د پسرلي سندره

عبدالباري جهاني

143

پر وطن به مي بهار وي زه به یمه یا به نه یم

توري شپې به یې سهار وي زه به یمه یا به نه یم

بیا به جوش د ارغوان وي بیا مېلې پر ګل غونډیو

رغوي به زخمي زړونه شور ما شور د توتکیو

جاله وان به په څپو کي مستوي ږغ د شپېلیو

پر کنړ به یکه زار وي زه به یمه یا به نه یم

چا به ورونه وي پرانیستي د تړلو ښوونځیو

وروتلي به ټولۍ وي د پېغلوټو جنکیو

ترانې به وي په خولو کي د وطن د ملالیو

هره لوېشت به لاله زار وي زه به یمه یا به نه یم

توري وریځي به سي لیري لمر به نه سي پټولای

د مغان پیر به ناره کي زولنې سۍ ماتولای

آدم خانه رباب راوړه څوک یې نه سي چوپولای

انارګل به شالمار وي زه به یمه یا به نه یم

نه چړي نه به مُلا وي چي د چا په ځان بلاوي

نه به څوک د شیخ له جوره په غوغا په واویلا وي

نه به زور د محتسب وي نه به جوړه کربلا وي

نه دُره نه به آزار وي زه به یمه یا به نه یم

د زمان د حکم زور به وي مات کړي زندانونه

ابوجهل به ګونګی وي نور به نه کوي حکمونه

شیخ به پروت وي په خلوت کي دړي وړي اندامونه

جنازې ته به تیار وي زه به یمه یا به نه یم

ما لیدلي دي خوبونه دا تیاره شپې به لنډیږي

خپل وطن خپل به منبر وي زموږ بلال به پر ږغیږي

تور او سور زرغون بیرغ به د خیبر پر سر رپیږي

ورځ به توره د اغیار وي زه به یمه یا به نه یم

نور یې مه لیکه شاعره حماسې د میدانونو

اوس یې وار دی چي پرانیزي دروازې د مکتبونو

جهاني به وي راوړي امېلونه د ګلونو

نارنج ګل به ننګرهار وي زه به یمه یا به نه یم

پر وطن به مي بهار وي زه به یمه یا به نه یم

توري شپې به مي سهار وي زه به یمه یا به نه یم.

د ۲۰۲۵ کال د مارچ د میاشتی شلمه ، ویرجینیا.

د پښتنو د ستر عالم او مبلغ مفتی منیر شاکر شهادت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.