ډاکټر خوشال روهي د دعوت سره په مرکه کې

مرکه کوونکی: محمدطارق بزګر

276

ډاکټر خوشال روهي د دعوت سره په مرکه کې:  

د افغانستان راتلونکی د اندېښنې وړ ګڼم

زما په اند که طالبان په امنيتي برخه کې نسبتاً بريالي دي،

خو په نورو برخو کې پاتې راغلي دي

 

 د دعوت په څېر ملي رسنيو ته ډېره جدي اړتيا ده او زما  هيله دا ده، چې تاسې په لوړ همت،

کلک هوډ او پراخې حوصلې دغه ملي رسالت ته همداسې دوام ورکړئ

 

       

یادونه: دا مرکه د دعوت مجلې په۲۵۴ ګڼه کې خپره شوې چې اوس د دعوت مېډیا ۲۴ لوستونکو او  مینه والو ته وړاندې کیږي.

دعوت ميډیا: د افغانستان د روان وضعيت په  اړه مو نظر څه دی؟

ډاکټر خوشال روهي: پدې کې شک نشته چې تر څو لسيزو پرله پسې جګړو وروسته په افغانستان کې درنې جګړې درېدلې دي، مرکزي حکومت د هېواد پر ټوله جغرافيه واکمن شوی، د قدرت جزېرې له منځه تللې او د آبادۍ ځينې کارونه هم روان دي، خو له بده مرغه د يو شمېر نورو ناخوالو تر څنګ د واکمنانو د ناسمو پالیسيو له کبله همدا نسبې لاسته راوړنې هم له بالقوه او بالفعل ګواښونو سره مخامخ دي.

طالبان په دوو برخو کې طلايي فرصتونه لري، له يوې خوا د سيمې او نړۍ مهم لوبغاړي ظاهراً په افغانستان  کې له جګړې سره لېوالتيا نه لري او تر اوسه يې د جګړه غوښتونکو عناصرو او حتیا د طالبانو د سياسي مخالفينو براعلیا ملاتړ نه دی کړی او تر کومه چې ماته معلومه ده، پر ډېرو ستونزو او نيمګړتياوو سربېره بیا هم له طالبانو سره د تعامل لېوالتيا لري. د غربي نړۍ ځينې ډېپلوماتان چې ما ليدلي، وايي چې پر دريو ټکو باندې يې پخپلو کې موافقه کړې ده، چې یو به د طالبانو د وسله والو مخالفينو ملاتړ نه کوي، بل به طالبان په بشپړه توګه نه منزوي کوي، خو په عين حال کې به يې په رسميت هم نه پېژني، مګر دا چې بشري حقونه او په ځانګړې توګه د ښځو بنيادي حقونه رعايت کړي، په حکومت کې له طالبانو پرته نورو ته هم د ګډون حق ورکړي او د ترهګرۍ پر وړاندې خپلې ژمنې پوره کړي. د سيمې هېوادونه که څه هم د افغانستان  له خاورې څخه د افراطيت او ترهګرۍ په اړه جدي اندېښنې لري، خو هڅه  کوي چې د اقتصادي اړيکو له لارې طالبان همکارۍ ته وهڅوي.

له بلې خوا په کور د ننه هېوادوال له اوږدو جګړو او د زورواکو، مافيا او قومي ټېکه دارانو له زورواکۍ څخه ستړي شوي او له همدې کبله يې پر جدي ستونزو سربېره بيا هم د پاڅون او بغاوت تابیا نده کړې.

له بده مرغه له دومره طلايي فرصتونو سره طالبانو بيا هم له تېر څخه زده کړه نده کړې او د انحصار، استبداد او افراطیت ناکامو نسخو ته يې ملا تړلې ده او يو ځل بيا يې هېواد له نويو ګواښونو او ننګونو سره مخ کړی دی. موږ ګورو چې له ولس او نړيوالې ټولنې سره واټن ورځ په ورځ زياتېږي او هره شېبه امکان شته چې د سيمې او نړۍ په کچه سناريوګانې بدلې شي او موجوده فرصتونه له منځه لاړ شي. ولس د طالبانو له استبدادي او انحصاري پاليسيو څخه ستړی شوی دی، ښايي يو څه موده نور هم پر نسبي امنيت اکتفا وکړي او موجوده وضعيت وزغمي، اما ولس ويښ شوی او له مدني آزاديو او پرمختګونو سره آشنا شوی او د امارت د تېرې دورې په څېر يې توقعات يوازې پر امنيت محدود نه دي.

 

دعوت ميډیا: د اوس لپاره ستاسو په نظر افغانستان له څه ډول خطر سره مخ دی؟

ډاکټر خوشال روهي: موږ ګورو چې يو شمېر پخوانۍ ډلې او زورواکي هڅه کوي چې نړيوالو ته قناعت ورکړي او د جنګ پروژې واخلي، که څه هم نړيوالو تر اوسه پدې اړه کومه جدي لېوالتيا نده ښودلې، خو که طالبان د افراطيت او جهادي مدرسو اجنډا ته همداسې دوام ورکړي، ښايي د جنګ پروژې يو ځل بيا خپل ملاتړي پيدا کړي. کله چې په هېواد کې فقر او بېکاري د بحران په کچه موجوده وي، خلک له نظام سره د پرديتوب احساس وکړي او يا هم د محروميت، محکوميت او مظلوميت احساس ولري، په ډېرې آسانۍ او ارزانۍ سره کېدای شي جنګيالي ترې استخدام شي. پدې توګه له فقر، لوږې، تندلارۍ او انزوا سره موږ نه شو کولای د جګړې بالقوه  ظرفيتونه له پامه وغورځوو او ما ته تر ټولو مهم خطر همدا ښکاري.

دعوت ميډیا: د طالبانو له واکمنۍ درې کاله تېر شوي، تاسو يې دا درې کاله واکمني څه ډول ارزوئ؟

ډاکټر خوشال روهي: که څه هم له نېکه مرغه درنه جګړه درېدلې او د قدرت جزيرې له منځه تللې، خو له بده مرغه افغانستان بيا هم له بحران څخه ندی راوتلی او لا هم د پرديو مرستو ته احتياج دی. طالبان په دې نه دي بريالي شوي چې ملي او نړيوال مشروعيت ترلاسه کړي او د قانون واکمني حاکمه کړي، لا هم نړۍ ته د دښمن په سترګه او ولس ته د يرغمل په سترګه کتل کېږي، مدني آزادۍ او بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي، شخصي حريم خوندي نه دی، رسنۍ او د بيان آزادي تر سخت سانسور لاندې ده او په ځانګړې توګه ښځې له  خپلو ډېرو بنيادي حقونو څخه محرومې شوې او په سيستماتيک ډول د ژوند له سياسي، ټولنيز او اقتصادي ډګر څخه حذف کېږي. د افغانستان کدري ظرفيت سخت زيان ليدلی، په لکونو کدرونه مو له هېواده وتلي او يا هم په وتلو دي او په ميليونونو هېوادوال مو د مهاجرت سخت کړاوونه ګالي. پدې توګه مو هېوادوال د ژوند په هېڅ ډګر کې د مصئونيت احساس نه کوي او د راتلونکي په اړه هم ناهيلي دي. نو زما په اند که طالبان په امنيتي برخه کې نسبتاً بريالي دي، په نورو برخو کې پاتې راغلي دي.

دعوت ميډیا: طالبان ولې د ملي او نړيوالو عامه افکارو پر خلاف د دريځونو په نيولو سره د ځان لپاره جنجال او سرخوږی جوړوي؟

ډاکټر خوشال روهي: زما په اند دوه مهم عوامل دي، يو دا چې طالبان لا هم د جنګ او جهاد د دورې له ذهنيت څخه ندي راوتلي او د يوه حکومت په توګه يې د ولس او نړيوالو پر وړاندې نه يوازې خپل مسئوليتونه په دقيق ډول نه دي درک کړي، بلکې هغوی ته د شک او حتی دښمنۍ په سترګه ګوري. دوی فکر کوي چې نړۍ او ناټو يې ماته کړې او واک يې د برچې په زور نيولی او د خپلې واکمنۍ د دوام لپاره هم يوازې د برچې په زور تکيه کوي، حال دا چې تر دوی پخوا هم حکومتونه په زور نيول شوي وو او په زور چلېدل، خو يو هم تر منزله ونه رسېد. په پيل کې معمولاً ولس حوصله کړې او د اصلاح په تمه يې انتظار کړی، خو کله چې ولس ناهيلی شوی او له نظام څخه يې مخ اړولی، نو بيا ډېر زورور حکومتونه هم ندي ټينګ شوي.

دويمه خبره دا ده، چې که څه هم د طالبانو مشران ټول په يوه نظر نه دي، خو هغه مشران يې چې د پرېکړې اصلي واک لري، فکر کوي چې د شرعي نظام اقتضأ همدا ده چې دوی يې کوي او د برياليتوب راز پدې کې ويني چې په اصطلاح کفار خوابدي کړي. د ولس په اړه خو دوی فکر کوي، چې ګمراه شوی او بايد لارې ته راشي او پدې دې شکر وباسي چې عفوه ورته شوې ده. که څه هم د طالبانو په يو شمېر مشرانو کې د موجوده پاليسيو په اړه د نارضايتۍ او ناخوښۍ نښې ليدل کېږي، خو تر اوسه د مشر د پرېکړو پر وړاندې نه دي درېدلي او د موجوده پاليسيو پر بدلولو نه دي بريالي شوي.

دعوت ميډیا: کولی شئ د ملي محور ګوند په  اړه چې مشري يې ستاسو ده د دعوت رسنۍ لوستونکو ته معلومات ورکړئ؟

ډاکټر خوشال روهي: ملي محور خپل مزل شاوخوا ۱۵ کاله وړاندې د ويښ افغان په نامه د يوه ټولنيز اصلاحي تحريک په توګه پيل کړی او هغه  مهال يې ډېر تمرکز د ټولنې پر ويښتيا، روڼتيا او اصلاح و او د جهل، تشدد، فساد او نفاق پر وړاندې يې مبارزه کوله، وروسته د ځوانانو دوه نور خوځښتونه ( ويښ ځوانان او د نن ځوانانو مدني ټولنه) هم ورسره يو ځای شول او د افغان ملي غورځنګ په نامه يې يو سياسي غورځنګ رامنځته کړ، چې د سولې، ټولنيز عدالت، خپلواکۍ او ولسواکۍ لپاره يې مبارزه کوله او پدې لړ کې يې يو شمېر مهم لاريونونه او کمپاينونه ترسره کړل. په افغانستان کې د يوه ملي سراسري سياسي ګوند اړتيا ته په کتو سره افغان ملي غورځنګ پرېکړه وکړه، چې خپل فعاليتونه د يوه سياسي ګوند په تشکيل کې منظم کړي او په همدې موخه يې په ۲۰۱۶ کال کې خپله لومړۍ کنګره جوړه او د يوه سياسي ګوند جوړول اعلان کړل او د افغان ملي غورځنګ نوم په ملي محور واوښت.

ښايي د ملي محور اهداف د ځينو نورو ګوندونو په اساسنامو کې هم راغلي وي، خو د ملي محور ځينې ځانګړتياوې دا دي:

–        پر داسې مهال چې په افغانستان کې اکثر سياسي ګوندونه د قدرت يا ثروت په محور جوړېدل، موږ تصميم ونيوه چې خپل غړي به د فکر، اصولو او ارزښتونو په محور راټولوو.

–        پداسې حال کې چې اکثر ګوندونو پر لنډمهاله روزمره ګي، عکس العملي او امتيازې مبارزو تمرکز درلود، زموږ هڅه دا وه چې پر اوږدمهاله، بنيادي او ستراتيژيکه مبارزه سرمايه ګذاري وکړو.

–        کله چې زياتره ګوندونه د يوه کليدي شخصيت د قدرت يا کارېزما په محور چورلېدل، ملي محور هڅه کوله چې د جمعي رهبرۍ تر چتر لاندې يو داسې ګوندي سېستم رامنځته کړي چې موجوديت يې د يوه شخص پر ځای له اصولو، ارزښتونو او پياوړي کدري ظرفيت سره تړلی وي. همدا دليل و چې د ملي محور په مشرتابه کې هېڅ مشهور چارواکی، زورواکی او زرواکی موجود نه و، البته وروسته د محور يو شمېر غړي ځينو مهمو چوکيو ته ورسېدل.

–        پداسې حال کې چې په هېواد کې د قومي، سمتي او مذهبي اجنډاګانو او شعارونو بازار تود و، د ملي محور هڅه دا وه چې ولس د ملي روحيې، ملي فکر او ملي ارزښتونو پر بنسټ راټول کړي او له نېکه مرغه موږ پدې بريالي شو، چې د ملي محور غړي په ملي مفکوره سمبال کړو او د نفاق او توپير هر ډول طرز فکر له منځه يوسو.

–        هغه وخت چې اکثر ګوندونو هڅه کوله چې په واک کې شريک شي او د اهدافو عملي کېدل يې هم يوازې د واک له درلودو سره تړلي و، خو ملي محور پدې پوهېده چې اصلي واک پردی دی او په واک کې يې د شريکېدو پر ځای هڅه کوله چې د ولس غږ او د څار او فشار ځواک شي او له بحران څخه د وتلو پر بنیادي حل لارو کار وکړي.

څرنګه چې له بده مرغه په افغانستان کې د ارماني او ارزښتي مبارزې فرهنګ له منځه تللی، موږ پوهېدو چې معنوي مبارزه چندان جذابيت نه لري او خلک د اوږدمهاله ستراتيژيکې مبارزې حوصله نه لري او پر ځای يې له لنډمهاله او نغدو ګټو سره علاقه ډېره ده، خو موږ پدې هم ډاډه و چې که څوک په شعوري ډول او له کلک تعهد سره راځي، بيا به تر پايه پورې راسره درېږي. همدا دليل و، چې کله جمهوريت نسکور شو، اکثريت سياسي ګوندونه غيب شول، خو ملي محور نه يوازې تر اوسه پورې ژوندی دی، بلکې خپلو فعاليتونو ته يې دوام ورکړ او جذب يې تر پخوا لا ډېر شو.

 

دعوت ميډیا: د هېواد په کومه برخه او د ولس کوم قشر مو مل او د ملي محور ګوند غړيتوب لري؟  

ډاکټر خوشال روهي: ملي محور د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې څانګې لري او د ولس د هر قشر استازي پکې شته، خو زياتره يې ځوانان او علمي او تخصصي کدرونه  دي. د يادونې وړ ده، چې په ملي محور کې د ښځو ونډه هم ډېره  پراخه ده او ځانګړې څانګې لري. له هېواد څخه بهر هم ملي محور په ګڼ شمېر هېوادونو کې غړي لري او په برتانيه، جرمني، امريکا او کاناډا کې منظمې څانګې لري. څرنګه چې په هېواد کې د ننه د اختناق او استبداد فضا حاکمه ده، موږ نه غواړو چې غړي مو له ستونزو او ګواښونو سره مخامخ کړو، بلکې هڅه کوو چې د غږ پورته کولو مسئوليت تر ډېره بريده د محور بهر مېشته غړي پر غاړه واخلي.

دعوت ميډیا: ستاسو د ګوند اساسي غوښتنې څه دي؟

ډاکټر خوشال روهي: ملي محور بشري، اسلامي او افغاني ارزښتونو ته ژمن دی او د همدغو ارزښتونو په پام کې نيولو سره د ملي ارادې تمثيل لپاره ولسواکي تر ټولو غوره لار ګني.

زموږ هيله دا ده چې افغانان د دې واک ولري، چې خپل سياسي برخليک پخپله وټاکي، په سوله کې باعزنه ژوند وکړي، چا ته يې لاس اوږد نه وي، له  خپل هېواد څخه په تېښته نه وي او هر فرد يې د جنس، قوم، ژبې، قشر، سمت او مذهب له توپير پرته په افغانستان کې د بشپړ مالکيت احساس وکړي، له ټولو بنيادي انساني حقونو څخه برخمن وي او پخپلو کې د زغم، ورورۍ او ملي يووالي په روحيه ژوند وکړي.

البته موږ دا توقع نه لرو چې د طالبانو په وجود کې به دا اغوښتنې ترسره شي، ځکه چې طالبانو شل کاله د جګړې په سنګرونو کې تېر کړي، له اسلام څخه نسبتاً افراطي او متشدد تعبير لري، ولسواکي او مدني آزادۍ د کفارو خبرې بولې او عصري علوم هم د ګمراهۍ عوامل ګڼي. څرنګه چې د طالبانو پر وړاندې تر اوسه کوم پياوړی ملي بديل نشته، زموږ هڅه به دا وي چې طالبان د مدني مقاومت او سوله ييزې مبارزې له لارې دومره اصلاحاتو ته وهڅوو، چې افغانستان له اوسني بشري بحران څخه راووځي او افغانان لږ تر لږه پخپل هېواد کې د تنفس فضا پيدا کړي، خو د ايډيال افغانستان لپاره او د دې لپاره چې زموږ هيلې او ارمانونه پوره شي، موږ بايد خپل ملي مسئوليتونه ترسره کړو. زموږ په اند د دې اړتيا ده، چې په لاندې څلورو موازي استقامتونو کې جدي کار وکړو:

لومړی، په اوږده مهال کې افغانستان يو څو پياوړو ملي ګوندونو ته اړتيا لري او په دې استقامت کې بايد منظم، دوامداره او سېستماتيک کار وشي. هغه افغانان چې د جنګ په ځای پر سياسي مبارزې باور لري، بايد د فکري اشتراکاتو پر بنسټ پر يو څو سياسي محورونو راټول شي.

دويم، د لنډ مهال او عاجلې حل لارې په توګه د يوه ملي بديل د جوړولو په موخه ملي، دموکرات او سوله خوښي حرکتونه بايد د واضحو اهدافو، اصولو او ميکانيزم پر بنسټ همغږي او يو لوی اتحاد رامنځته کړي.

درېيم، په افغانستان کې ملي تفاهم ، يووالي، سياسي ثبات او تلپاتې سولې په موخه د ملي ډيالوګ او پخلاينې د بهير اړتيا ده. تاسې پوهېږئ، افغان ولس چې بېلابېلو پوځي، استخباراتي، ايډيالوژيکو او فرهنګي يرغلونو، کورنۍ جګړو او سياسي بحرانونو سخت ځپلی او په بېلابېلو نومونو او پلمو يې سره وېشلی، د ملي ډيالوګ يوه اوږده، هر اړخيز او ټولګډوني بهير ته اړتيا لري. زما په نظر دا بهير بايد لومړی د ملي قوتونو تر منځ پيل او بیا د ولس ټولو پرګنو او اقشارو ته وغځول شي او بالآخره متخاصمې ډلې هم خبرو ته سره کښېنوي.

څلورم استقامت چې زما په نظر ډېر مهم دی، خو له بده مرغه له پامه غورځېدلی، د وطنپالنې، ملي تعهد، مسئوليت مننې، صداقت، زغم او درناوي فرهنګ احيأ او پیاوړتيا ده. متأسفانه تېرې پنځه لسيزې د بې مسئوليتۍ، بې تفاوتۍ، تيارخورۍ، تشو خبرو او نيوکو، تور لګولو، شخصيت وژنې، بې باورۍ او بې ژمنتوب يو منحط فرهنګ رامنځته شوی، چې د پياوړو ملي حرکتونو او ملي مبارزو مخه يې نيولې ده. موږ اړ يو چې د پورتنيو دريو استقامتونو تر څنګ د يوې منظمې ستراتيژۍ له مخې د دغه منحط فرهنګ د سمون او بدلون لپاره په موازي ډول مبارزه وکړو او که دا کار ونه کړو، که هر څومره ښې طرحې او پلانونه ولرو، بيا به يې هم عملي کول ډېر ګران وي.

دعوت ميډیا: د ملي محور د ګوند جوړولو انګېزه څه وه؟

ډاکټر خوشال روهي: څو لسيزې وې چې افغانستان په پرله پسې غميزه، بحران او د جنګ، جهل، فساد، نفاق او بلواکۍ په خبيثه کړۍ کې ايسار و او له دې وضعيت څخه نه د وتلو کومه ډاډمنه رڼا ښکارېده او نه  هم د خلاصون  لپاره کوم ډاډمن  ملي بنسټ يا قوت موجود و. کله چې په يوه هېواد کې بحران  وي، معمولاً د هغه هېواد ملي بنسټونه يا Institutions  کولای شي هېواد له بحران څخه وژغوري. دا بنسټونه يا په دولت کې د ننه وي، لکه پياوړې اجرائیه، مقننه او قضائيه قوا، پياوړي امنيتي ځواکونه او يا هم له دولت څخه بهر وي، لکه پياوړي ملي ګوندونه، رسالتمنده مدني ټولنه او خپلواکې ملي رسنۍ. که څه هم د جمهوريت په کلونو د دې بنسټونو د جوړښت لپاره په نسبي ډول ښه زمينه او فرصتونه برابر وو، خو تر ډېره بريده واک او ځواک د زورواکو، قومي ټېکه دارانو او مافيا له خوا يرغمل شوی و او د ملي بنسټونو د جوړښت مخه يې په دولت کې د ننه او بهر نيوله او تر څنګ يې د ملي او معنوي ارزښتونو د انحطاط له کبله سياسي او مدني مبارزې د زر او زور په محورونو ورټولې وې.

که څه هم زموږ ملګري زياتره په فرهنګي او مدني فعاليتونو کې بوخت وو، خو د هېواد پرله پسې ناخوالو او د راتلونکي په اړه ناهيليو دې ته متوجه کړو، چې د افغانستان اصلي ستونزه سياسي ده او سیاسي ستونزه سياسي حل او سياسي ځواک ته اړتيا لري او له بده  مرغه سياسي ځواک د داسې کړيو په لاسو کې يرغمل و، چې د ملي ګټو پر ځای يې شخصي، تنطيمي او قومي ګټو ته لومړيتوب ورکولو. موږ ليدل چې د افغانستان سیاسي برخليک په ناپاکو لاسونو کې یرغمل دی، نو دې نتيجې ته ورسېدو چې تر څو پاک او سالم خلک د سياست ميدان ته راونه وځي، زموږ برخليک به تل د همدوی په لاسو کې وي او تر څو چې پياوړي ملي بنسټونو رامنځته نه شي، هېواد به مو همداسې په بحرانونو کې ښکېل وي.

موږ پدې عقيده وو او يو، چې که په پرمختللو هېوادونو کې سياست د يو شمېر مسلکي خلکو او د سياست د مينه والو په لاس کې وي او ولس يوازې د ټاکنو پر مهال او يا ځينو ځانګړو مواردو کې راوځي او د خپل هېواد د سياسي برخليک په ټاکلو کې برخه اخلي، خو څرنګه چې په افغانستان کې زموږ سياسي، اقتصادي، ټولنيز او حتی شخصي ژوند، امنيت، عزت او خپلواکي مستقيماً له سياست سره تړلي، نو سياست يوه انساني، ملي، اسلامي او حتی کورنۍ وجيبه ده. کله چې موږ په خپل هېواد کې ظلم، فساد او ناروا ګورو، دا د هر افغان مسئوليت دی چې پر وړاندې يې ودرېږي او زموږ درېدل به هغه وخت اغېزناک وي، چې هدفمند، منظم، ډله ييز او متداوم وي.

زموږ لپاره نور دا د ننګ خبره وه، چې په کور د ننه او بهر مو واک او اختيار د شريرو او فاسدو عناصرو په لاس کې وي. په همدې دليل موږ يو شمېر همفکره ملګرو پرېکړه وکړه، چې د سياست ميدان ته به راوځو او د يوه داسې پياوړي ملي – سياسي بنسټ او غورځنګ تشه به ډکوو چې د افغانستان ملي ګټو، خپلواکۍ، سرلوړۍ او سوکالۍ ته ژمن وي.

 

دعوت ميډیا: آيا ملي محور ګوند به وکولای شي، د يوه لوی ملي سياسي ګوند تشه ډکه کړي؟

ډاکټر خوشال روهي: که څه  هم ملي محور د يوه لوی ملي سياسي ګوند کېدلو ډېر ښه ظرفيتونه لري، لکه پياوړي، پاک او ژمن کدرونه، ملي اهداف، ملي اجنډا او ترکيب، د هېواد په بېلابېلو ولايتونو او بهرنيو هېوادونو کې څانګې او غړي؛ خو پر وړاندې يې ډېر لوی خنډونه او درنې ننګونې هم پرتې دي:

–        موږ پوهېږو چې يو شمېر خلک له ګوند او سياست څخه ډده کوي او د هېواد د ټولو بدمرغيو عوامل همدا ګوندونه ګڼي. زموږ په اند دا پخپله يوه دسيسه ده، چې پاک او ژمن خلک له سياست څخه زړه توري وساتي او سياسي واک د ځانګړيو کړيو په انحصار کې پاتې شي. د افغانستان د تېرې نيمې پېړۍ تاريخ ته که وګورو، په همدې موده کې مشروطه شاهي، آوتوکراتيک جمهوريت، د خلقيانو او پرچميانو پرولتاري ډېکتاوري او سوسيالېزم (؟)، د تنطيمونو اسلامي دولت، د طالبانو اسلامي امارت او امريکايي دموکراسي وازمايل شوه او له بده مرغه ټول نظامونه ناکام شول، حال دا چې موږ په سيمه او نړۍ کې د همدې نظامونو ډېرې بريالۍ بېلګې لرو. دا پدې معنا ده چې مشکل ټول په نظامونو کې نه و، بلکې ځينې نور بنيادي عوامل د دې  ناکاميو تر شا پراته وو، چې ژورې څېړنې ته اړتيا لري. همداراز ستونزه په ګوندونو کې نده، بلکې موږ ګورو چې د اکثريت پرمختلليو، ولسواکو او باثباته نظامونو بنسټ د سياسي ګوندونو پر ستنو ولاړ دی.

–        بله  ستونزه دا ده، چې يو شمېر روڼ اندي او مطرح شخصيتونه دې منتظر دي، چې يو ځل يو ايډيال ګوند ( د واک، ځواک، فکر او ترکيب له مخې) رامنځته شي بيا به دوی ورځي، حال دا چې ايډيال ګوند نه له آسمان څخه راځي او نه يې پردي راته جوړولی شي، بلکې زموږ ملي مسئوليت همدا دی چې د يو ايډيال ګوند په جوړولو کې خپل رسالت ادا کړو.

–        بله خبره لکه مخکې چې هم اشاره ورته وشوه، په افغانستان کې د ملي او معنوي ارزښتونو له انحطاط سره له بده مرغه د ارزښتي او معنوي مبارزې پر ځای د بې مسئوليتۍ او تيارخورۍ فرهنګ حاکم شوی او تل تمه کېږي چې نور به راځي او د دوی مسئوليتونه به پرغاړه اخلي.

–        له بلې خوا دې فرضيې، چې يوازې هغه څه ممکن دي چې زبر ځواکونه يې غواړي او هر څه د زبر ځواکونو له لوري سنجول شوي او پلان شوي او موږ هېڅ نه شو کولی، يو ډول يې د خلکو سياسي اراده فلج کړې او د پياوړو سياسي ګوندونو د جوړېدو مخه يې نيولې ده.

–        د دې تر څنګ د پرله پسې جګړو او راز راز يرغلونو له کبله د ولس تر منځ د نفاق بېلابېل تخمونه شيندل شوي او د شک او بې باورۍ فرهنګ يې دود کړی او پر يوه ملي محور راټولېدل يې ډېر سخت کړي دي.

پدې توګه که څه هم په افغانستان کې د لويو سياسي ګوندونو جوړېدل له ډېرو ننګونو سره مخ دي، خو ملي محور هوډ لري چې له يوې خوا به د لوړو ملي اهدافو لپاره منظمه مبارزه کوي او له بلې خوا به په موازي توګه د ملي او معنوي ارزښتونو، ملي يووالي او تفاهم د احيأ لپاره د يوې دقيقې ستراتيژۍ له مخې کار کوي او ژمن دی چې د يوه لوی ملي سياسي ګوند تشه به ډکوي.

دعوت ميډیا: تاسو د يوه مدني او فرهنګي فعال په توګه افغانستان کې د مدني او فرهنګي فعاليتونو نن او راتلونکی څنګه وينئ او که فکر کوئ دې ډول فعاليتونو ته اوس په هېواد کې ځای نشته؟

ډاکټر خوشال روهي: شاوخوا دوه کاله وړاندې طالبانو زه استخباراتو ته احضار کړی وم، د ادارې د رئيس لومړۍ خبره دا وه چې يو نظامي اشغال دی او بل فکري اشغال، نظامي اشغال مو مات کړ خو فکري اشغال لا هم دوام لري، او فکري اشغال يعنې همدا سياسي ګوندونه او مدني ټولنې. همدې ته ورته خبره مې له يوه بل طالب چارواکي څخه هم واورېده، چې وسله وال مخالفين دومره خطرناک نه دي، ځکه چې يا به وځپل شي او يا به هم معامله ورسره وشي، خو اصلي خطرناک فکري مخالفين دي. د مدني او فرهنګي فعاليتونو په اړه د طالبانو اصلي برداشت او طرز فکر همدا دی او په ټول توان هڅه کوي چې مخه يې ونيسي. سياسي ګوندونه او مدني ټولنې لغو شوې او د عدليې په وزارت کې د همدې برخې رياست له منځه لاړ، پر سياسي او مدني فعاليتونو، غونډو، اعتراضونو کلک بنديز ولګېد او پر رسنيو هم جدي کنټرول او سانسور وضع شو. دوی نه يوازې د مدني فعاليتونو مخه نيسي، بلکې په مجموع کې د هر ډول متفاوت فکر او نظر مخه نيسي، تر دې چې ځينې يې غیر طالب ته حتی د مشورې او پوښتنې اجازه هم نه ورکوي.

که څه هم د طالبانو له دې پاليسيو سره د سياسي او مدني فعاليتونو پر وړاندې جدي خنډونه او ستونزې رامنځته شوې، خو دوی نه شي کولای چې په بشپړه  توګه يې مخه ونيسي. د جمهوريت په دوره کې پر ډېرو نيمګړتياوو سربېره يوه پياوړې مدني ټولنه او د مدني فعاليتونو قوي فرهنګ او دود رامنځته شو، په زرګونو مدني بنسټونه او په سلګونو رسنۍ جوړې شوې، که څه هم دغه دود تر يوه حده د پياوړو سياسي ګوندونو مخه هم ونيوله او د سياسي او ټولنيز ژوند د ډېرو نورو برخو په څېر له فساد څخه خوندي پاتې نه شو، خو په مجموع کې يې د ولس له ويښتيا، عامه پوهاوي، داوطلبانه کارونو او متشکلو فعاليتونو له پراختيا سره ډېره مرسته وکړه. بايد ووايم، چې مدني ټولنه کومه کفري يا کاملاً پردۍ پديده نه ده، بلکې ټولو هغو غير دولتي او غير انتفاعي داوطلبانه فعاليتونو ته وايي، چې د خير، ښېګڼې، خدمت، ويښتيا، رفاه، عدالت او پرمختګ په موخه ترسره کېږي.  پدې کې زموږ قومي شورا ګانې، دوديزې جرګې، مرکې او اشرونه هم راتلی شي.

زما په نظر مدني او سياسي فعاليتونو به دوام وکړي، خو بڼې او تکتيکونه به يې بدل شي، د حضوري فعاليتونو پر ځای به مجازي فعاليتونه ډېر شي او د کور مېشته هېوادوالو په پرتله به بهر مېشته هېوادوال ( افغان ډياسپورا) ډېر فعال شي.

دعوت ميډیا: اوس د يو سياسي فعال په توګه د افغانستان نن او راتلونکې څنګه وينئ؟

ډاکټر خوشال روهي: په اوسنيو شرايطو کې له طالبانو څخه د افغانستان د خلکو توقعات ډېر لوړ نه دي، نسبي آزادي، د بشر د بنيادي حقونو رعايت او د ولس پر مخ له توپير پرته د حکومت د غيږې پرانيستل او په لويو ملي مسئلو کې له ولس سره مشوره به له يوې خوا د ولس نسبي رضايت  ترلاسه کړي او له بلې خوا به له سيمې او نړۍ سره د ښو اړيکو دروازې خلاصې کړي، خو که طالبان مطلق انحصار، استبداد او خپلې جهادي اجنډا ته دوام ورکړي، نو خامخا به هم له ولس سره او هم له نړۍ سره ټکر ته ځي. اوس د افغانستان د سياسيونو او منوره طبقې پر غاړه ده، چې د داسې يوې ورځې لپاره څومره تياری نيولی شي او څنګه يو ملي بديل رامنځته کولی شي. له بده مرغه ملي ډلې او شخصيتونه د درې نيمو کلونو په تېرېدو سره لا هم په دې نه دي بريالي شوي چې يو پياوړی پلټفورم يا اتحاد رامنځته کړي او علت يې هم تر ډېره ځانځاني او سليقه يي اختلافات دي.

که ملي او روڼ اندي ډلې په نږدې وخت کې د ملي بديل او محور په جوړولو بريالۍ نه شي او طالبان هم خپلو تندلارو تګلارو ته دوام ورکړي، نو لرې نه ده چې دوی به پخپله ځانونه راوپرځوي، ځکه چې همدا اوس طالبان هېڅ جدي او پياوړي مخالفين نه لري، بلکې دوی پخپله د خپل نظام تر ټولو جدي دښمنان دي.

پدې حساب د افغانستان راتلونکی د اندېښنې وړ ګڼم، ځکه چې پخواني زورواکي او مافيا ډېره هڅه کوي، چې بيا د جنګ پروژې واخلي او که پخوا به يې د واک د وېش پر سر ناندرۍ وهلې، دا ځل د وطن د وېش لپاره لابي کوي. زه وېرېږم چې د طالبانو د سرټمبګۍ او د ملي ډلو د بې کفايتۍ له کبله به خدای مه کړه دا ځل افغانستان په داسې يوه  غميزه کې ښکېل شي، چې سلامت راوتل به ترې ګران او حتی ناشوني وي.

دعوت ميډیا: تاسو د نجونو پر مخ د ښوونځيو، پوهنتونونو او کار دروازې تړل څنګه وينئ.؟

ډاکټر خوشال روهي: بشريت، مدنيت او اسلام ټول ښځو ته د زده کړو او کار حق ورکوي او د افغانستان د ملي ګټې اقتضأ ده چې نه يوازې ښځو ته دا حقونه ورکړل شي، بلکې ځانګړې توجه هم ورته وشي، ځکه چې همدا اوس هم افغانستان تر چاد وروسته دويم هېواد دی، چې د باسواده ښځو کچه پکې تر ټولو ټيټه ده. د نړۍ په کچه د باسواده ښځو اوسط سلنه ۸۲.۷ ده، حال دا چې دا سلنه په افغانستان کې ۲۲،۶ ده او په پرمختللې نړۍ کې او حتی زموږ په ځينو ګاونډيو هېوادونو لکه تاجېکستان، ازبکستان او ترکمنستان کې دا سلنه ۹۹ ته رسېږي. زه هغو دلايلو ته نه ځم چې بشري حقونه او اسلام د ښځو د کار او زده کړې په اړه څه وايي، ځکه چې پدې اړه ډېرې ليکنې او بحثونه شوي او ما ته ډېر د تأسف ځای ښکاري، چې موږ لا هم د داسې يوې موضوع د اثبات په اړه بحثونه کوو او خپل وخت او انرژي پرې ضايع کوو، چې په ټوله نړۍ کې يو مسلم او منل شوی حق او اصل ګڼل کېږي او حتی ډېر خلک يې تصور هم نه شي کولی چې يو دولت دې په لوی لاس د وطن لوڼې له زده کړې او کار څخه منع کړي. زه يوازې دا وايم، چې د افغانستان خلک اوس دومره ويښ شوي چې پر خپلو خويندو او لوڼو دا ډول جاهلانه او ظالمانه بنديزونه، نه شي منلی او د طالبانو له واکمنۍ سره د ولس او نړيوالې ټولنې د اختلاف او ټکر تر ټولو مهم ټکی همدا دی. يو وخت چې د پوهې کچه ټيټه وه، حکومت به ښوونځي جوړول خو خلکو به خپل بچيان ترې پټول، خو اوس چې خلک پوه شوي او ښوونځي غواړي، له بده مرغه واکمنان ځانونه پټوي. زما په اند که دا بنديزونه عمدي وي او يا له ناپوهۍ څخه، د افغانستان له ملي ګټو سره څرګنده دښمني ده. که د اسامه بن لادن موضوع د طالبانو د لومړي امارت د نسکورېدو لامل شوه، ښايي د ښځو د حقونو مسئله يې د دويم امارت د نسکورېدو لامل شي.

دعوت ميډیا: تاسو او ملګرو مو د نجونو پر مخ د ښوونځيو د پرانيستلو او حقونو لپاره غږ پورته کړی او کابل ته هم د يوه پلاوې په بڼه تللي وئ، د خپلو دغو هڅو او فعاليتونو څخه څومره راضي ياست او د نوو واکمنو نظر او وعدې څه وې؟ دغو ليدنو درته اميد پيدا  کړ او که برعکس؟ 

ډاکټر خوشال روهي: څه کم دوه کاله کېږي چې موږ د نجونو د زده کړو ملي کمپاين پيل کړی او د نجونو د تعليمي حقونو لپاره د اعلاميو، مرکو، ليکنو، غونډو، تړلو او پرانيستي ليکونو او سوشل مېډيا له لارې خپل غږ پورته کړی دی. د کمپاين په ايکس ( ټويټر) سپېسونو کې څو ځلې له موږ څخه غوښتنه وشوه چې کابل ته لاړ شو او له چارواکو سره مخامخ موضوع مطرح کړو. همداسې مو وکړل او په تېر اپرېل کې د يوې جرګه ګۍ په توګه کابل ته لاړو او هلته مو د طالبانو له اکثريت کليدي مشرانو او چارواکو سره وليدل. موږ په خپلو ليدنو کې نه يوازې د ښځو د تعليم او کار د حقونو مسايل مطرح کړل، بلکې د يو شمېر نورو ملي مسايلو، لکه د ملي ارادې د تمثيل له لارې د يوه ټولمنلي نظام د جوړېدو په اړه، د ملي ډيالوګ او ملي پخلاينې د اړتيا په اړه، د لويې جرګې، اساسي قانون، مسلکي حکومت او نورو مهمو موضوعاتو په اړه مو سپينې او جدي خبرې ورسره وکړې، البته ډېر تمرکز مو د نجونو د تعليم پر مسئلې و. اکثريت مشرانو د نجونو تعليم يو مشروع حق بللو او په عمومي توګه يې ډاډ راکولو چې پدې برخه کې به خپل کوشش کوي. ځينو مشرانو، لکه د کورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني به د جدي کوشش ژمنه کوله او ځينو به يې بيا تر څنګ  د امير د اطاعت او د نظام  د مصلحت خبره هم کوله. د هيله مندۍ خبره دا وه، چې اکثريت مشران يې د امير د پرېکړې خلاف او د حل لارې په فکر کې وو، خو د ناهيلۍ خبره دا وه، چې د امير پر وړاندې يې د درېدو جرئت نه درلود او داسې ښکارېده چې د امارت واک او اراده يوازې د يوه کس يا وړې ډلې له خوا يرغمل شوې ده. که څه هم  موږ د طالبانو د مشرتابه ترمنځ د نجونو د تعليم او د ښځو د حقونو په برخه کې يو جدي تحرک رامنځته کړ، خو پر نتايجو قضاوت وکړو، زموږ تر سفر وروسته پر ښځو باندې نور بنديزونه هم ولګېدل او حتی له طبي زده کړو څخه هم منع شول. زما په نظر په کابل کې د طالب مشرانو عذر او استدلال قطعاً د توجيه وړ نه دی. موږ په ډاګه ورته وويل، چې مصلحت په چوپتيا کې نه دی، بلکې تاسې په خپلو کې همغږي وکړئ او په يوه خوله يا خپل امير ته قناعت ورکړئ او يا يې د پرېکړې پر وړاندې ودرېږئ، ځکه چې همدا موضوع د ډېرو نورو جدي ستونزو لامل شوې او حتی ستاسو د امارت بقا يې له ګواښ سره مخ کړې ده.

په هر حال، یا به د دوی درک له موږ سره توپير لري، یا به يې له موږ سره په اصطلاح ډېپلوماسي کوله او يا به د چوکۍ مينې له دوی څخه د غږ پورته کولو جرئت سلب کړی و، ځکه چې زموږ د معلوماتو له مخې د لوړو زده کړو پخوانی وزير عبدالباقي حقاني له همدې کبله له وزارت څخه لرې شو. د يادونې وړ ده، چې موږ هڅه وکړه په کندهار کې د طالبانو له مشر سره وګورو او مخامخ دا موضوع ورسره مطرح کړو، خو له بده مرغه بريالي نه شو.

دعوت ميډیا: تاسو د يوه ډاکتر په توګه د ښوونځيو، لوړو زده کړو او کار بنديز تأثیر په رواني لحاظ پر ښځينه قشر څنګه وينئ؟

ډاکټر خوشال روهي: له کومې ورځې چې طالبان واکمنۍ ته رسېدلي، د دوی ډېری فرمانونه او احکام پر ښځو د فشار او بنديزونو په اړه وو، لکه د کار، تعليم، تفريح، سفر او حتی خبرو بنديز. ډېری ښځې فکر کوي چې طالب يعنې د ښځو دښمن، او ځينې ښځې بيا داسې انګېري، چې ښايي اسلام به په رښتيا يوازې د سړيو لپاره نازل شوی وي. د افغانستان يوه مشهور ديني عالم ما ته وويل، چې د طالبانو له واکمنۍ راهيسې په افغانانو کې له اسلام څخه د ګرځېدو پېښې ډېرې زياتې شوې دي. په مجموع کې د بې ارزښتۍ او د بې عدالتۍ احساس، د راتلونکي په اړه ناهيلي، د ژوند د هدف له لاسه ورکول او د يوې مينځې او اسيرې په توګه د ځان ليدل ډېری ښځې له ژور خپګان او ډېپرېشن او Apathy  ( له ژوند سره بې ميلي) سره مخامخ کړې دي او دغو ستونزو پخپل وار بيا پر کورنيو او ټولنې ژوره اغېزه کړې ده. يو زيات شمېر ښځې افغانستان ته د يوه لوی زندان او حتی دوزخ په سترګه ګوري او د پراخو مهاجرتونو يو مهم لامل د ښځو همدا احساس دی.

دعوت ميډیا: ستاسو په نظر طالبان ولې د نجونو د تعليم او کار مخالفت کوي؟

ډاکټر خوشال روهي: په وروسته پاتې ټولنو کې چې د پوهې عمومي کچه ټيټه او نرواکي مسلطه وي، معمولاً د نجونو تعليم او له کوره بهر د ښځو کار ته په بده سترګه کتل کېږي. شاوخوا يوه پېړۍ وړاندې د افغانستان په کلیوالي سيمو کې حتی د هلکانو له تعليم سره مخالفت کېده، نجونې خو پر ځای پرېږده. د دې تر څنګ په جنګ اخته هېوادونو کې هم د نجونو له تعليم سره لېوالتيا کمه وي. د طالبانو يو شمېر مشران چې د هېواد په ډېرو وروسته پاتې سيمو او يا تړلو مدرسو او جوماتونو کې لوی شوي او ټول ژوند يې سروکار له مدرسو او يا له جګړو سره و، د ښځو د تعليم په اړه ډېر تياره او مخالف فکر لري. هغه طالب مشران چې له مدرسو راووتل او په ښارونو کې واوسېدل او يا يې هم ځينو بهرنيو هېوادونو ته سفرونه وکړل، د ښځو پر وړاندې نسبتاً پراخ فکر لري، خو هغوی چې پخپلو نرواکه او تړلو جزيرو کې ايسار پاتې دي، لا هم ښځو ته د انسان په سترګه نه ګوري. که څه هم دوی پوهېږې چې اسلام د ښځو له تعليم او کار سره مخالفت نه لري او په همدې دليل د ښځو له حقونو څخه په زغرده انکار هم نه شي کولی، خو بيا خپل مدرسه يي ذهنيت او سليقه د حکومت پر پاليسيو تپي. له بده مرغه د طالبانو مشر شیخ  هبت الله او ورسره تړلې کړۍ يې په همداسې فکري او سليقه يي جال کې نښتي دي او دا نه شي زغملی چې د دوی په واکمنۍ کې دې ښځې له کوره بهر ووځي، ولو که د تعليم او نفقې لپاره هم وي.

دعوت ميډیا: تاسو د جمهوريت پر مهال د هېواد د ننه وئ او هلته مو کار، مدني او سياسي فعاليت کاوه، د وطن حالات او پېښې له ډېر پخوا څخه له نږدې څارئ، ستاسو په نظر څه باعث شول، څه وشول او علت يې څه و چې د نظام کمپله په څو اوونيو کې ورټوله شوه؟

ډاکټر خوشال روهي: د جمهوريت د سقوط ګڼ عوامل دي او تفصيلي بحث ته اړتيا لري، خو زه په لنډو دومره ووايم چې د سقوط عوامل له هماغه پيل څخه د بن کنفرانس کې رامنځته شول. د ملي دولت جوړونې او پخلاينې له بهير څخه د طالبانو او اسلامي حزب حذف کول، د قوم او تنظيم پر بنسټ د واک وېش، د زورواکو، قومي ټېکه  دارانو او مافيا په لاسو کې د سياسي واک يرغمل پاتې کېدل، د فساد ترويج، د افغانانو د سايکالوژۍ له پامه غورځول او پاکستان ته لوبې مجال ورکول، ځينې هغه عوامل وو، چې له هماغه پيله يې د جمهوريت د سقوط زمينه برابروله.

داسې ښکاري چې امريکاپه ۲۰۱۱ کال کې دې پايلې ته رسېدلې وه، چې افغانستان نه شي ساتلی او د وتلو پرېکړه يې کړې وه، خو د دولتي او سياسي مشرانو زړونو تر پايه دا نه منله چې امريکايان به وځي او دوی به پر ميدان پرېږدي. له بده مرغه د جمهوريت په شل کلنه دوره کې له ډېرو امکاناتو سربېره ملي بنسټونه او پر خپلو پښو ولاړ ملي پوځ جوړ نه شو او تر پايه په پرديو مرستو تکيه و. کله چې په  امريکا کې د ۲۰۲۰ کال ټاکنې رانږدې شوې، داسې ښکاري چې ټرامپ غوښتل چې د يوې لاسته راوړنې په توګه له طالبانو سره په عاجله توګه توافق ته ورسېږي. له يوې خوا امريکايانو د سولې خبرې په ډېرې بې مسئوليتۍ ترسره کړې، د افغانستان حکومت يې بيخي له پامه وغورځاوه او له طالبانو سره يې مخامخ او دوه په دوه خبرې پيل کړې. امريکايانو طالبانو ته داسې سېګنالونه ورکړل، چې له کوم جدي قيد او شرط پرته وځي او راتلونکی حکومت به د طالبانو وي او کومې ژمنې چې له طالبانو اخيستل کېدې، هغه د يوه دولت مسئوليتونه وو. بل لوري حکومت ته داسې اشارې کېدلې چې نظام به سقوط کوي او دوی به ۶۰ زره داسې کسان چې تر ګواښ لاندې دي، له افغانستان څخه وباسي او حتی په وروستيو کې د ځينو مهمو قطعاتو د پوځيانو ايستل پيل هم شول. پدې توګه د طالبانو روحيه ډېره لوړه شوه او د حکومت لوري ته انګېزه له منځه لاړه او وسله والو ځواکونو خپله روحيه وبايلله او د يوه نه پائيدونکي حکومت لپاره قرباني نوره حماقت ګڼل کېده.

بل لوري ته د ډاکتر اشرف غني ټيم تر پايه باور نه کولو، چې امريکايان به يې پر ميدان پرېږدي، د سولې خبرې سمې مديريت نه شوې، د سولې په اړه او د جمهوريت د بقا لپاره اجماع رامنځته نه شوه او دوه سری حکومت ترپايه سرخوږی پاتې شو او سره له دې چې ټول پوهېدل چې په  ماته بېړۍ کې سپاره  دي، خو بيا هم اتفاق او همکاري رامنځته نه شوه.

سره له دې چې امريکې په ناويلې توګه خپله ماته منلې وه او عملاً يې د وتلو هوډ کړی و، خو بيا هم د جمهوريت مشران حاضر نه وو چې نوي واقعيتونه ومني، بلکې تر پايه يې هڅه کوله چې طالبانو ته د يو څو چوکيو په ورکولو قناعت ورکړي او په جمهوريت کې يې مدغم کړي. نظامي پاليسي د نامجربو خلکو په لاس کې وه او داسې ښکارېده چې ولسمشر غني له عيني واقعيتونو نه خبرېده او يا يې منلو ته چمتو نه و. لنډه دا چې هغه حکومت چې له پرديو سره راغلی و، له پرديو سره بېرته لاړ.

دعوت ميډیا: د جمهوريت له سقوط وروسته په لکونو تعليم يافته افغانان له هېواده ووتل، د دې تعليم کړو د وتلو علت او تأثیر به د افغانستان پر نن او راتلونکي څه وي؟

ډاکټر خوشال روهي: کله چې د طالبانو لومړی امارت نسکور شو او په افغانستان کې د بيارغاونې لپاره  نړيوالې مرستې پيل شوې، نو يوه لويه ستونزه د کدرونو او تعليم يافته خلکو تشه وه، تر دې چې حتی د ښوونځيو د ښوونکو لپاره به په ولايتونو کې د دولسم فارغين نه پيدا کېدل، په نورو سکتورونو کې وضعيت تر دې هم ډېر ناوړه و او په همدې دليل به د پاکستان په ګډون د نړۍ له نورو سيمو څخه کدرونه استخدام کېدل. د نيمګړتياوو سربېره د جمهوريت يوه لاسته راوړنه د لکونو کدرونو روزل و، چې له بده مرغه لکه څومره چې په زحمت او لګښت سره دا کدرونه وروزل شول، هماغومره په  اسانۍ او وړيا له لاسه ووتل او لا هم وځي.

د طالبانو له خوا د واک، امتيازاتو او فرصتونو انحصار؛ د پوهې، مسلک او تخصص بې ارزښته کېدل؛ د بشري حقونو او مدني آزاديو تر پښو لاندې کېدل؛ د سياسي، اقتصادي او ټولنيز مصئونيت له منځه  تلل؛ پراخه بېکاري او د راتلونکي په اړه اندېښنې او ناهيلي هغه مهم عوامل دي، چې له هېواد څخه د کدرونو وتل هڅوي.

د کدرونو وتل به د افغانستان اقتصاد، ثبات او پرمختګ ته سخت زيان ورسوي او هېواد به مو د پرديو کدرونو او مرستو محتاج وي او تر کومه چې د عصري علومو په اړه د طالبانو پاليسيو ته ګورم، ما ته نه ښکاري چې موږ به په لنډ وخت کې خپله کدري اړتيا پوره کړو. د ښځو په برخه کې به کدري تشه بې سارې وي، ځکه چې له يوې خوا ډېری ښځينه کدرونه وتلي او يا په وتلو دي او له بلې خوا په هېواد کې د ننه هم له زده کړو څخه محرومې شوې دي، نو لرې نه ده چې پدې برخه کې، مخصوصاً د روغتيا په سکتور کې به موږ له يوه ژور بحران سره مخامخ شو.

دعوت ميډیا: که وکتل شي، په افغانستان کې هېڅ يو لوی ملي، سياسي او افغانستان شموله حرکت نشته، څه بايد وشي تر څو ډېر افغانان په يوه حرکت يايوه ټغر راغونډ شي؟ او که راغونډ نه شي، څه به وشي؟

ډاکټر خوشال روهي: رښتيا هم له يوې خوا په افغانستان کې د طالبانو استبدادي، انحصاري او ارتجاعي نظام دی او بل خوا پخواني زورواکي او قومي ټېکه داران هڅه کوي چې بيا د جنګ پروژې واخلي او پدې منځ کې د يوه ملي بديل ځای تش دی او په همدې دليل ولس هم لار ورکه کړې ده او د يوې بلې جګړې، زورواکۍ او انارشۍ له وېرې انتظار او د اوسني وضعيت زغم ته ترجېح ورکوي. که څه هم د يوه لوی ملي سياسي حرکت د جوړښت لپاره بالقوه کافي ظرفيتونه شته، خو د ځانځانۍ او سليقه يي اختلافاتو له کبله د دغې تشې په ډکولو نه دي بريالي شوي. زما په اند ټول هغه ملي عناصر چې د ملت ارادې ته درناوی لري او پر ملي يووالي، ټولنيز عدالت، مدني آزادۍ او د ولسواکۍ پر بنيادي ارزښتونو باور لري او غواړي په سوله ييز ډول د انحصار او استبداد پر ځای د ملي ارادې تمثيل ته زمينه برابره کړي، بايد د يوه لوی ملي چتر د جوړېدو لپاره سلا مشورې او توافق وکړي. زما له نظره د يوه داسې حرکت د برياليتوب لپاره څو خبرې مهمې دي:

–        د دې حرکت د اصولو، تشکيلاتو، او د کار او پرېکړو د ميکانېزم په اړه بايد له پيل څخه وضاحت او موافقه موجوده وي؛

–        د اشتراک د ټکو له برجسته کولو سره بايد د اختلاف پر احتمالي ټکو هم بحث وشي او په اړه يې مخکې له مخکې توافق رامنځته شي؛

–        د دې لپاره چې د شخصيت محورۍ، انحصار او پټو معاملو مخه نيول شوې وي او د يوه پياوړي سېستم لپاره زمينه جوړه شي، رهبري بايد جمعي او مسئوليتونه انتخابي او دوراني وي؛

–        له پخوانيو زورواکو او مافيايي کړيو سره او همداراز له هغو ډلو سره چې جګړه غواړي او پر ملي هويت او ارزښتونو باور نه لري، بايد له ګډ کار څخه ډډه وشي. د دوی موجوديت به د حرکت اعتبار ته جدي زیان ورسوي. همداراز د حرکت په رهبرۍ کې بايد له هغو پخوانيو چارواکو څخه هم ډډه وشي چې په تېرو سياستونو کې يې کليدي مسئوليتونه لرل؛

–         حرکت بايد له هر ډول قومي، ژبني، سمتي او مذهبي تبعيض څخه وساتل شي او خپل بشپړ استقلاليت وساتي. نړيوالو سره دې د افغانستان د ملي ګټو پر بنسټ رغنده اړيکې جوړې شي، خو زموږ د نجات نسخې، زموږ پرېکړې، زموږ طرحې بايد کاملاً افغاني وي او د تطبيق واک يې هم په بشپړه توګه د افغانانو ولس په لاس کې وي.

–        د حرکت اړيکې، طرحې، معاملې او د تمويل منابع بايد کاملاً څرګندې او شفافې وي، د حرکت له غړو او ولس سره بايد په منظم ډول معلومات شريک شي او له هر ډول پټو معاملو کاملاً ډډه وشي.

که چېرې داسې يو ملي حرکت رامنځته شي، زه ډاډه يم چې ډېر ژر به د ولس پراخ ملاتړ او د نړيوالې ټولنې حمايت ترلاسه کړي. اما که ملي ډلې او شخصيتونه همداسې په نفاق او افتراق کې ښکېل وي، يا به طالبي استبداد همداسې د ولس ستونی نيولی وي او يا به د پخوانيو زورواکو او مافيا له برکته د يوې بلې غميزې شاهدان اوسو.

دعوت ميډیا: د طالبانو ډېری توکميز مخالفين د حکومت له قومي انحصاره شکايت کوي، تاسو په دې اړه څه واياست چې طالبانو واک يوازې پښتنو ته او که خپلو همفکره طالبانو ته ورکړی دی؟ که په بل ډول خپله پوښتنه مطرح کړم، ايا طالبان په رښتيا د پښتون  قوم استازېتوب کوي که نه؟

ډاکټر خوشال روهي: که څه هم د طالبانو په ترکيب کې نور قومونه هم شته، خو پدې کې شک نشته چې د طالبانو غورځنګ لومړی د افغانستان له جنوب لوېديځ څخه سر راپورته کړ او اکثريت غړي يې هم پښتانه دي. له بده مرغه په وروستيو څو لسيزو کې اکثريت تنظيمونه يا ګوندونه چې منځته راغلي، د يوه قوم عنصر پکې غالب وي، لکه د نظار شورا، د دوستم جنبش ملي، د مزاري وحدت ملي او داسې نور. خو تاريخي تجربو ثابته کړې، چې دوی پر خپلو قومونو تجارت کړی او تر ټولو زيات زيان يې هم خپلو قومونو ته اړولی دی.

طالبان که څه هم اکثريت يې پښتانه دي، خو قومي اجنډا نه لري بلکې اجنډا يې ايډيالوژيکه ده او پدې اجنډا کې له طالبانو پرته نور هېڅوک نه ځايېږي او حتی هغه پښتانه ملایان هم نه مني، چې د دوی د غورځنګ غړي نه وو. د طالبانو په راتګ سره په ډېری پښتون  مېشته سيمو کې د دوی پر وړاندې اعتراضونه وشول او د ملي بيرغ ننګه وشوه، چې په سختۍ سره  وځپل شول. همداراز موږ  په همدې سيمو کې د ډېرو نيونو او مرموزو وژنو شاهدان هم يو. د دې تر څنګ اکثريت پښتون روڼ اندو د طالبانو د سياستونو او انحصاري واکمنۍ کلک مخالفت کړی او لکه د بل هر قوم په څېر، پښتون روښانفکره هم ځان د طالبانو په حکومت کې نه ويني او د پردي په سترګه ورته کتل کېږي. له بده مرغه قوم پاله ډلو او اشخاصو لکه پخوا يې چې قومي نفاق ته لمن وهلې، اوس هم هڅه کوي چې طالبان پر پښتنو وتپي او د خپل قومي تجارت لپاره بازار پيدا کړي. لنډه دا چې طالبان نه يوازې د پښتنو استازېتوب نه کوي، بلکې تر ټولو زيات زيان يې هم پښتنو ته رسېږي.

دعوت ميډیا: د طالبانو په حکومت کې ټول مهم پوستونه  د ملايانو په لاس کې دي، مسلکي او متخصص قشر څنډې ته شوی او يو شمېر يې له هېواده بهر تللي دي. پداسې حال کې د افغانستان پرمختګ څنګه وينئ او د نوو واکمنو دا ډول کړنې د مسلکي او پوهه قشر سره څنګه وينئ؟

ډاکټر خوشال روهي: د طالبانو انحصارطلبي ګڼ عواقب لري:

–      د قران پاک دا حکم چې کار خپل اهل ته وسپارئ، نقض کېږي. ملایان او طالبان جوامع الکمالات نه دي، چې په ټولو کارونو پوه  شي. نن سبا ژوند او علم ډېر اختصاصي شوی او په هره برخه کې کلونو زده کړې او تخصص ته اړتيا ده. نا اهلو ته د کار سپارلو نتايج ټولو ته څرګند دي.

–       ټولنيز عدالت تر پښو لاندې کېږي. يو چا ۱۸ کاله يا  شل کاله تحصيل کړی او په يوه مسلک کې يې ماسټري او ډوکتورا اخيستې او يو عمر يې کار او تجربه پکې کړې ده، هغه له پامه غورځي او يوازې د تنظيمي او خپلوۍ اړيکو له مخې داسې کسانو ته دنده  سپارل کېږي، چې اصلاً پر هغه لار نه وي تللی.

–        متخصص او مسلکي کدرونه اړ کېږي چې د مناسب کار او مسلک په لټه او د ډاډمنې راتلونکې په هيله مهاجرت ته مخه  کړي.

–        زده کړې، تخصص او مسلک خپل ارزښت له لاسه ورکوي او خلک د روزۍ ډاډمنه او آسانه لار لټوي.

–        له یوې خوا د پوهو او مسلکي کدرونو مهاجرت، له بلې خوا د نويو کدرونو د روزنې کموالی او تر څنګ يې غير مسلکي خلکو ته د دندو سپارل د هېواد متوازن انکشاف، پرمختګ او تر څنګ يې سياسي او ټولنيز ثبات ته سخت زيان رسوی او افغانستان د کدري ظرفيت له مخې د پرديو محتاج ګرځي.

دعوت ميډیا: د طالبانو ډېری توکميز مخالفين د حکومت له قومي انحصاره شکايت کوي او هڅه  کوي چې د بهرنيو استخباراتو په مرسته پيسې او وسلې ترلاسه کړي، تر څو په هېواد کې د ننه ناامني رامنځته  کړي. تاسو په دې اړه څه فکر کوئ؟

ډاکټر خوشال روهي: زما د معلوماتو له مخې يوازې د طالبانو توکميز مخالفين نه، بلکې په مجموع کې پخواني زورواکي، مافيا او قومي ټېکه داران هڅه کوي، چې د واک، ځواک او شخصي ګټو لپاره د جنګ پروژې واخلي او په افغانستان کې يوې بلې جګړې ته لمن ووهي. زما په اند افغانستان نور د جګړو تحمل نه لري او نه هم جګړه  کومه پايله لري، بلکې جګړه هغه ناکامه نسخه ده چې يوازې بايلل پکې شته او ګټل پکې نشته.  طبيعي خبره ده، چې جګړه به په پرديو پيسو او وسلو کېږي او له پرديو پيسو او وسلو سره به پردي شرطونه، پردي لاسونه ، پردي اهداف او استخبارات تړلي وي. څرنګه چې دا جګړې د يوه  ملي زعامت له لورې نه رهبري کېږي، نو بيا به قومي، مذهبي او تنظيمي جګړو، پرديو دسيسو او پردي اشغال ته زمينه برابروي. موږ ۴۵ کاله پرله پسې د جګړو، کرکې، دښمنۍ او تربګنۍ نسخې تجربه کړې دي او له بدمرغيو يې تر اوسه  هم نه يو خلاص شوي. که ۴۵ کاله جګړه کولی شو، آيا نه شو کولی چې يو څو کاله سوله ييزې مبارزې ته چانس ورکړو. که څه هم زه په قطعي توګه د جګړې مخالف يم او پر سوله ييزه مبارزه، اصلاح او بدلون باور لرم، خو که فرضاً جګړه وروستی آپشن وي، تر هغې وړاندې نور ډېر آپشنونه دي چې بايد کار ورباندې وشي. آيا موږ پدې بريالي شوي يو، چې تر يو ملي چتر لاندې راټول شو او يو ملي بديل رامنځته کړو؟ موږ چې غواړو خلکو ته وسلې ورکړې او د سر په بيه يې جنګ ته راوباسو، آيا يو زر تنه سوله ييزو لاريونونو ته راايستلی شو؟ آيا تر جګړې مخکې موږ د اعتصابونو او مدني مقاومتونو لارې آزمايلې دي؟ لنډه دا چې آيا موږ د ولس دومره باور او ملاتړ ترلاسه کړی، چې دوی مو خپل استازي او خپل ناجي وګڼي.

که څه  هم د زغم، مدني مقاومت او سوله ييزې مبارزې لار به اوږده وي، خو ستونزه په  بنيادي توګه  حل کوي او هېواد مو په رښتيني توګه له بحران او بې ثباتۍ څخه ژغوري؛ حال دا چې جګړې ته د حل د لنډې لارې په سترګه کتل کېږي، خو تجربو ثابته کړې چې د هرې جګړې پای، د يوې بلې جګړې او غميزې پيل وي، ځکه چې زموږ جګړې پردۍ وي، اهداف پردي وي او واک پردی وي.

زما په  نظر نور د دې وخت رارسېدلی، چې له زغم نه کار واخلو، مينې، تفاهم او يووالي ته موقع ورکړو او د مدني مقاومت، سوله ييز بدلون او سمون له لارې زورواکۍ، استبداد، انحصار، تشدد، افراطيت او جګړو ته د تل لپاره د پای ټکی کېږدو.

دعوت ميډیا: د سيمې او بهرنيو هېوادونو سره د افغانستان اړيکې څنګه ارزوئ؟

ډاکټر خوشال روهي: د سيمې له هېوادونو سره د طالبانو اړيکې نسبتاً ښې دي او زما په نظر پدې کې څو فکټورونه رول لري:

لومړی، د جمهوريت تر سقوط مخکې ما ته د طالبانو په پاليسۍ کې يو مثبت بدلون ښکارېده، دوی هڅه  کوله چې د بېلابېلو عواملو له مخې خپله تکيه د پاکستان پر ملاتړ کمه کړي او نورې متبادلې لارې او ملاتړي پيدا کړي او پدې لړ کې بريالي شول، چې د ايران ملاتړ ترلاسه کړي او له روسيې او چين سره  اړيکې جوړې کړي او د دوی احتمالي اندېښنو ته ځواب ووايي او ډاډ ورکړي. د دې تر څنګ په قطر کې له دفتر څخه هم دوی ښه  ګټه واخېسته او له  يو شمېر عربي هېوادونو او ترکيې سره يې روابط جوړ کړل. زما په نظر څومره چې د جمهوريت په وروستيو کې د دولت ډېپلوماسي کمزورې او حتی ناکامه وه، د طالبانو پاليسي د سيمې په کچه همدومره فعاله او بريالۍ وه.

تر واکمنۍ وروسته هم طالبانو خپلې فعالې ډېپلوماسۍ ته دوام  ورکړ او له ازبکستان، ترکمنستان او قزاقستان سره يې نسبتاً ښې اړيکې جوړې کړې او يو بل مهم ګام چې دوی واخېست، له هندوستان سره د اړيکو جوړول و. تر کومه چې زه معلومات لرم، له هماغه پيل څخه دوی هڅه  وکړه چې هندوستان ته د ډاډ او حسن نيت پيغام واستوي. د دې برعکس له پاکستان سره اړيکې کړکېچنې شوې، چې پر عواملو او څرنګوالي يې له بحث څخه دلته تېرېږم او له تاجېکستان سره هم تر اوسه لازم باور او اعتماد نه دی رامنځته شوی.

دوهم دليل يې دا دی، چې د سيمې هېوادونه په افغانستان کې له يوې بلې جګړې او بحران څخه پدې وېرېږي چې ښايي د سيمه ييزو او نړيوالو لوبو ډګر وګرځي او جګړه، ترهګري او افراطيت د دوی لمن هم ونيسي.

درېيم، پدې دليل چې د سيمې هېوادونه د افغانستان په ثبات کې خپلې اقتصادي ګټې ويني، د افغانستان تجارتي دهلېز ته اړتيا لري او د افغانستان په معدني زېرمو کې لوی پوټانشيل ګوري.

څلورم دا چې د سيمې د هېوادونو تر منځ د همکارۍ يو ډول سيمه ييز بلاک رامنځته شوی، چې ګټې يې له يو بل سره  تړلې دي او د بېلابېلو تړونونو لکه شانګهای، اېکو، همګټي هېوادونه، سارک او نورو له لارې يې د همکارۍ مزي سره غځولي او پدې کې د افغانستان نه  ګډون  يو ډول خڼد کېدای شي.

پنځم، د سيمې هېوادونه که څه هم په افغانستان کې د ځينو لږه  کيو له ګډون سره لېوالتيا لري او په اړه يې ټينګار کوي، خو د ولسواکۍ ارزښتونه، بشري حقونه او مدني آزادۍ د دوی لپاره د اړيکو پر وړاندې خنډ نه بلل کېږي، ځکه  چې د سيمې اکثريت هېوادونه پخپله همدا ستونزې لري. البته اسلامي افراطيت او جهادي ترهګري د دوی لپاره د اندېښنې وړ موضوعات دي چې په کلکه يې څاري.

د لوېديزې نړۍ په اړه بايد ووايم، چې که څه هم په افغانستان کې د جګړې مخالفه ده او تر اوسه يې د طالبانو له وسله والو مخالفينو او حتی سياسي مخالفينو له ملاتړ سره علاقمندي نه ده ښودلې او د دې لپاره  چې افغانستان په يوه  بشري بحران  کې ښکېل نه شي او يا په بشپړه  توګه د روس، چين او ايران بلاک ته ورګډ نه شي، هڅه  کوي چې د تعامل لارې خلاصې وساتي او د بشري مرستو له لارې د افغانستان له اقتصاد سره مرسته وکړي. ترهګري، پراخ مهاجرتونه او مخدره مواد د دې هېوادونو مهمې اندېښنې دي، خو د بشري حقونو ځينې افراطي سرغړونې مخصوصاً د ښځو د حقونو په برخه کې به دوی ته اجازه ورنه  کړي، چې د طالبانو امارت په رسميت وپېژني. که څه هم يو شمېر عربي هېوادونه په ځانګړې توګه قطر او امارات او همداراز ترکيه په افغانستان کې د نفوذ او روابطو د پراختيا هڅه کوي، خو تر ډېره يې دريځ له لوېديزې نړۍ سره همغږی دی.

په ټوليز ډول د سيمې او نړۍ اړيکې له طالبانو سره ډېرې آسيب پذيره دي او هر وخت امکان  لري، چې د طالبانو له لوري د ځينو تېروتنو له کبله او يا هم پدې هېوادونو کې د سياسي بدلونونو  له کبله دا اړيکې ډېرې کړکېچنې شي او موجوده طلايي فرصتونه له لاسه وځي.

دعوت ميډیا: آيا د طالبانو اداره د دې وړتيا لري، چې د پاکستان له کړکېچن وضعيت څخه د افغانستان په ګټه کار واخلي؟

ډاکټر خوشال روهي: تېره نيمه پېړۍ موږ د پاکستان له اړخه ډېر درانه زيانونه ليدلي او لا هم ډېر ګواښونه متوجه دي. که څه هم پاکستان بریالی شوی، چې افغانستان پر خپلو پښو درېدو ته پرې نږدي او خپل سياسي او استخباراتي نفوذ ولري، خو د دوی دا هيله چې په افغانستان کې يو لاسپوڅی حکومت ولري او د ډيورنډ کرښه پرې رسمي کړي، نه يوازې په ناهيلۍ بدله شوې، بلکې اوس د خپلو هغو سياستونو له عواقبو سره لاس و ګرېوان دی چې دوی د افغانستان په اړه درلودل او کومه پانګونه چې دوی په اور او وينو کې کړې وه، سود يې د اور او وينې په  بڼه بېرته اخلي.

پدې کې شک نشته، چې پاکستان د خپل لنډ تاريخ له يوه ژور سياسي، ټولنيز او اقتصادي بحران څخه تېرېږي او خطرناکه بې ثباتي تجربه کوي، خو دا هم بايد په پام کې ونيسو چې د طالبانو امارت لا هم خپلې پښې نه دي ټيڼګې کړې او لاتر اوسه يې نه ملي مشروعيت  ترلاسه کړی او نه هم نړيوال مشروعيت. بل لوري ته پاکستان هم د داعش او پخوانيو تنظيمونو په څېر د فشار او بې ثباتۍ وسايل په لاس کې لري او کولی شي د طالبانو پر ضد له امريکې سره کوم جوړجاړي ته ورسېږي او د ځانګړو پروژو له لارې د طالبانو واکمني له ننګونو سره  مخامخ کړي.

زما په نظر دا ډېره مهمه ده، چې د طالبانو حکومت د پاکستان تر قوماندې لاندې نه دی، خو دا هم د افغانستان په خير نه ګڼم چې له پاکستان سره براعلی تقابل او دښمنۍ ته لاړ شي. طالبان بايد تر هر ډول سيمه ييز تقابل مخکې د خپل نظام مشروعيت ته توجه وکړي، د خپل ولس رضايت او ملاتړ ترلاسه کړي او د نړيوالو مشروع اندېښنې رفع کړي. که په پاکستان کې د کړکېچ عوامل طبيعي جريان ته پرېښودل شي او د افغانستان ملي داعيه په ډېر هنر او تدبير سره  تعقيب شي، دا به سمدستي زموږ په ګټه وي.

دعوت ميډیا: په  بهر کې افغانان په عمومي ډول خواره واره دي، ستونزه چېرته ده، ولې افغانان لکه نور قومونه يو ځای کېدلی نه شي؟

ډاکټر خوشال روهي: تېره نيمه پېړۍ په افغانستان کې ډېر ژور بحرانونه او درنې جګړې تېرې شوې او پوځي، استخباراتي، ايډيالوژيکو او فرهنګي يرغلونو او استبدادي، انحصاري او افراطي نظامونو په ولس کې سياسي او ټولنيز اختلافات زېږولې او د بې باورۍ، تشدد او ځانځانۍ فرهنګ د دې لامل شوی چې د زغم، يو بل منلو او تفاهم دروازې وتړل شي. زما په نظر له دومره ژورو بحرانونو سره دا ستونزې کاملاً طبيعي دي، زما د اټکل له مخې که ځينې نور هېوادونه له دومره اوږدو جګړو او سترو يرغلونو سره مخ شوي وای، ښايي خپل ملي حاکميت او جغرافيايي موجوديت او وحدت يې د تل لپاره له لاسه ورکړی وای. یقيناً چې ستونزې شته، خو که  افغان نخبه ګان له تدبير او درايت  څخه کار واخلي، دا ستونزې دومره ژورې نه دي چې حل نه شي. پدې برخه کې تر ټولو اغېزناکه لار د ملي ډيالوګ ده. که څه هم پدې برخه  کې خورې ورې هڅې ليدل کېږي، خو امېد دی چې دا هڅې منظمې او منسجمې شي. معمولاً تر اوږدو شخړو وروسته د سولې، ملي پخلاينې او يووالي لپاره د ملي ډيالوګ بهير ته اړتيا وي. دا بهير په يو څو غونډو او کنفرانسونو کې نه خلاصه کېږي، بلکې يو اوږدمهاله بهير وي او ټول اړخونه او مهمې ستونزې رانغاړي. هيله ده چې بهر مېشته  افغانان هم د خبرو اترو له لارې د خپلو مشترکاتو او ګډو ملي ګټو پر بنسټ تفاهم او يووالي ته سره ورسېږي او د خپل هېواد پر وړاندې خپل ملي مسئوليت ترسره کړي.

دعوت ميډیا: بهر مېشتي افغانان د خپل هېواد او خلکو لپاره څه کولی شي او څه بايد وکړي؟

ډاکټر خوشال روهي: مهاجرتونه که له ځان سره ډېرې ستونزې او کړاوونه لري، خو تر څنګ يې د مدنيتونو او ټولنو په پرمختګ کې هم  ډېره ونډه لري او ډېر مدنيتونه د همدې مهاجرتونو په نتيجه کې منځته راغلي دي. مهاجرين که له يوې خوا د خپل ټاټوبي زده کړې او تجربې له ځان سره راوړي، له بلې خوا د بقا او ښه ژوند لپاره مجبور دي په نوي ټاټوبي کې له راحت زون څخه راووځي، زحمت وباسي، علم او مسلکونه زده  کړي او کاروبار ته مخه کړي. هغو مهاجرينو چې خپل معنوي او فرهنګي ارزښتونه ساتلي او له خپلو خلکو سره يې اړيکې پاللې، له خپل هېواد سره يې هم ډېره مرسته کړې، لکه د يهودو ډياسپورا. افغانانو هم چې دا نيمه پېړۍ پخپل هېواد کې د بدمرغيو او جګړو له کبله مهاجرتونو ته مخه کړې، پوهې، مهارتونه او مسلکونه زده کړي او ښې پانګې يې لاسته راوړې دي او يو شمېر يې د کوربه هېوادونو سياسي سېستمونو ته هم ورننوتي دي. که چېرې په افغانستان کې ملي دولتونه او يا  لږ ترلږه مسئول دولتونه واکمن وي، کولای شي د افغان ډياسپورا له ظرفيتونو څخه د هېواد په خير ډېره ګټه واخلي. څرنګه چې په وروستيو کې د افغانستان زياتره نخبه ګان او کدرونه له هېواده وتلي، زما په اند افغان ډياسپورا بايد د ايډيال دولتونو په انتظار لاس تر زنې پاتې نه شي، بلکې پدې سختو ورځو کې د خپلو هېوادوالو لاسنيوی وکړي. موږ دې ته اړتيا لرو، چې له سياستونو او توپيرونو ورهاخوا د افغان ډياسيورا داسې ټولنې او شبکې جوړې کړو، چې په بې پرې توګه د هېواد ملي ګټې او اړتياوې تشخيص کړي، پدې برخو کې طرحې او پلانونه  جوړ کړي او د افغان ډياسپورا له ظرفيتونو څخه د استفادې زمينه برابره کړي. کېدای شي په هېواد کې د ننه نظامونه زموږ په خوښه نه وي، خو موږ کولی شو په هغو برخو کې مرسته وکړو، چې هېواد مو پخپلو پښو ودرېږي او د ايډيال نظام لپاره لاره اواره شي. د ډياسپورا نېټورکونه کولی شي د اړتيا او امکاناتو په پام کې نيولو سره د ډياسپورا له علمي، تخنيکي، اقتصادي او حتی فرهنګي او سپورتي ظرفيتونو څخه د وطن د خير لپاره د عملي طرحو په چوکاټ کې کار واخلي.

اوس مهال چې د هېواد ګڼ شمېر ملي، سیاسي او ټولنيز شخصيتونه له هېواده بهر راوتلي، د ملي ګټو او ارزښتونو پر بنسټ کولی شي بلکې مسئوليت لري چې يو لوی ملي – سياسي پلټفورم رامنځته کړي، چې په هېواد کې د اصلاح او سوله ييز بدلون له لارې د تلپاتې سولې، ثبات، خپلواکۍ، پرمختګ او سوکالۍ لپاره خپل ملي رسالت ادا کړي.

دعوت ميډیا: په پای کې د دعوت رسنيز مرکز او دعوت مجلې په اړه راسره خپل نظر شريک کړئ، ځکه د دعوت ۳۶ مه کاليزه ده، ستاسو ارزونه د دعوت مجلې او دعوت رسنيز مرکز په اړه څه ده؟

ډاکټر خوشال روهي: لومړی خو بزګر صيب تاسو او ستاسو همکارانو ته د دعوت د ۳۶مې کاليزې لپاره د زړه له کومې مبارکي وايم، مننه کوم او د الله ج له درباره ډېر دېر اجرونه درته غواړم. زه پوهېږم، چې ۳۶ کاله په تشو لاسونو د يوې ملي رسنۍ چلول څومره سخت وي. له يوې خوا د بچيانو لپاره د نفقې ګټل او بيا د بچيانو وخت د يوې ملي رسنۍ چلولو ته وقفول، او له بلې خوا د هېواد په ډېرو کړکېچنو حالاتو کې، چې ډېرې رسنۍ پکې وښوئېدې، د ملي ګټو او ارزښتونو په پام کې نيول او د ملي يووالي لپاره هڅې ډېر سخت کار دی. د وياړ او خوشحالۍ خبره دا ده، چې دعوت  نه يوازې تر ننه پورې خپل مزل ته دوام ورکړی، بلکې له مجلې څخه يې خپل فعاليتونه تر يوه رسنيز مرکز پورې غځولي او تر څنګ يې د باارزښته کتابونو خپرول هم پيل کړي دي. که څه هم د جمهوريت پر مهال رسنيو ته ډېره آزادي ورکړل شوه او د ودې ښه فرصتونه يې ترلاسه  کړل، خو له بده مرغه يو شمېر رسنيو تر ملي ګټو شخصي، تنظيمي او قومي ګټو ته لومړېتوب ورکړ او نه يوازې ملي ګټې او ملي ارزښتونه يې ونه پالل، بلکې ډېر زيان يې هم ورته ورساوه او همدا اوس هم يو شمېر جلاوطنه رسنيو ملي نفاق ته کار ویلی دی. همدغو ستونزو ته په پام سره د دعوت په څېر ملي رسنيو ته ډېره جدي اړتيا ده او زما  هيله دا ده، چې تاسې په لوړ همت، کلک هوډ او پراخې حوصلې دغه ملي رسالت ته همداسې دوام ورکړئ او له ملي شخصيتونو څخه مې هيله ده، چې دعوت ته لبیک ووايي او هېڅ راز مرسته ترې ونه سپموي. همداراز هيله ده چې د ډيجيټل انقلاب پدې پېر کې چې رسنيز پرمختګونه ډېر چټک او هېښوونکي دي، دعوت وکولای شي د افغان ملت غږ تر هر چا پورې ډېر چټک، لوړ او په امانتدارۍ سره ورسوي.

ډېره مننه

مننه له تاسې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.