کُردان د پسرلي د جشن د نمانځنې په ګڼو نورو مراسمو سربېره د (د میر نوروز) په نوم یو بل دود هم نمانځي؛ دغه دود که څه هم اوس لږ و ډېر کم رنګه شوی، خو په اصیلو کُردو ټولنو کې اوس هم لا په خورا زور و شور نمانځلی کېږي.
په دغه دود کې د خلکو له مېنځه یو کس د (میر) په توګه ټاکلی کېږي؛ دا انتخاب کله نا کله په دیموکراتیک ډول یعني د رایې ورکولو او کله نا کله د محلي سیالیو؛ د بېلګې په توګه: پهلواني یا نورو مهارتونو کې د میدان ګټلو پر بنسټ وي.
میر له ټاکل کېدلو وروسته په سېمبولیک ډول پر کلي یا ښار د حاکمیت واګې په لاس کې اخلي او د همکارۍ لپاره ورسره څو ملګري ټاکي؛ دوه یې وزیران وي؛ یو یې ښی لاس او بل یې کیڼ، چې ارشد مشاورین یې بولي.
یو میرزا یا منشي ټاکي، چې د هماغه دنده دده د فرمانونو او هدایاتو د ثبت ترسره کول دي؛ همداسې یو بل کس چې څه نا څه ټوکمارۍ کې رسېدلی وي، د وړینو جامو په اغوستلو او پر غاړه د زنګولو په ځړولو خپل رول لوبوي؛ پر دې سربېره میر له ځان سره څو کلیوالي سندرې ویونکي او موسیقي غږونکي هم لري، چې فضا خوښیو و خوشحالیو ته لا نوره جوړه کړي.
میر له خپلو دغو ډلو سره تر خپل واک لاندې سیمو کې ګرځي راګرځي او حکمونه کوي؛ خو دی مؤظف کړلی شوی، چې ټولو ماشومانو ته ډالۍ ورکړي او آن کله نا کله پخپلو فرمانونو سره پټ مینان تر وصال پورې ورسوي او د هغوی هیلو ته د عمل جامه ورواغوندي.
په دغه سېمبولیک واک کې یو بل سخت قانون هم شته:
میر حق نه لري، چې وخاندي؛ خو خلک په ټوکو ټکالو او طنز آمبزه حرکتونو هڅه کوي، دی خندا کولو ته اړ کړي او که بریالي شول، میر له خپل مقام نه لرې کېږي.
که پام وشي، نو له یوې خوا د نو روز د میر دود د قدرت او له قدرت نه د پرځېدلو یوه طنزیه ننداره وړاندې کوي او له بلې خوا بیا داسې یو ظریف نقد هم دی، چې د حاکمیت پر جوړښتونو او فعالیتونو انځورېږي.
که تاسو دلته او یا په رښتینې مانا میر شئ، ځان او نورو ته به لومړی څه څه وکړئ؛
آیا داسې څوک به وموندلی شي، چې په ماشومانو سربېره زموږ په نویو ځوانانو، ځوانانو، سپین روبو، سپین سرو، تور سرو او ټول اولس د مهربانۍ لاس راکاږي؟ او که به بیا هم وایي چې:
میم زر ما، ټوله یې زما!
https://dawatmedia24.com/?p=173915
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668 Account for international payments: NO15 0530 2294 668 Vipps: #557320
Comments are closed.