د ښځینه جنس اوعلم په خلاف مبارزه-د طالبي جهاد یوه موخه/ ۲

لیکونکئ : رڼاګل اریوبزی

137

د ښځینه جنس اوعلم په خلاف مبارزه

د طالبي جهاد یوه موخه

دوهمه برخه

د دې لیکنې د لومړۍ برخې په پای کې مو ولیکل چې د طالبانو اسلامي امارت په ۲۰۰۱م کال کې د یوې بلې ازموینې سره مخامخ شو او هغه دا چې د ۲۰۰۱م کال د د سیپټمبرمیاشتی په ۱۱ نیټه د نیویارک او واشینګټن په ښارونو ترورستی برید وشو. په دې برید کې چې هیڅ افغان پکې برخه نه درلوده تر ۳۰۰۰ زیات امریکایان ووژل شول. امریکایان په دی عقیده ووچی دا برید داسامه بن لادین په مشری دالقاعدې ترورستی ډلی تر سره کړی دی او طالبانو همدی ډ لی ته په خيل ملک کی پنا ورکړی ده. په دي وخت کې امریکا له یوې خوا دنړۍ یوازنی لوی ځواک واوله بلې خوا يې سیاسې مشران په سیاسي اوډیپلوما تیک هنرچندان نه پوهیدل اونه يې هم دهیوادونو ترمنځ دنړۍ والو حقوقو پروادرلوده. په هغه وخت کې د امریکې ولسمشر بوش او انډیوالان يې له یوه سره دجګړوپه لټه کې وواودجګړوله پاره يې یوه پلمه غوښته.

بیله دې چې دلانجې دحل له پاره دطالبانوسره خبروته غاړه کیږدې اودکومې سیاسي کړنلارې په لټه کې شي، په بیړه اوکلکه سرزورۍ يې له طالبانو وغوښتل چې بن لادین په لاس ور کړي. په دې وخت کې طالبانو دوې لارې درلودې: لومړۍلارداوه چې بن لادین به امریکاته تسلیموي یا به يې دهغه په خوښه پاکستان او یا کوم بل هیواد ته لیږي. په دې توګه به په دې حساس وخت کې د بلې جګړې مخه ونیسي، په سوله او ارامۍ کې به دسلګونوزره کونډو، یتیمانواودجنګځپلي او په وینولړي هیوادغمخوري وکړي او خپل ترټولومهم او ضروري اسلامي اوملي مسؤلیت اومکلفیت به اداکړي. بله لار داوه چې په بې عقله او بي مسؤلیته سرزورۍ ملک اومسلمان ملت ته شا کړې اوداټول دیوه بن لادین نه قربان کړي. دوی دا دوهمه لارغوره کړه اواعلان يې وکړ چې: «تر هغو چی یو افغان هم ژوندی وی بن لا دین به له هیواده ونه باسی.» یانې داچې تراخري افغان پورې به دبن لا دین دسر صدقه کړه. داسلامي امارت دې پریکړې دملت اوامارت ترمنځ اړیکوته نور زیان هم ورساوه. امریکایان چې د جګړې له پاره دکومې بانې په لټه کې ووطالبانوهغه بانه په لاس ورکړه. وايي چې حامد کرزی دامریکا د سئ آی اې یو پخوانی اومنل شوی همکارو اودانور، دشمالي ټلوالې سروالان، يې په بیړه په یو څو ملیونو ډالرو راونیول، له ځان سره يې ملګري کړل اود ۲۰۰۱ میلادی کال داکټوبر دمیاشتی په  ۷ نیټه یی په افغا نستان وسلوال برید وکړ. په دې جګړه کې طالبان مات شول اواسلامي امارت يې ړنګ شو. امریکایانو په افغانستان کې د حامد کرزي په سروالۍ د خپلې خوښې حکومت جوړکړ چې د امریکا ترنظارت لاندې يې د مات شوو او تسلیم شوو طالبانو په وړاندې په بې رحمه اووحشیانه کړنو لاس پورې کړ. دکندوز او ځنې نور ځایونو نه يې په زرګونو طالبان په کانتینرونوکې لیلي دشتې ته یوړل.

یو څه يې په لارو کې اونور ټول يې په لیلي دشته کې ووژل. ځینو طالب مشرانوچې خپله ماته يې ومنله له امریکايي مقاماتواوحامد کرزي نه وغوښتل چې موږ مات یو، په حکومت کې برخه نه غواړو، نور په سیاست کې ګوتې نه وهو، یوازې دااجازه راکړی چې په خپلو کورونوکې واوسیږواو په جوماتونو کې عبادت وکړو، موږ پاکستان ته مه اړکوی. امریکایانو، چې د فرعونیانو په شان دغروراوتکبرپه نیلي سپاره وواو افغاني پلویانو يې، چې دامریکایانو په نوکرۍ کې په افغانانوباندې ددایمي واکمنۍ اوبادارۍ خوبونه لیدل، دطالبانو غوښتنه نه یوازې ونه منله بلکې ټول يې ونیول اودبګرام اوګوانتاناموپه زندانونو کې يې واچول او د نورو هغو د نیولو په لټه کې شول چې لا په لاس نه ووورغلي. په دې ډول دطالبانونه دژوندلارورکه شوه، بله چاره يې نه درلوده، د وچ کلک زور په وړاندې یې په مقاومت لاس پورې کړ. په لومړي سرکې يې د سرتیرو کوچنیو ګروپونو د دوښمن په نظامي اډوپارټیزني بریدونه کول، دوخت په بهیرکې خواکمن کیدل اودجګړې په دریم کال کې دومره زورورشول چې په مورچو اوسنګرونوکې هم جنګیدل. دا جګړه شل کاله وغځیده اودطالبانو په بري پای ته ورسیده. دجنګ په بهیرکې دطالبانوتبلیغ ترډیره نظامي اړخ درلود، خپلې نظامي لاسته راوړنې اوددښمن ماتې يې بیانولې. د جهاد موخه يې دا ښوده چې هیواد به ازادوي، بهرنیان به ترې شړي او په هیواد کې به یوسوچه اسلامي نظام جوړوي.

او نور يې دټولنیزژوند په بیلابیلوبرخوکې دخپلو پروګرامونواومرامونوپه هکله نه ډیرڅه لیکل اونه يې بیانول. دټولنیز ژوند په بیلابیلو برخوکې دهرې پوښتنې په وړاندې ځواب داو چې موږ به دا موضوع داسلام په چوکاټ کې حل کوو. په ټولنیزورسنیو کې مې کله داهم لوستل چې طالبانوترخپلې ولکې لاندې ولسوالیو کې پراته دجونواوهلکانو ښوونځي په خپل حال فعال پریښودل اوحتی دهغوی په تعلیمي نصاب کې یې هم لاس وهنه ونه کړه. کله به چې خاص د ښځینه جنس دحقوقوپه تیره بیادښځودکاراودجونو دزده په هکله کومه پوښتنه ترې وشوه، ځواب يې همهغه د اسلام په چوکات کې دښځینه جنس دحقوقواداکول واو په دې هکله يې خپل نیت اوراتلونکې سیاست له خلکو پټ ساته.  حقیقت دادی چې افغان ولس یو مسلمان ولس دی اوداسلام په مبین دین کلکه عقیده لري اوورسره سم په خپلواکۍ مین ولس دی او دا ځانګړتیا يې ټوله دنیا پیژني او د امپراتوریو هدیره يې بولې، نو ځکه يې د طالبانو جهاد دواړو جهتونو، اسلامي اوملي ازادي غوښتونکي،اړخونوسره مینه درلوده اودزړه له کومې يې غوښتل چي مرسته ورسره وکړي، خودښځینه جنس دحقوقوپه تیره بیا دزده کړواودکارحق په هکله دطالبانو په نیت اوسیاست شکمن وو. ځینو دا هیله درلوده چې دطالبانو تحریک دخپل امارت د لومړۍ دورې راهسې ډیري تجروبې وکړې، ډیرڅه يې ولیدل اویوڅه به يې زده کړي هم وي او د امارت د تیرې دورې تیروتنې به تکرارنه کړي. ځینونوروبیاویل چې طالبان په دې عقیده دي چې دهرډول اشتباه ګانواوتیروتنونه مبرادي، نه په ځان کې کومه تیروتنه ویني اونه به په خپله تیروتنه اعتراف وکړي، ځانونه ورته دبشریت نه یوڅه وچت ښکاري. څه يې چي ترسره کړي دي اوڅه چې کوي، د عقیدې له مخې يې ترسره کوي. دوی ښځه ترنارینه ټیټه ګڼي، دانسان ټیټوالی اولوړوالی، نیکي اوبدي اوبلاخره دلوی خدای په دربار کې د ښځي مقام په عمل پورنه بلکې دهغې په جنس پورې تړي. په دې منجمد فکرټول ښځینه جنس او په هغوي کې خپلی هغه پاک لمنې میندې هم سپکوي چې داسلام پیغمبر ( ص ) جنت د هغو ترپښو لاندې ګڼي.

طالبان په خپل جهاد کې تدبیر اوتعقل ته چندان ارزښت نه ورکوي او په وچه کلکه سرزورۍ کې ځان ته جنت لټوي. دوی به تیرې کړنې ترکره کتنې لاندې ونه نیسي، که چیرې بیا قدرت ته ورسیدل هغه چارې به بیا تکرارکړي چې د امارت په لومړۍ دوره کې يې پیل او ترسره کړې وې. جونه به بیا زده کړواوښخې به بیاکارته نه پریږدي، تعلیمي نظام به له پښو وغورځوي، له بهرنۍ نړۍ سره به سیاسي اوتجارتي اړیکي وشلیږي، بېکاري اوبي وزلي به ډېري لوړې کچې ته ورسیږي او خلک به دلوږې، ناروغیو اونورورنځونوترستم لاندې کړیږي. په دې ډول که ولس له یوي خوا دبهرنیواشغالګرودوحشت اودکورنیو فاسدو زورواکانوله بډواولوټماریورنځیده اوپه ورکیدويې خوشالیده، له بلې خوا دطالبنو دعقل نه خالي، وچې کلکې سرزورۍ نه هم ډیرډاریده اوشل کاله په اصطلاح دپاڼ اوپړاګ ترمنځ اوسیده. د ۲۰۰۱م کال په مني کې داجګړه دطالبانو په بري پای ته ورسیده. په افغانستان کې لا پا تې بهرني فوزیان سرګردان اوپریشان په تلوار مخ په تیښته شول اودجمهوریت پخواني سروالان لکه سیاف قانوني، داحمدشا مسودوروڼه اونوردبهرنیو تروتلولاوړاندې په بیړه اوچټکتیا دپاکستان په لورروان اوورټیټ شول. په دې ډول د افغا نستان اسلا مي امارت دافغانستان اسلامي جمهوریت ځای ونیو، افغانان دبهرنیانوداشغال اود کورنۍ فاسدالطوافې نه ازادشول اودطالبانو په لاس ورغلل. عام ولس دبهرنیواشغالګروپه وتواودکورنیوفاسدولوټمارانوپه ورک کیدو پسې ملال نه شواودطالبانوپه راتګ چندان خوشال نه شو. په دې جګړه کې ټول ۲۳۶۱۵۴ افغانانوژوند له لاسه ورکړ. دوی ټول دبن لادین دسر صدقه شول اوکونډې یتیمان ترې پاتې شول. دجنګ په قربانیانو کې ۱۲۰۰۰۰ طالبان وو، ۶۷۰۰۰ افغاني سرتیري اوپولیسان وو، ۵۰۱۵۴ ولسي وګړي ووچې نه په طالبانو اونه دهغوی په مخالفانو پورې تړلي وو.

د دې لیکنې دوهمه برخه په دې ځای پای ته رسوو او په دریمه برخه کې دښځينه جنس دکار اوزده کړو په هکله دامارت عملي سیاست څیړو.

د ښځینه جنس او علم په خلاف مبارزه/۱

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.