ریښتیا هم دهېواد بېلابېلو پیښو، بېلابېلو زورواکو قدرتونو او سیمه ایزو پاټکونو، که ووایم د قدرت او جبر جزیرو، ډېر مظلوم او بې وسه هېوادوال له خاورو سره خاورې کړل، یا یې هیڅکله خپلې هېلې ــ ارمانونه تر سره نه شوول او یا د نیمګړو ارمانونو سره د نیابتي جګړو ښکار وګرزیدل.
هو!
هغه پاتې ژوندي هم بې وسه، ناچاره د څو تنو په ګوته شمار زورواکو، لنډغرو او پردیو په چوپړ کې د هغوي د غلامانو تر ژغ لاندې په مذهبي، قومي، ګروپي ډلو وویشل شول، چې هېواد او ولس یې له یوې سترې غمېزې او بحران سره کلونه کلونه مخ کړ.مګر د زړه خبره خو دا ده چې وایې:
«هرې تیارې پسې رڼا ده».
له کلونو وروسته چې په تیارې پسې نیمګړې رڼا راغلې ده، هېواد ته ولاړم، هر څه سم ښکاریدل، د هېوادوالو پر شونډو مسکا لیدل کیده، خپل کلي ته ولاړم، خپل او خپلوان مې ولیدل، نوي ځوانان اوماشومان به ډلې ډلې راته راغلل، چا راته بابا ویل، چا کاکا او چا ماما، خو ما نه پېژندل، ښه خبره داوه چې انارې ترور راته هریو په نوم او نصب راپېژندل.
اناره ترور زما د پلار خورزه ده چې سل او پنځه کاله عمر لری. میاشت مې په کلی کې تېره کړه میلمستیاوو خورا ستړی کړم، لیدل مې چې ورځ تر بله مې وزن را زیاتیده، سوچ راغی چې د دغه امن له فضا نه ګټه پورته کړم، د هېواد ځینو ولایتونو ته سفر وکړم.
مزارشریف ته ولاړم، زیارت مې وکړ، تر څنګ یې د حیرتانو بندر ته هم ولاړم او د قوشتیپی د کانال لیدنه مې هم وکړه، کندهار ته ولاړم د انارو موسم وو خورا خوند یې وکړ.
رابشم اصلې کیسې ته:
کله چې مې غوښتل ننګرهار ته ولاړ شم، پرلاره د مومن خان او شیرنې د کلی وړاندې، یوه رستورانت ته ور وګرزیدوو کبان مو راوغوښتلو تر څنګ مو دوه کسه ناست وو، ډوډي یې خوړه او په خورا خوند یې داسې کیسه کوله:
تاجمېره یاره، شپـږکاله د مخه مې اوریدلی و، چې د کامې د ولسوالۍ د شیریخ او کبانو دومره هنګامې خپریدې چې هېوادوال خو لاپرېـږده، حتی متجاوز بهرنیان به هم ورته ډلې، ډلې راتلل او نوش جان کول به یې.
تاجمېرګله، شیرو چې زما کلک انډیوال و او یو زوړموټرګي یې درلود، ومې هڅاوه چې راسره د لارې ملګری شي، خوارکي ډېرې پلمي وکړې، چې بې خرڅه یم نه شم تللی، مګر ما چې غوښتل حتمي باید له کامې نه لیدنه وکړم، د شېرو او د هغه د موټر د ټولو لګښتونو ټټر مې وواهه او د کامې پر لور مو حرکت وکړ.
په شبرغان کې د مارشال دوستم پاټکیانو، راتاو کړو، د موټر اسناد یې غوښتل، اسناد یې کتل، خدای شته چې خورا یې وزورولو، چې تذکره یې وکتله پښتانه یو څو لغتې یې هم راکړې او ویل یې چې «نفری جمعه خان همدرد است» یوه کانتینر کې یې واچولو، سبا کله چې یې قوماندان راغی، ویل یې: «مرګ تان روا است، مګر د جیب تان دست بزنین».
تاجمېرګله ښه خبره خو دا وه چې پیسې مو څو ځایه پټې کړی وي. پوره شل زره افغانۍ مو ورکړې او ځان مو ترې خلاص کړ. یاره په مزار شریف کې هوایې ډګر ته نارسیده، د مالم اتا مامد پاټک ودرولو، د دوی کیسه خو نسبت ازبکانو ته لږ شه و، یوازې یې حق العبور وغوښتو لس زره مو دلته تادیه کړي.
تنګي سیدانو کې په غلو واوښتو، مشدۍ پګړۍ سره له یو څه پیسو دوی رانه ولجه کړې، سرتور پاتې شوم.
د دوشي په ولسوالۍ ګې د سیدې کیان په لنډغرو وواښتو، یاره څه دې سر په درد کړم، یوازینۍ وسیله پیسه وه چې ځانونه مو ترې خلاصول. په خواشنیۍ سره چې په چاریکارو کې له داسې یوه پاټک سره مخ شوو، چې دغو بنیادمانوځانونه افغانان نه بلل او چیغې یې وهلی چې «ما افغان نیستم» حق حیران پاتې شوم، همدلته زموږ وروستۍ پیسې هم خلاصی شوې، ښه خبره خو دا وه چې یو څه دمخه مو د موټر ټانکۍ ډکه کړي وه.
کابل کې مې د عسکرۍ د وخت یو خوږ هزاره ملګری عوض علی و، کور ته یې ولاړو، خدای شته خورا ښه شپه یې راکړه، سهار مو د چای مای خوړو وروسته ترې پور وغوښت او د لارې د پیښو کیسه مې ورته ټوله وکړه، عوض علي چې خورا مهربان او زړه سواند سړی وو، راته یې وویل:
پیسې خو بیرته پیدا کېږی، مګر ژوند بیا نه تر لاسه کېـږی، بېرته ولاړ شه خپل کور او کلی ته تر څو چې کامې ته رسېـږي، دا موټر او خپل ژوند به دې هم له لاسه ورکړې، دا هېواد اوس د امریکا نیانو او څو تنوغلامانو زورواکو لنډغرو دی، زه او ته په کې ارامه ژوند نه شو کولای، د شیریخ خوړل خو لا په خپل ځای پرېـږده. ریښتیا ما ته هم د عوضعلی خبره د کاڼې کرښه وه، یوه شپه مو بله هم له عوض علی سره تېره کړه او سبا مو بېرته د کور پر لور حرکت وکړ.
تاجمېر ګله وخت تېر ده، دا دی خدای پاک پر افغانانو رحم وکړ، شپه رڼا شوه، اوس نه زورواک شته او نه پاټک، نه دې څوک پګړۍ اخلی او نه پیسې، دا دی اوس به کامې ته ولاړ شو هم به شېریخونه په مزه مزه وخورو او هم به د کبانو کبابونه، خدای رحم وکړ او ارمان مو پوره شو.
پای
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.