د ذهن او افکارو مدیریت

نصيراحمد څپاند

168

د ذهن او افکارو مدیریت مهم مهارت دی چې کولی شي د یو فرد ذهني سکون، تمرکز، خلاقیت او عمومي ژوند ښه کړي. دلته ځینې مهمې طریقې شته چې مرسته کوي ذهن کنټرول او افکار منظم کړو:
ګرانو لوستونکو! لکه څنګه چې تاسو ته څرګنده ده، زموږ په ټولنه کې، په دولتي ادارو او کاري چاپېریالونو کې، د رسمي وخت پر مهال، د ټوکو ټکالو تر څنګ، سیاسي بحثونه، یو د بل پر خلاف خبرې، او حتی غیبت په ښکاره توګه روان وي. دا چاره ډېری وخت د همکارانو تر منځ د خفګان او اختلاف لامل ګرځي. د دې ستونزې د روښانه کولو لپاره، تاسو ته یو ژوندی مثال وړاندې کوم چې د مدير لخوا د ستونزې د حل په پار په کارمند تمرين او عملي شوي دی.
په يوه اداره کې یو کارکوونکی خپل د دفتر مدیر ته ورځي او ورته وایي چې زه نور په دې دفتر کې کار نه کوم، ځکه چې دلته هر کس د بل غیبت کوي، ټوکې کوي او پر سیاسي مسایلو بحث کوي.
مدیر یې ورته وایي چې سمه ده، کار مه کوه؛ خو که زما دا اخیري خبره دې ومنله، ته به په کور ناست یې او زه به تنخوا درلېږم. کارکوونکي ورسره ومنله.
مدیر ورته وویل چې یو ډک ګیلاس اوبه واخله او په ټول دفتر کې درې ځلې وګرځه؛ خو پام دې وي چې یو غړپ اوبه هم درځنې توی نه شي.
کارکوونکی روانېږي، دفتر کې درې ځلې ګرځي او بېرته د مدیر شعبې ته له ډک ګیلاس سره راستنېږي. مدیر ترې پوښتنه کوي چې څو کسه دې په غیبت ولیدل؟ څو کسان دې ولیدل چې ټوکې کوي؟ څو کسانو پر سیاسي مسایلو بحث کاوه؟
کارکوونکی هک پک شي. مدیر ورزیاتوي چې که خپلې موخې وڅارې، خپل کار سره کار ولرې، د منفي خلکو او منفي فکرونو څخه لاس واخلې، بریالی کس به شې. که ته دنده خوشې هم کړې، ذهن چې دې په منفي شیانو روږدی کړی وي، هر ځای کې به درته منفي شیان ښکاري.
نتیجه
که چیرې د ذهن او افکارو مدیریت زده شي، ژوند کې به سکون، خوښي، تمرکز او خلاقیت زیات شي. دا کار تمرین غواړي، خو که دوام ورکړئ، نو ذهن به مو پیاوړی، ارام او هدفمند شي.

کتاب پلورنکۍ نجلۍ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.