محرومې سیمې (موږ او نړۍ)

ژباړه او زیاتونه: بریال حبیبي

426
یو داسې کس په پام کې ونیسئ، چې یوه لرې پرته سیمه کې په حداقل امکاناتو سره ژوند کوي؛ دی د ژوند له لومړیو امکاناتو؛ لکه: پاکو اوبو، زده کړو، سرک، برېښنا او… محروم دی او یا هغوی ته ډېر کم لاسرسی لري؛ خو له دې ټولو سره سره ولې یاد کس په دغو شرایطو کې بیا هم د نارضایتۍ احساس نه کوي؟
د داسې خلکو د نسبي رضایتمندۍ لاملونه ممکن لاندني دوه او یا له دوی نه یو وي:
۱ـ له خپل چاپېریال سره توافق؛ او
۲ـ د باندنۍ نړۍ اړوند د معلوماتو کمښت او یا نشتون.
د اقتصاد د نوبل جایزې ګټونکی ـ آمارتیاسن پخپل اثر ـ د ژوند کیفیت کې لیکي چې:
داسې افراد ښایي په ذهني لحاظ خوشحاله ښکاره شي، خو له عیني درکه د رفاه په هغې ټیټې کچې کې دي.
د عدالت په اړه د نظریې کتاب لیکوال ـ جان رالز پر دې باور دی، چې د یوې ټولنې غړي باید د فرصتونو د مساوات او د بنسټیزو آزادیو درلودونکي وي.
کله چې وسایل او امکانات د یوې ټولنې د خاصو خلکو په واک کې او د هماغې ټولنې نور خلک یې له ګټې اخیستلو نه بې برخې وي، دغه وخت د جان رالز د بساینې د فرصتونو د مساوات نظریه نقضېږي؛ خو که چېرته له رفاهي لومړنیو فرصتونو نه د استفادې د شرایطو کچه د ټولو لپاره په مساوي ډول شته وي، هغه مهال نو دغه تمه کېدلای شي چې د ټولنې د ټولو افرادو د ژوند سطحه او د رفاه کچه ارتقاء مومي.
په تېرو زمانو کې پاچاهانو او حاکمانو تر ډېره د رفاه لومړني امکانات د ځان او خپلو خپلوانو په انحصار کې ساتل؛ د اقتصاد د نوبل جایزې ګټونکی ـ عجم اوغلو پخپل اثر ـ د ملتونو نابرابري کې لیکي چې:
د برېتانیا په فیوډالي نظام کې رعیت له هر ډول آزادي او د کړنو له اختیار نه بې برخې وو او اربابانو یې هم هیڅکله د رفاه د فرصتونو لپاره د کوم مناسب بستر د ایجاد هڅه ونه کړه؛ ځکه دوی د فیوډالي نظام دوام او بقاء د یو کمزوري او ناتوان رعیت په ساتلو کې لټوله او په پایله کې یې د قدرت او ثروت تمرکز د طبقاتي او درآمدي بېلتانه د رامېنځته کېدلو سبب هم وګرځېده.
په ۱۶۸۸ زېږدیز کال کې د صنعتي انقلاب د نخښو په رادبره کېدلو او د زراعتي نظام پر ځای د کارخانه یي نظام په دودېدلو سره یاد طبقاتي بېلتون نور هم ډېر شو؛ ځکه په کارخانه یي نظام او د ټکنالوژي ورځ تر بلې ودې سره په خورا حیرانونکي ډول د پانګوالو د تولید کچې، پلور او ګټې زیاتوالی وموند او کارګران لکه څرنګه چې وړاندې ول، هماغسې له رفاه نه بې برخې پاتې شول… .
د یادو شرایطو دوام د کارګرانو اعتصابونه له ځان سره لرل، په لومړیو کې پولیسو اعتصابونه وځپل او معترضین زندانیان شول؛ خو د اعتصابونو په پراخېدلو سره نه یوازې پانګوالو دا ومنله چې د کارګرانو حقوق به ور زیاتوي، بلکې د داسې کاري برابرو فرصتونو ایجاد ته یې هم مټې را بډ وهلې، چې کارګران هم وکولای شي لوړو کاري پوړیو ته ورسېږي.
د کارګري ټولنو په ایجاد سره کارکوونکو وکولای شول، تر یو بریده شرایطو ته د ځان په ګټه بدلون ورکړي؛ دغه وختونو کې بشري قوې ته څه ناڅه زده کړه ایزو او روغتیایي خدماتو ته د لاسرسي زمینه برابره او له دې سره د ځینو ناروغیو؛ لکه: سل، وبا او… د خپرېدا مخه هم ونیوله شوه.
همدا رنګه په ۱۹۱۰ زېږدیز کې تر ۱۸ کلونو ډېر عمر لرونکو یې ۱۰ سلنو یوازې ښوونځی لوستی وو، چې په ۱۹۴۰ زېږدیز کې یې دغې سلنې ۵۰  ته لوړوالی وکړ؛ د برابرو فرصتونو په ایجاد سره د ژوند په کیفیت او بساینې کې د پام وړ وده راغله؛ په برېتانیا، فرانسه، آلمان، امریکا او نورو صنعتي هېوادونو کې د پورتنیو فعالیتونو دوام ددې سبب وګرځېد، چې ۱۹۸۰مې لسیزې ته د طلایي هغې نوم ورکول شي.
برانکو میلانوویچ پخپل اوڅار اثر ـ پانګوالي او نور هیڅ اثر کې لیکي چې:
د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدلو وروسته تر ۱۹۸۰ زېږدیز کال پورې په دوامداره ډول په نړۍ کې د درآمد او اقتصادي رشد د زیاتېدنې او همدارنګه د طبقاتي بېلتانه د کموالي شاهدان یو؛ دی د دولتونو رول ددغه بدلون آر لامل یادوي او زیاتوي چې:
د دولتونو سیاست د ټولو لپاره د برابرو فرصتونو د ایجاد پر لوري بدلون وموند؛ د ټولنې له مرفه طبقې نه د مالیاتو اخیستنې او همدارنګه د عامه روغتیایي او په ځانکړي ډول د ټولنې د ټولو قشرونو لپاره په مناسب کیفیت د زده کړه ایزو خدماتو وړاندې کولو، شرایط داسې چمتو کړل چې په ټول هېواد کې د ټولو خلکو لپاره د یو ډول او عادلانه امکاناتو په وېش سره له هغوی نه د ګټې اخیستنې فرصت برابر شو، تر څو هر فرد وکولای شي پخپله هڅه او کوښښ او د خپل استعداد په را څرګندولو سره له پکښې راګیرو سختو حالاتو نه ځان خلاص او آن د پرمختګ په کولو سره لوړې درآمدي او اجتماعي پوړۍ ته ورسېږي.
افغانستان کې هڅه و استعداد، روابط و ضوابط او زورواکي و ولسواکي او نور و نور څرنګه دي؟ اوږد بحث دی، خو لږ و ډېر پرې (ملامت او سلامت څوک دي؟ لیکنه کې چې دعوت کې خپره شوې، خبرې شوې.) دلته یوازې پر دې تمېږو، چې زموږ په هېواد کې د ژوند لومړني او بنسټیز خدمات، چېرته او څومره خلکو ته رسېدلي؟
دا ټول په ګډه د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې د ۲۰۲۴ زېږدیز کال د وروستیو دوو میاشتو راپور کې لولو:
موږ په دغه راپور کې دوولسو مواردو (د څښاک پاکې اوبه، د کورني استعمال لپاره پاکې اوبه، روغتیایي خدمات، تعلیمي خدمات، مارکېټ/ بازار ته لاسرسی، سرپناه، ترانسپورت، د تودوښې لپاره سرچینې، برېښنا، ملکي خدمتونه، موبایل او بېړني خدمتونه) ته د ټولنو مانا لرونکی لاسرسی (وړیا/ ارزانه، باکیفیته، تر نیمایي ډېرو ته د لاسرسي وړ او فعال) څېړلی، چې په پایله کې یې:
۱ـ ۹۲ سلنه کلي بېړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
۲ـ د کلیو له څلورو نه دری برخې یا ۷۶ سلنه یې برېښنا نه لري.
۳ـ له دوی نه یې ۶۳ سلنه یا له دریو نه دوې برخې سرپناه/ د سرپناه لپاره ملاتړ نه لري.
پر دې سربېره د:
۴ـ د ۴۹ سلنه خلکو بازار/ مارکېټ ته لاسرسی نه شته.
۵ـ ۴۵ سلنه یې د څښاک پاکو اوبو  ته محدود لاسرسی لري؛
۶ـ ۴۶ سلنه خلک یې د روغتیایي خدماتو په ترلاسه کولو کې ستونزه لري.
۷ـ ۴۳ سلنه یې ملکي خدمتونو او ۳۱ یې تعلیمي خدماتو لاسرسی نه لري او… .
د فراه  ۹۸ سلنه، د ارزګان ۹۷ سلنه، د غور ۹۴ سلنه، د کندهار ۹۳ سلنه او د پکتیکا ۹۲ سلنه کلیو کې برېښنا نشته؛ د غور ۸۹ سلنه، هرات کې ۷۹ سلنه، سرپل کې ۷۶ سلنه او پروان کې ۷۵ سلنه خلک بازار/ مارکېټ ته لاسری نه لري.
د نیمروز ۹۱ سلنه، د غور ۸۴ سلنه، د سرپل ۷۷ سلنه، د جوزجان او هلمند ۷۱ سلنه او په بادغیس کې ۷۰ سلنه کلي د کورني مصرف لپاره د پاکو اوبو په برخه کې ستونزه لري؛ خو له دې سره سره په غور کې ۸۸ سلنه، په هلمند کې ۷۲ سلنه، په پروان کې ۷۱ سلنه، په سرپل کې ۷۰ سلنه، په کندهار کې ۶۸ سلنه او جوزجان ولایتونو کې هم د ۶۸ سلنه کليو لپاره روغتیایي خدماتو ته لاسرسی محدود بلل شوی دی… .
خو هاغه ولایتونه چې تر نورو ډېر پورتنیو خدماتو ته لاسرسی لري، لوګر، کاپیسا او بامیان ولایتونه دي.
هېره دې نه وي، چې پورتنی راپور د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې له لوري د Afghanistan Climate Vulnerability Assessment تر سرلیک لاندې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو کې خپور شوی، چې د هېواد ۳۴ ولایتونه ـ ۴۰۱ ولسوالۍ ـ ۶۲۹۱۷ کلي او څه باندې ۴۸ میلیونه نفوس یې په بر کې نیولی دی.
https://dawatmedia24.com/?p=173533

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.