ملګري ملتونه وايي: تېر ۲۰۲۴ کال په ټوله نړۍ کې د کډوالۍ په لارو کې نږدې ۹۰۰۰ کسان مړه شوي

116

ملګري ملتونه وايي تېر ۲۰۲۴ کال په ټوله نړۍ کې د کډوالۍ په لارو کې نږدې ۹۰۰۰ کسان مړه شوي چې زیاته برخه یې آسیا او افریقا کې دي.

د معلوماتو له مخې ۲۷۷۸ کډوال په آسیا، ۲۲۴۲ افریقا او ۲۳۳ نور په اروپا کې هېوادونو ته د اوښتو په لارو کې مړه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان مرستیال اوګوچي ډینیلر ویلي، چې د کډوالو د مړینې شمېر په ټوله نړۍ کې په چټکۍ سره لوړ شوی چې نه منونکې او مخنیوي وړ غمیزه ده.

که څه هم د دغو مړینو اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی، خو مرګونې سړې لارې، سمندرونه او د یو شمېر هېوادونو د پوله ساتو ځواکونو له لوري پر کډوالو ډزې هم د مړینې لاملونه ګڼل کېږي.

ورته مهال د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې ښايي د رسمي سرچینو د نشتوالي له امله د مړینې شمېرې له دې هم لوړې وي، ځکه په وینا یې زیاتره مړینې له ثبت پاتې شوې دي.

ناقانونه کډوالي چې په نړۍ کې د یوه بحران په توګه یادېږي، د آسیايي او افریقايي هېوادونو وګړي یې د ژوند خوندیتوب، حقونو پایمالېدو او بې وزلۍ له امله اړ ایستلي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.