د ژوند تر پایه ورسره اوسئ ؟
ایا واقعاً به ورسره یاست که مو جواب مثبت يي نو ادامه ورکړئ.
۷: ایا ارښتونه او باورونه مو سره نژدې دي؟
ډاډمنه کړئ چې ایا یوازې ددې لپاره خو د واده پریکړه نه کوئ چې یو څوک مو په یو نظر خوښ شوی دی. د هغه/ هغې فزیکې بڼه، څیره او ښکلا مو خوښه ده. که څه هم دا مهم څه دي خو دا هم باوري کړئ چې ته او مقابل لوری څومره شریک ارزښتونه لرئ. نظریات مو د ټولنې او ژوند په اړه سره نژدې دي. په کلتوري حساب سره نژدې یئ کنه. که تاسو داسې چاسره د ژوند شریکولو پریکړه وکړئ چې هیڅ شریک ارزښتونه ونه لرئ او یوازې مو د یو بل څیرې خوښې وي، ښايي یو وخت داسې راشي چې په باورونو او ارزښتونو اختلاف ستاسو ریشته زیانمنه کړي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.