د ۲۹ ورځني ځنډ وروسته نن شنبه د مارچ ۲۲ مه د تورخم دروازه د عامو ویزه لرونکو مسافرو او عاجلو ناروغانو پر مخ پرانستل شوه.
په ننګرهار کې د طالبانو ولایتي ادارې په یو بیان کې د تورخم د کمیسار ملا عبدالجبار له قوله ویلي دي چې له ترانزیټ وروسته نن دغه دروازه د مسافرینو او هر ډول تګ راتګ لپاره پرانستل شوه.
په تورخم کې د طالبانو د حکومت یوې سرچینې چې نه یې غوښتل په دې راپور کې یې نوم خپور شي، هم ازادي راډیو ته ویلي چې په ځايي وخت اتهنیمې بجې ویزه لرونکو مسافرو ته له امنیتي سکریننګ وروسته د کرښې بلې غاړې ته د اوښتو اجازه ورکړل شوه.
نوموړي وویل که څه هم د مسافرو ګڼه ګوڼه ډېره زیاته ده، خو د ده په خبره ښايي د دوه یا درې ورځو په تېرېدو سره تګ راتګ عادي شي.
“تورخم دروازه نن سهار خلاصه شوه، ګڼه ګوڼه زیاته ده، ځکه اوله ورځ ده، خو وروسته به هر څه عادي شي. یوازې ویزه لرونکو کسانو ته اجازه ورکول کیږي چې بلې غاړې ته واوړي.”
که څه هم ټاکل شوې وه چې دا دروازه پرون جمعه د مارچ په ۲۱ مه د عامو ویزه لرونکو مسافرو پر مخ پرانستل شي، خو پاکستاني اړخ ته د ځینو تخنیکي ستونزو له امله وځنډېده.
په همدې حال کې د تورخم ښارګوټي یو شمېر اوسېدونکي وايي دا دروازه د دواړو لوریو ځايي اوسېدونکو لپاره د رزق د ګټلو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ وسیله ده، او دا چې په راتلونکې کې باید ستونزې د ډیپلوماټیکو لارو حل شي.
د تورخم ښارګوټي اوسېدونکي مشرف ازادي راډیو ته وویل:
“د تورخم دروازه د دواړو غاړو ځايي اوسېدونکو ته د رزق د ګټلو وسیله ده. په خلاصېدو سره یې سوداګري پیل شوه، د خلکو کاروبار پیل شو، د هرې طبقې خلکو ته خپله برخه کار دغلته پیدا دی. په راتلونکې کې هم زموږ غوښتنه داده چې د سیاسي مسایلو د رامنځته کېدو پر مهال باید دروازه خلاصه وساتل شي.”
د تورخم دروازه د تېرې فبرورۍ په ۲۱ مه د پاکستان سرحدي ځواکونو له لوري ظاهراً کرښې ته نږدې د طالبانو له لوري د یوې امنیتي پوستې د جوړېدو په غبرګون کې وتړل شوه. په دې موده کې د دواړو لوریو ترمنځ سختې نښتې هم وشوې چې له امله یې مرګ ژوبله هم واوښته، خو د تېرې چهارشنبې په ورځ د دواړو لوریو د قومي مشرانو، سوداګرو او چارواکو ترمنځ تر بحثونو او ناستو وروسته یوازې د ترانزیټ لپاره پرانستل شوه.
د دې دروازې د بندېدو له امله په تېرو نږدې دیرشو ورځو کې دواړو غاړو ته زرګونه مسافر او په سوداګریزو توکو بار موټرې بندې پاتې شوې.
د تورخم دروازه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مسافرو د اوښتو او راوښتو مهمه دروازه بلل کېږي، چې د غیر رسمي معلوماتو پر بنسټ هره ورځ پرې نږدې لس زره مسافر تګ راتګ کوي.
دغه دروازه د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ لپاره هم تر ټولو مهمه لار بلل کېږي.
ازادی رادیو
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.