ساینسپوهانو د فالج درملنې لپاره د څېړنو له مخې په بې ساري ډول ښه درمل موندلي دي

74

نړیوال ساینسپوهان د فالج د ناروغانو لپاره د یوه داسې نوي درمل کشف کړي دي،چې د اوږدې فزیکي بیا رغونې اړتیا کموي او د ماغزو د زیانمنو شوو اړیکو په رغولو سره د حرکت کنټرول بېرته ورکوي.

دا درمل چې DDL-920 نومېږي د کالیفورنیا د پوهنتون (UCLA) د ساینسپوهانو لخوا جوړ شوي او د ماغزو د پرمختللو څېړنو په لړ کې یو ستر پرمختګ ګڼل کېږي.

د فالج ناروغانو لپاره تر اوسه د درملنې اساسي لار اوږده او سخته فزیکي بیا رغونه وه، چې ډېری ناروغان یې په بشپړ ډول ع نه شي ترسره کولی.

خو ساینسپوهانو اوس داسې درمل جوړ کړي چې پرته له دې پروسې په مستقیم ډول د ماغزو نیورونونه (عصبي حجرې) بیا سره ونښلوي او مغزي فعالیتونه بېرته فعاله کړي.

د دې څېړنې مشري د UCLA د نیورولوژۍ څانګې مشر پروفیسور ډاکټر توماس کارمایکل کړې ده. هغه وايي:
“د فالج د درملنې لپاره موږ په یوه نوي دورې ته داخل شوي یو. موږ د داسې درملو په جوړولو تمرکز کړی چې د ناروغانو د ماغزو نیورونونه بېرته سره ونښلوي او د هغو زیانمنو شوو اړیکو رغونه وکړي چې د فالج له امله پرې شوې وي.”

د ساینسپوهانو په وینا د فالج ناروغي د ماغزو د هغه برخو اړیکې پرې کوي چې د حرکت، احساس او نورو مغزي فعالیتونو د کنټرول مسؤلیت لري. دا پرې شوې اړیکې د ناروغانو د اوږدې مودې فلج او بې حرکته پاتې کېدو لامل ګرځي.

خو د DDL-920 درمل د پاروالبومین په نوم ځانګړو نیورونونو فعالیت بېرته فعاله کوي. دا نیورونونه په ماغزو کې د “ګاما څپو” په نوم د یو ځانګړي ریتم تنظیمولو مسؤلیت لري، چې د مغز په فعال ساتلو او د حرکت په کنټرول کې حیاتي رول لري.

په موږکانو ترسره شوې ازمایښتونه ښيي چې دا درمل د ماغزو زیانمنې شوې برخې بیا سره ونښلوي او د حرکت کنټرول بېرته ورکوي. ساینسپوهان باور لري چې د انساني ازمایښتونو په بریا سره به د فالج د ناروغانو لپاره د درملنې یو نوی باب پرانستل شي.

که څه هم دا درمل اوس مهال یوازې په موږکانو ازمویل شوي، خو ساینسپوهان یې د انساني ازمایښتونو لپاره چمتووالی نیسي. څېړونکي باور لري چې د دې درملو د بریالیتوب په صورت کې به د هغو میلیونونو ناروغانو لپاره د رغیدو نوی امید پیدا شي چې د فالج له امله د حرکت له ستونزو سره مخ دي.

په پای کې ډاکټر کارمایکل وايي: “موږ باید د فزیکي بیا رغونې له دودیزو تګلارو څخه یوه نوې مرحلې ته داخل شو، چې د مالیکولي درملنې پر بنسټ ولاړه وي. دا درمل کولی شي په راتلونکي کې د فالج د درملنې لپاره یو انقلاب رامنځته کړي.”.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.