په نننۍ نړۍ کې پرمختللي هېوادونه او لوستې ټولنې د خپل سافټ پاور د پیاوړتیا لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کوي. دوی د خپل کلتور، ژبې، هنر، او ارزښتونو د نړیوال نفوذ لپاره میلیونونه ډالر مصرفوي. د سافټ پاور له لارې هڅه کوي چې خپل هیواد لا ځواکمن، با نفوذه، او د نورو لپاره د الهام سرچینه وښيي. نړۍ اوس د سافټ پاور په ډګر کې د سختې سیالۍ په حالت کې ده او هر ملت غواړي چې د خپل کلتوري او فکري نفوذ لمن پراخه کړي.
خو موږ څه کوو؟ موږ، چې د علم، پرمختګ، او عقل له کاروانه زښت زیات شاته پاتې یو، د خپل تاریخ او کلتور د سپکاوي لپاره مو مټې رانغښتې دي. پر ځای د دې چې خپل هویت پیاوړی کړو، د خپل کلتور، ارزښتونو، او دودونو د کمزورتیا لپاره دلایل لټوو. زموږ بدبخته مایکروسکوپ یوازې د خپلو نیمګړتیاوو د موندلو لپاره زوم شوی، او په دې هڅه کې یو چې خپل کلتور بې ارزښته او تاریخ بې معنی ثابت کړو او ځان و خلک له خپل اصل او ریښې نه بېزاره کړو..
کله چې موږ پخپله د ځان دښمن اوسو، بیا ولې باید د خپل حالت څخه شکایت وکړو؟ آیا دا حق لرو؟
آیا کله مو د سافټ پاور د مفهوم په اړه چرت وهلی دی؟ سافټ پاور څه شی دی؟ کوم عناصر لري؟ او ارزښت یې په څه کې دی؟ راځئ، دې مهمې موضوع ته لږ له نږدې وګورو، په اړه یې بحثونه ایجاد کړو، دا نوی مفهوم وپیژنو او په خپل هیواد کې یې د ودې لپاره کار وکړو!
سافټ پاور یا نرم قوت څه شی دی؟ سافټ پاور د یوې ټولنې هغه وړتیا ده چې پرته له زور او جبر، یوازې د خپل کلتور، ملي ارزښتونو، او پالیسیو له لارې پر نورو خلکو، ټولنو، او هېوادونو اغېز وکړي. دا قوت د یو ملت د هویت، جذابیت، او نړیوال نفوذ ښکارندویي کوي. د نړۍ پرمختللي هیوادونه د خپل سافټ پاور د پرمختګ لپاره ډیر کار کوي او دې ته خاصه پاملرنه کوي. آن تر دې چې دا قوت د سیاسي اړیکو، ډیپلوماسي او تجارتي اړیکو لپاره کارول کیږي.
موږ وینو چې ایرانستانیان په ډیره بېشرمي زموږ ستر ادبي شخصیتونه، لکه فردوسي، مولانا جلالالدین بلخي، ناصر خسرو، حکیم سنایي، او نور ګڼ شاعران د خپل فرهنګي ویاړ، تاریخ، او ادبي میراث یوه نه بېلېدونکې برخه ګڼي. دوی دا شخصیتونه نه یوازې د خپلې ژبنۍ او فرهنګي غنا استازي بولي، بلکې د دوی د افکارو، فلسفې، او ادبي آثارو د نړیوال شهرت لپاره هڅې کوي. که چېرته زموږ د ستر شاعر خوشال خان خټک، رحمان بابا، او احمد شاه بابا دیوانونه، یا ان د پښتو د تاریخي ادبیاتو مهم اثر “پټه خزانه” په دري یا فارسي لیکل شوي وای، نو هغوی به دا هم د خپل فرهنګي هویت یوه برخه بلله او موږ ته به یې د هغو د زده کړې درس راکاوه.
که لږ څه خپلې ټولنې ته ځېر شو، نو په خپله ټولنه کې د ګاونډیو ژبنیز اغیز، مذهبي افراطیت، د پردي کلتور نمانځنې، غربي فېشن او ټکنالوژي تاثیرات لیدلی شو. زموږ ځینې هیوادوال کله دومره متاثره شي چې آن له خپل اصلیت څخه منکر شي، او ځینې یې پر خپلو اولادونو د سریالونو د کرکټرونو نومونه کیږدي. آیا په دې پوهیدئ چې زموږ په هیواد کې یو ترکي سریال په ۴-۷ ملیونه ډالرو دوبله او خپرېده؟ زموږ په هیواد کې د رسنیو په برخه کې د کال په ۴۵ میلیونه ډالرو سیالي روانه وه، هر چا هڅه کوله چې د بهرنیو سریالونو په دوبله او خپرېدو کې تر نورو وړاندې وي؛ خو هیچا دا فکر ونکړ چې دا هر څه د کلتوري تروریزم یوه برخه ده او موږ په لوی لاس د نورو د کلتوري تروریزم د ودې لپاره کار کوو. موږ د خپل کلتور د پیژندلو، ودې او پرمخیون پر ځای په دې بوخت وو چې د پردویو کلتور دود کړو او په ټولنه کې خپل ارزښتونه له منځه یوسو.
د سافټ پاور عناصر:
دا لاندې ځینې مهم عناصر د یوې ټولنې د سافټ پاور مهمې برخې جوړوي چې باید وساتل شي، عصري شي او د ودې لپاره یې کار وشي.
- کلتوري نفوذ: د یو هیواد یا ټولنې کلتوري ځواک د موسیقۍ، فلمونو، سریالونو، ادبیاتو، هنر، معمارۍ، او سپورټ له لارې څرګندیږي. دا عناصر د یو ملت هویت جوړوي او د نړیوالو اړیکو په پراخولو کې مهم رول لري.
- ژبه او زده کړې: د یوې ټولنې پرمختللې، ساینسي، او ادبي ژبه، د پوهنتونونو نړیوال شهرت، او بهرنیو محصلینو ته د زده کړې فرصتونه (لکه سکالرشیپونه) د سافټ پاور مهمې برخې دي. دا علمي پرمختګونه د یوې ټولنې په نړیواله پېژندګلوي ک مرسته کوي.
- ارزښتونه او ایډیالوژي: دیموکراسي، بشري حقونه، د بیان ازادي، ټولنیز عدالت، اخلاقي اصول، د چاپېریال ساتنه، او بشري مرستې هغه ارزښتونه دي چې د یو هیواد تصویر او شهرت زیاتوي. همدا ډول، دا شاخصونه د ښو حکومتونو په نړیوال شاخص کې هم شامل دي.
- ډیپلوماټیک نفوذ: په نړیوالو سازمانونو کې د هیوادونو رول ، خیریه موسسې، بشر دوستانه مرستې، او د سولې لپاره کار کول د سافټ پاور د پیاوړتیا مهم عناصر دي. هیوادونه د دیپلوماسۍ له لارې خپل نفوذ پراخوي او نړیوال اعتبار ترلاسه کوي.
- ټکنالوژي او نوښت: د نړیوالو ټکنالوژیکو برانډونو (لکه اپل، ګوګل)، سافټویرونو، ساینسي او طبي پرمختګونو، او ټولنیزو رسنیو یا اپلیکیشنونو (لکه واټساپ، ټکټاک) شتون د یو هیواد د نرم ځواک ښکارندویي کوي. په اوس وخت کې به مو په امریکا کې د چین هیواد د ټکتاک بحث لیدلی وي، چې یوه ورځ بند شو او هماغه ورځ چین د ریډنوټ په نوم بل اپلیکیشن ورته تیار کړ چې یوازې په امریکا کې ۷۰ میلیونه خلکو له ټکتاک څخه ریډ نوټ ته مهاجرت وکړ.
- د ژوند بڼه او فېشن: د خوراکي کلتور (لکه افغاني کباب، سوشي، یا ایټالیوي پیزا)، فیشن، صنعت، او د استوګنې، کار، او تفریح بڼه د یو ملت د کلتوري نفوذ برخه ده. دا عناصر د ملت د سافټ پاور په وده کې مهم رول لري.
ځینې خلک په ډیره بې شرمي افغانستان له دې هر څه خالي او لرې بولي؛ خو داسې نده چې زموږ تاریخ بیخي له هیڅ سره برابر دی. بلکه افغانستان د سافټ پاور بډایه تاریخ لري. افغانستان په دې ټولو برخو کې نړیوال شهرت درلود چې د ادب، موسیقي، معمارۍ، او پرمختګ په برخه کې یې نړیوال شهرت درلود. زموږ علمي شخصیتونو لکه ابن سینا او البیروني د نړیوال علمي پرمختګ د کاروان مشهور غړي وو. د میلمهپالنې، اخلاقي اصولو، او ټولنیزو ارزښتونو له امله مو ټولنه مشهوره وه، او د نړیوالو اړیکو له نظره مو د وریښمو لار د وصال د مهمې نقطې په توګه پیزندل کېده. افغانستان د بانک جهاني او نړیوال وجهي صندوق مهم غړی هیواد وو. که څه هم وروستیو جګړو دې لوی میراث او تاریخ ته ستر زیان اړولی دی خو که موږ هڅه وکړو کولی شو چې خپل ملي ارزښتونه وپیزنو او د پرمختګ لپاره یې کار وکړو.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.