طالبانوا مریکايي بندي جورج گلیزمن له خپل زندان څخه آزاد کړ

84
د طالبانو حکومت ومنله چې امریکايي بندي جورج گلیزمن یې له امریکایي پلاوي سره د خبرو په لړ کې، د بشردوستانه اقدام په توګه له خپل زندان څخه آزاد کړی دی.
ګلیزمن له هغې وروسته خوشې شو چې د زلمي خلیلزاد په ملتیا یو امریکایي پلاوي کابل ته سفر وکړ. په دې پلاوي کې د بندیانو په برخه کې د ولسمشر ټرمپ استازی هم و چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره یې وکتل.
خلیلزد د امریکايي ګلیزمن خوشې کېدل د طالبانو له لوري ولسمشر ټرمپ او امریکایانو ته د ښه نیت ښودل بدللي دي.
له بلې خوا، محمود شاه حبیبي چې په خټه افغان دی او د امریکا تابعیت هم لري، کورنۍ یې وایي چې کابل کې د ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته طالبانو نیولی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو که څه هم له امریکايي پلاوي سره په بندیانو غږېدلی، خو د محمود شاه حبیبي یادونه په هېڅ یوه خپره شوې اعلامیه کې نه ده شوې.
محمود شاه حبیبي د جمهوري نظام د ملکي هوایي چلند د ادارې رئیس و چې د طالبانو له بیا تسلط وروسته یې د خپل شخصي شرکت د کارونو لپاره افغانستان ته سفر کړی و.
د حبیبي کورنۍ رسنیو په خبرو کې ویلي طالبانو حبیبي القاعده ډلې ته سپارلی دی.
د طالبانو له لوري د حبیبي له نیول کېدو کلونه تېرېږي، خو د نوموړي د ځای، روغتیا او څرنګوالي په اړه حتی د هغه له کورنۍ سره هېڅ ډول معلومات نه دي شریک شوي.
د چارو ځينې پوهان پر طالبانو نیوکه کوي چې له امریکايانو او بهرنیو اتباعو سره نرم چلند کوي، خو افغانانو سره یې چلند له تاوتریخوالي ډک دی.
طالبانو تر دې وړاندې هم امریکايي بندیان خوشې کړي او په ډېرو مواردو کې یې آن افغان جنګي اسیران، خبریالان او فعالان وژلي دي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.