قیس کبیر د افغانستان په اوسني علمي فرهنگي بهیر کې یو پېژندل شوی او مطرح شخصیت دی چې علمي ـ فرهنگي کارونه او لاسته راوړنې یې د اوسني وخت غوښتنو ــ پوښتنو ته ښه ځواب ویلی شي.
د افغانستان په اوسني علمي ــ فرهنگي بهیر کې د قیس کبیر لیکنې د دې لهپاره مهمې دي چې د ده ډیری لیکنې له نوې تکنالوژۍ سره د افغانانو اشنا کول دي او قیس کبیر غواړي چې افغانان له نوې تکنالوژۍ او علمي مسایلو سره گام په گام وړاندې ولاړ شي.
په بېلابېلو منابعو کې د انجنیر قیس کبیر په باب معلومات:
د قیس کبیر د عمر ډېره برخه په میډیا کې تېره شوې ده، خو د ده بیوگرافي په تفصیل سره نه ده خپره شوې. کله چې د ده په بیوگرافي پسې ما خپله پلټنه پیل کړه، یوازې په دوو پتو کې مې ډېر لږڅه د ده په باب وموندل.
د افغان جرمن پورتال د لیکوالو په ارشیف کې یې د بیوگرافۍ په نامه دا کرښې اېښودل شوې دي:
«د دی لیکنې لـﯦکوال د KIT ـ پوهنتون «د کارلسرو انستیتوت د تکنالوژۍ لپاره» د الکتروتخنیک په رشتې کې زده کړه کړې او اوس د دیپلوم انجنیر په توګه د زیمنس په کمپنی Siemens AG کښی د سیستمونو د آتومیشن Automation Systems د چارو په برخې کښی کار کوي او ورسره جوخت د مایکروسافت د سیستمونو انجنیر MCSE هم دی چې «د ودې د شبکې MSDN غړیتوب» لري. همدا رنګه لـﯦکوال د افغان جرمن آنلاین د متصدیانو د ډلې غړیتوب هم لري.»
بله پته چې ما د انجنیر قیس کبیر بیوگرافي په کې پیدا کړه، هغه قاموس کبیر افغانستان دی، دا بیوگرافي هم ډېره لنډه ده. دا یې متن دی:
«محترم قیس کبیر بنیان گذار پورتال افغان جرمن آنلاین (رسانه معتبر ملی افغانی در آلمان) و نیز اساسگذار قاموس کبیر افغانستان، نویسنده و تجربه کار تکنالوژی مدرن میباشد، نامبرده از پوهنتون انستیتوت تکنالوژۍ کارلسروهه (کا آی تی) در رشته الکترو تخنیک دیپلوم دارد. هم اکنون منحیث دیپلوم انجنیر دریکی از شعبات کمپنی زیمنس دربخش اتوماتیشن سیستم ها، مشغول کار است. اضافه بر آن انجنیر سیستم های میکرسافت نیز میباشد. این شخص از تجربیات علمی اش برای کشور اش افغانستان خدمات شایانی دارد.»
وروسته تر دې مې د قیس کبیر بیوگرافي له چت جيپيټي (ChatGPT) نه وغوښته، په لاندې ډول:
سلامونه!
د انجنیر قیس کبیر بیوگرافي راته ولیکه.
چت جيپيټي (ChatGPT) داسې راته ولیکل:
«متأسفانه، معلومات دقیق او بشپـړ د انجنیر قیس کبیر په اړه په لاس کې نشته. خو د موجوده معلوماتو له مخې، ښاغلی قیس کبیر د قاموس کبیر افغانستان په تخنیکي او سافټویر پروګرامینګ برخو کې مهم رول لوبولی دی. د هغه د هڅو په نتیجه کې، د دې قاموس په چوکاټ کې د داخلي او خارجي تجارت برخه فعاله شوې ده، چې دا د افغانستان د تجارت په اړه جامع معلومات وړاندې کوي.»
په همدې نږدې تېروڅو ورځو کې د انجنیر قیس کبیر په باب ښاغلي حفیظالله خالد یوه مهمه لیکنه کړې ده، یوهبرخه دلته رااخلم:
«یکی از خدمت گذاران جامعه ما که دور از وطن و درغربت لحظهٔ نیز مسؤلیت خویشرا نسبت به وطن و مردم خویش فراموش نه نموده، محترم انجینر قیس کبیر است که از سه دهه بدینسو، وقت، انرژی و دانش خویشرا درخدمت وطن و مردم خویش قرارداده است.
انجینر صاحب کبیر از قریب چهاردهه بدینسو با خانواده خویش درالمان اقامت داشته، ایشان بعد از پایان تحصیل خویش دربخش آی تی در پهلوی وظیفه رسمی در کمپنی زیمنس، همراه با تعداد دیگری از وطن دوستان مقیم اروپا، ویب سایت افغان جرمن را در سال ۱۹۹۷ ایجاد نمود، در ابتدا این ویب سایت صرف به زبان آلمانی نشرات داشته ولی به مرور زمان و فراهم گردیدن امکانات تخنیکی، بخش دری و پشتو نیز به آن اضافه و به نشریه مهم قابل اعتمادی برای تعدادی زیادی از قلم بدستان کشور ما به مرکزتبادل افکار و تحلیل اوضاع کشور و جهان مبدل گردید.
پورتال افغان جرمن درجریان قریب سه دهه راه پرخم و پیچ درازی را طی و درمسیر راه تعدادی از همکاران از آن جدا ولی این پورتال فخیم با قدم های متین و استوار به راه خود ادامه داده با گذشت هر روز اعتبار آن در بین افغان های مقیم خارج و قلم بدستان عزیزکشور بیشتر و به مدافع راستین هؤیت ملی و تاریخی کشورمبدل گردید.
امروز پورتال وزین افغان جرمن در پهلوی تحلیل حوادث و رویداد های کشور بوسیله قلم بدستان و نویسندگان مجرب، با نشر موضوعات تاریخی، فرهنگی و ادبی به یک مرکز نشراتی معتبر در دنیای مجازی برای هزاران هموطن ما در داخل و خارج کشور مبدل گردیده است.
یکی از ابتکارات مهم انجینر صاحب کبیر و تعداد دیگری از قلم بدستان عزیز کشور ما ایجاد قاموس کبیر افغانستان در جنب این ویب سایت بوده که بمثابه گنجینه بزرگ معلوماتی و دیتابیس در ساحات مختلف سیاسی فرهنگی، اقتصادی، و اجتماعی کشور ما تبدیل و این گنجینه بزرگ معلوماتی امروز منبع و مأخد قابل اعتمادی به صد ها محصل، محقق، و پژوهشگر در داخل و خارج کشور محسوب میگردد، در این قاموس میتوان با دو سه کلیک به هرگونه مطالب دلخواه خویش در ساحات مختلف تاریخی، فرهنگی، حقوقی زراعتی اداری و غیره دسترسی پیدا نمود.
جمع آوری آثار علمی و تحقیقی حبیبیه کار و خدمت بزرگ و باارزش دیگر انجینر صاحب کبیر بوده ، درکتابخانه دیجیتالی حبیبیه آثار باارزش نویسندگان، مؤرخین و دانشمندان نامور کشور جمع آوری گردیده و به هموطنان ما در سراسر جهان این فرصت میسر شده که بطوردیجیتال ومجازی از داشته های این کتابخانه استفاده نماید.
میگویند درخت مثمر بیشتر مورد سنگ اندازی ها قرار می گیرد، انجینر صاحب کبیر نیزمانند بقیه خدمت گذاران وطن درآشفته بازار رسانه های اجتماعی بعضأ از اتهامات و برچسب های ناروا درامان نبوده ولی ایشان با صبر و استقامت در برابر سنگ اندازی های دوست و دشمن چون کوه ایستاده و هرگز از راه دفاع از هؤیت ملی و تاریخی وطن عزیز ما عقب نه نشسته است.
برای انجینر صاحب کبیر آرزوی صحت کامل، طول عمر، همراه با خوشی و موفقیت های بیشتر در زندگی آرزو می نمایم.»
له افغان جرمن پورتال سره زما (اصف بهاند) د قلمي همکارۍ مخینه ۲۰۱۱ ام کال ته ورگرځي، د همدې مودې په اوږدو کې ما قیس کبیر داسې پېـژندلی دی:
د انجنیر قیس کبیر پېژندنه:
علمي ــ فرهنگي شخصیت انجنیر قیس کبیر د ۱۹۶۱ ام میلادي کال د جون پر ۲۵مه، په کابل ښار کې زېـږېدلی دی، د پلار نوم یې محمد کبیر دی. نیکونه یې د افغانستان د لغمان ولایت اوسېدونکي وو او د کاري بوختتیاوو په وجه د افغانستان نورو ښارونو او له هغې ډلې کابل ته کډه شوي دي.
قیس کبیر وروسته تر دې چې د کابل له غازي لیسې څخه فارغ شو، په ۱۳۵۷ کال کې د پوهنتون ته د شاملېدو له ازموینې څخه بریالی راووت او په ننگرهار پوهنتون طب پوهنځی کې خپلې زدکړې پیل کړې.
وروسته له څه مودې نه د ناامنیو په ډېرېدو سره پوهنتوني زدکړې ترې پاتې او پېښور ته له نورو محصلینو سره جبراً کډه شو او هلته یې په بېبرخهلیک ډول شپېورځې تېرولې چې وروسته د خپلې کورنۍ په مرسته جرمني هېواد ته مهاجر شو او تر اوسه همدلته ژوند کوي.
د هغې ځانگړې مینې له مخې چې قیس کبیر یې له زدکړو سره لري، په جرمني کې یې هم د ژبې تر زدکړې وروسته بیا «د کارلسرو انستیتوت تکنالوژۍ» (KIT ـ پوهنتون) د الکتروتخنیک په څانگه کې لوړې زدکړې پیل کړې او اوس د دیپلوم انجنیر په توگه د زیمنس په کمپنی کې د سیستمونو د آتومیشن (Automation Systems) د چارو په برخه کې کار کوي او ورسره جوخت د مایکروسافت د سیستمونو انجنیر (MCSE) هم دی.
د مهاجرت د چاپېریال له ستونرو سره ـ سره قیس کبیر د خپلې رسمي دندې ترڅنگ له وطن او علمي فرهنگي کارونو سره د بېپایه مینې له مخې په ۱۹۹۷ میلادي کال کې د یوه بل افغان (انجنیر محمدفرید) سره په گډه د افغان جرمن پورتال بنسټ کېښود. په پیل کې د دې پورتال اصلي موخه دا وه چې جرمنانو ته د افغانستان په باب معلومات وړاندې کړي او افغانستان له یوه مثبت اړخه جرمنانو ته وروپېژندل شي؛ خو په ۲۰۰۱ میلادي کال کې یې د ځینو نورو باتجربه افغانانو (ولیاحمد نوري او انجنیر کریم عطایي) په مرسته د افغان جرمن انلاین افغاني (پښتو ــ دري) ورژن رامنځته کړ چې څه موده وروسته انجینیر خلیلالله معروفي هم له دې ټیم سره مرسته پیل کړه. افغان جرمن انلاین اوس د یو علمي ـ فرهنگي پورتال بڼه غوره کړې ده چې د افغانانو لهپاره د یوې بااعتباره علمي ــ فرهنگي ادرس حیثیت لري.
انجنیر قیس کبیر د خپلو نورو رسمۍ، علمي ـ فرهنگي فعالیتونو ترڅنگ د «قاموس کبیر افغانستان» (د افغانستان لوی قاموس) کارونه هم پیل کړل او داسې مسلکي او تجربه لرونکي کادرونه یې راټول کړل چې د یوه قاموس د لیکلو او بشپـړلو اړتیاوې یې ایجابوي. قاموس کبیر افغانستان په ۲۰۱۵ ام میلادي کال کې، د افغان جرمن پورتال په لمن کې وزېـږېد، خو اوس یې د یوه جلا علمي ــ فرهنگي ارگان بڼه خپله کړې ده اوس د دې قاموس په چوکاټ کې نورې گڼې مسلکي څانگې هم پرانستل شوې دي او د یوې لویې انسایکلوپیدیا بڼه یې غوره کړې ده.
په میډیا کې د قیس کبیر علمي، سیاسي، معلوماتي او فرهنگي مقالې خپرې شوې دي چې تر ټولو ډېره برخه یې د افغان جرمن د لیکوالو په ارشیف کې خوندي دي چې اوس یې شمېر ۱۸۵ مقالو ته رسیـږي. د دې مقالو غوښنه برخه د علمي مسایلو توزیح او تحلیل ته ځانگړې شوې ده. دلته به د ځینو مقالو سرلیکونه او لینکونه راواخیستل شي:
ــ توضیحات پیرامون تکنالوجی و کانسپت «قاموس کبیر افغانستان» بر اساس « Bigdata»،
https://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/kabir_q_sharhe_tachniki_qka.pdf
ــ تشریح کوتاه از «تئوری نسبیت» در قاموس کبیر افغانستان،
https://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/kabir_q_tashrehe_loghat_in_qka_17.pdf
ــ تشریح تعدادی از لغات و کلمات مانند (هوش مصنوعی، آرکیالوجی یا آرکیالوژی و هیپنوتیزم) با ریشه های آنها در قاموس کبیر افغانستان،
https://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/kabir_q_tashrehe_loghat_in_qka_14.pdf
ــ تشریح تعدادی از لغات و کلمات علمی، تخنیکی با ریشه های آنها در قاموس کبیر افغانستان،
ــ چرا لسان عربی یکی از مهمترین زبان های جهان محسوب می شود؟
https://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/kabir_q_chara_lessan_arabi.pdf
ــ دیوار های اصلی و دیوار های مجازی – تشریح تخنیکی پراکسی سرور،
https://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/q_kabir_proxy_server_in_pakistan_2.pdf
ــ تکنالوجی « speech to Text » نوشتار به گفتار،
https://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/q_kabir_technology_text_for_speech.pdf
ــ اگر امروز اقدام نکنیم فردا دیر خواهد بود، اهمیت زبان ها درتکنولوژی جدید و آینده و منافع ملی کشورهای مربوط به آن.
https://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/q_kabir_ahmiat_zabanha_in_new_technology_1.pdf
پاسنۍ مقالې د قیس کبیر د هغو علمي ــ فرهنگي کارونو څو بېلگې دي چې هره ورځ لا هر ساعت د نوې نسل لارښونو لهپاره اړینې دي.
د قیس کبیر د علمي ـ فرهنگي هڅو ډېره سلنه د نوي نسل د روزلو په موخه د ځوانانو په منځ کې د نویو علمي اصولو په رڼا کې د نوې تکنالوژۍ عامول دي.
انجنیر قیس کبیر واده کړی دی، د دوو اولادنو (یوهلور، یوزوی) پلار دی او له خپلې کورنۍ سره د جرمني په «کالسترو» ښار کې ژوند کوي.
د قیس کبیر علمي ـ فرهنگي هڅې:
څومره چې ما د قیس کبیر مقالې له نظره تېرېکړې دي، هغو ته په پام سره، زه د قیس کبیر علمي ـ فرهنگي هڅې په لاندې دریو برخو ویشم:
ــ د افغان جرمن پورتال د خپرونو پیل او په هغه کې د قیس کبیر رول،
ــ د افغانستان لوی قاموس او د دې قاموس په علمي ـ تخنیکي چارو کې د قیس کبیر ونډه،
ــ د قیس کبیر لیکوالي.
ــ د افغان جرمن پورتال د خپرونو پیل او په هغه کې د قیس کبیر رول:
انجنیر قیس کبیر له یوه افغان تلویزیون (وطنرادیوتلویزیون) سره په خورا اوږده مرکه کې دا موضوع روښانه کړه چې: افغان جرمن انلاین او قاموس کبیر دوې جلا علمي فرهنگي پتې دي چې د هریوه د کار او موخو لاره سره بېله ده. افغان جرمن په ۱۹۹۷ کال کې فعالیت پیل کړ او په هغه وخت کې یې اصلي موخه دا وه چې افغانستان له یوه مثبت اړخه جرمنانو ته وروپېژندل شي.
قیس کبیر د ځینو نورو افغانانو (ولیاحمد نوري او انجنیر کریم عطایي) په مرسته د افغان جرمن افغاني انلاین ورژن رامنځته کړ چې څه موده وروسته انجینیر خلیلالله معروفي هم له دې ټیم سره مرسته پیل کوي.
دغه راز ښاغلي قیس کبیر د یوې مقالې په ترڅ کې د افغان جرمن پورتال د خپرونو او اوسني حالت په باب داسې لیکلي دي:
«افغان جرمن آنلاین» اولین وبسایت افغانی بود که در سالهای ۱۹۹۷ به زبان جرمنی در انستیتوت
Karlsruher Institut für Technologie KIT
به راه افتاد بعداً به کمک یک تعداد از افغانهای ملیگرا به لسان های دری و پشتو آغاز به نشرات کرد. پالیسی این وبسایت تا به امروز ملیگرایی غیرقومی و روشنگرانه و دفاعی میباشد، هیچکس اجازه ي تبلیغ به کدام سازمانی و گروپی و توهین به عفت کسی را ندارد.
فعلاً مسؤولیت «افغان جرمن آنلاین» به دوش من نیست و گروپ دیگری آنرا تهیه و ترتیب می نمایند . من فعلاً مسؤولیت اصلی «قاموس کبیر افغانستان» را با تعدادی از افغانهای که در رشته های خود وارد و مسلکی اند، دارم. پالیسی ما آماده کردند معلومات در هر ساحه یی که مربوط افغانستان است میباشد و آنهم بدون قضاوت… قضاوت را باید خود استفاده کنندگان کنند.»
افغان جرمن پورتال اوس هم په انلاین بڼه خپل فعالیت ته دوام ورکوي او د افغانانو له پاره د یوه بااعتباره علمي فرهنكي پتې حیثیت لري.
ــ د افغانستان لوی قاموس او په دې قاموس په علمي ـ تخنیکي چارو کې د قیس کبیر ونډه:
قاموس کبیر افغانستان د افغان جرمن پورتال په لمن کې وزېـږېد، خو اوس یې د یوه جلا علمي ــ فرهنگي ارگان بڼه خپله کړې ده.
څنگه چې مخکې هم اشاره ورته وشوه چې افغان جرمن انلاین او قاموس کبیر دوې جلا علمي فرهنگي پتې دي چې د هریوه د کار او موخو لاره سره بېله ده. اوس قاموس کبیر افغانستان د یوه پوهنغونډ یا انسایکلوپیدیا بڼه خپله کړې ده.
کله چې د دې قاموس چارې پیل شوې د قیس کبیر تر نوې سلنې ډېر وخت د دې قاموس د علمي او تخنیکي چارو د سمون له پاره وقف شو.
د قاموس کبیر افغانستان په باب ښاغلي قیس کبیر داسې لیکلي دي:
«گرچه «قاموس کبیر افغانستان» در سالهای ۲۰۱۵ زادهٔ پورتال افغان جرمن بود و در همین دنیا مجازی مفکورهٔ ایجاد و انکشاف بعدی آن سر و سامان یافت و از همین طریق دانشمندان، خبره گان، زبان شناسان و هموطنان ما همکاری خویش را با قاموس کبیر افغانستان آغاز کردند و آنرا تا به امروز با محتوی کنونی انکشاف دادند. ولی اکنون قاموس کبیر افغانستان از نظر متن، محتوی و شکل به یک قاموس بزرگ زبان دری با ابعاد وسیع عرصه های متنوع علوم تبدیل گردیده است و ایجاب میکند تا از این ببعد قاموس کبیر افغانستان نه منحیث الحاقیهٔ وبسایت افغان جرمن آنلاین بلکه منحیث ارگان مستقل علمی – فرهنگی فعالیت خویش را به پیش برده و دارای تشکیلات مستقل منحصر به خویش باشد. قاموس کبیر افغانستان یک ارگان علمی – فرهنگی بوده وبدون هرنوع تعلقات سیاسی و سازمانی به همهٔ مردم افغانستان تعلق دارد.
خلاصه دوستان مسؤولیت زیربنای تخنیکی آنرا به دوش من گذاشتند. امروز این قاموس با ۱۰دیتابیس مختلف که ۸ ِآن به لسان های افغانی و ۲ دیتابیس دیگر آن به لسان انگلیسی که بخش علمی اقتصاد و زمین شناسی را دربرمیگیرد. بخش زبانی این دیکشنری «مجمع اللغات» به سوی ۳۰۰۰۰ سی هزار لغات، کلمه و اصطلاحات در حرکت است. به راه اندازی یک قاموس با معیار های امروزی، بخش های مختلف را احتواء میکند. بخش اول آن، آماده ساختن زیربنای تخنیکی میباشد که آماده سازی هاردویر و سافتویر است. سرور، اوپریتینگ سیستم و دیتابیس ها که با هم یکجا دیزاین و تقسیمبندی میشوند…»
د قیس کبیر د علمي ـ فرهنگي هڅو ډېره سلنه د نوي نسل د روزلو په موخه د ځوانانو په منځ کې د نویو علمي اصولو په رڼا کې د نوې تکنالوژۍ عامول دي.
څه باندې څوارلس کاله کېـږي چې له افغان جرمن او د افغانستان لوی قاموس سره د خپلو مسلکي زدکړو په کارولو سره همکار یم، خو ما قیس کبیر له نږدې نه دی لیدلی. د یادې اوږدې مودې همکارۍ په ترڅ کې په وار ـ وار داسې راته ثابته شوې ده چې قیس کبیر د لوی حوصلې خاوند دی.
داسې هم شوي چې زه د یوې مقالې د خپرېدو یا نه خپرېدو په وجه قهرېدلی یم، خودی راته لکه د حوصلې لوی غر گونگ او خاموشه پاتې وي او زه وروسته پوه شوی یم چې دی له یوې خوا حق په جانبه وي او له بل لوري یې په خپلې خاموشۍ سره ما ته لوی درس راکړی دی.
له افغان جرمن سره زما له قلمي او عملي مرستو نه څهموده وروسته د یو قلمي همکار په توگه د قیس کبیر په ادرس یو وړاندز ولېـږه چې متن یې په لاندې ډول دی:
«د افغان جرمن آنلاین پورتال درنوچلوونکو!
هڅاند او زړه سواند دانشمند قیس کبیر!
زما درناوی او نیکې هیلې ومنئ.
تاسو ته په علمي ـ فرهنګي او شخصي ژوند کې بریالیتوبونه غواړم.
د یوه ښوونکي په ډول زما زړه او ماغزه له خبرو او ویلو ډک دي، خو د اوس له پاره دا غوټې په دې لیک کې نه خلاصوم.
ښاغلي قیس کبیر د خپــلو ډیــرو علمي او په اوسني وخت کې د افغانانو له پاره د ډیرو اړینو مــقالــو (اگرامروز اقدام نه کنیم، فردا دیرخواهد بود) د ژباړې غوښتنه کړې وه، که تراوسه پورې پښتو ته چا نه وي اړولې او د ژباړې وعده یې هم نه وي کړې؛ ما ته ژر بیرته ولیکئ چې پر پښتو باندې یې د کومو برخو اړل غواړئ، زه به یې په ویاړ سره له دري نه پښتو ته واړوم، بیرته به یې د چاپ له پاره تاسو ته درولېـږم او په دې ډول به ستاسو له برکته د دغه علمي ـ فرهنګي خدمت په دایره کې ځان ورګډ کړم.
ستاسو یو قلمي همـکار
پوهندوی آصف بهاند
د ۲۰۱۲ کال د اگست څوارلسم
هېدرسلیف
ډنمارک»
دا مرسته و نهشوه، خو ما بیا هم خپله قلمي همکاري ورسره وغځوله. څه موده وروسته د دې پورتال د یو همکار ښاغلي سید رحمن غوربندي له لوري له ما نه هیله وشوه چې زه له دوی سره د نشراتي بورد په چوکاټ کې مرسته وکړم، ما هم دا وړاندیز ومانه او خپله همکاري مې پیل کړه چې دا دی ترنن پورې دا همکاري د متقابل درناوي په چوکاټ کې روانه ده.
ــ د قیس کبیر لیکوالي:
په مخکینیو کرښو کې هم یادونه وشوه چې په میډیا کې د قیس کبیر علمي، سیاسي، معلوماتي او فرهنگي مقالې خپرې شوې دي چې تر ټولو ډېره برخه یې د افغان جرمن د لیکوالو په ارشیف کې خوندي دي، اوس یې شمېر ۱۸۵ مقالو ته رسیـږي. د دې مقالو غوښنه برخه د علمي مسایلو توزیح او تحلیل ته ځانگړې شوې ده.
د قیس کبیر د علمي فرهنگي شخصیت په باب د نورو قلموالو نظریات:
قیس کبیر ته په دې وروستیو کې څه صحي ستونزې پېښې شوې چې خبره یې روغتون او عملیاتو ته ورسېده. په افغان میډیا کې د قیس کبیر په نامه گڼشمېر پیامونه خپاره شول، له دې پیامونو هم د ده د علمي ـ فرهنگي کارونو وزن ښه معلومېدای شي.
د ده د ناروغۍ او بیا رغېدو په پار، گڼو قلموالو د ده د فرهنگي ـ علمي کارونو د ستایلو ترڅنگ، ده ته د ښې روغتیا او ارامه ژوند او خپلو خلکو او وطن ته د نورو خدمتونو د کولو هیلې څرگندې شوې دي. دا یې څو بېلگې دي:
حسیب الله:
«پس از تقدیم سلام و احترامات قلبی خدمت همه،
از آنجائیکه دوست عزیز و محترم ام انجنیر قیس جان کبیر برای جامعه ای جنگنده ای افغانی ما هیچگاه از خدمات شبانه روزی اش در راه های آگاهی رسانی به مردم عزیز ما دریغ ننموده است، در عین حال با سعی و تلاش شبانه روزی اش یک پل ارتباطی علمی را در بین مردم عزیز ما ایجاد نموده است، در کنار آنکه از خداوند متعال برایش شفا و صحت کامل، طول عمر و خوشی های فراوان استدعا میدارم…
با تقدیم احترامات فائقه
حسیب الله»
*****
عبدالباري جهاني:
«ګران او محترم قیس کبیر سلامونه او احترامات مي ومنه. له حق متعال څخه عاجله روغتیا درته غواړم. خدای دي مه خوږوه. ستا غوندي باسوادو او فرهنګپالو ناروغي، په داسی حال کي چي وطن په قحط السواد اخته دی، باید د ټولو وطنوالو لپاره د خواشینی وړ وي او ټول باید د عاجلی روغتیا دعا درته وکړي. په وطني مینه.»
*****
رشید:
«ګران اوخواخوږي انجنیرصاحب قیس کبیرته له پاک الله څخه د بیړنۍ روغتیا هیله کوم، په دې هیله چې زرترزره یی د رغنده او فعالوهلوخلو شاهدان واوسو. ستاسې هر دم اوقدم زموږد ژبواوفرهنګ اوتاریخي ملي میراثونوپه برخه کې په تیره بیا په اوسنیوسختواوستونزمنو شرایطوکې دیوه بسیا ډاډ اوملاتړ پیغام دی.
په درنښت
رشید – نوی ډیلی»
*****
شیر ساپی:
ازحدیث فرحآور و باصفا صحت و شفابخشی يکی از تيزترين حربه های خوش دست و در آستين عیان و برملا پشتیبان حقوق فرهنگی و ملی ما؛ مستحضر شدم.
انجنیر صاحب “قیـس کبیر” نازنین مشتاقان حقیقت طلب افغان تا قیامت به شما بدهکارند.
مسرور و شادمانم که عافیتخواه جناب عالی هستم.
*****
احمد فواد ارسلا:
«برای محترم قیس کبیر ، افغان وطندوست ، زحمتکش و فداکار آرزوی صحت و سلامتی داریم.»
*****
د قیس کبیر د علمي ـ فرهنگي شخصیت د لمانځلو لهپاره د یوې لمانځغوندې وړاندیز:
د قیس کبیر د ناروغۍ له رامنځته کېدو سره سم، ځینو فرهنگي دوستانو د کبیر صاحب علمي فرهنگي کارونو ته په کتو سره، د ده د شخصیت قدردانۍ له پاره د یوې لمانځغوندې وړاندیز وکړ. تر ټولو مخکې ښاغلي ایاز نورې د یوې مقالې په ترڅ کې دا وړاندیز داسې مطرح کړ:
پس له سلام او احترام څخه،
د لوړ مقام استاذ کاظم صاحب څخه مننه کوم، چې د محترم مدیر صاحب قیس کبیر د روغتیایي حال په باب یې اړینه توضیح ورکړه،، دا چې اوس مدیر صاحب شه ده، زمونږ د خوشالي سبب سو.
د محترم لیکوال او محقق حفیظ الله خالد لیکنه «معرفی یک افغان ، افغانستان دوست، ۱۱ د مارچ» مې ولوستله. زه د خالد صاحب سره موافق یم، چې مونږ افغان نسل د خپلو فعالو او ملت پاله خذمتګارانو په قدر کولو کې فعاله نه یو او انسجام ورته نلرو. له هغه کتاره د محترم مدیر صاحب قیس کبیر د ملی خدماتو پالنه د یوې مشهورې او موثرې نشرې (افغان-جرمن ان لاین) په تاسیس او بیا ۲۵ کاله چلولو کې هم پس پاته یو.د کبیر صاحب او د هغه د زیار کش اداري ټیم د هلو ځلو برکت ده، چې نن نوموړې نشریه د خارج په کچه «عالي» مقام او شهرت لري، داسې هم واقع سوي، چې یوه ورځ کې (۱۷) مقالې د افغان غیر عادي فرهنګیانو له خوا، دغه نشریې ته د نشر لپاره را استول سوي دي، د پورتال آرشیف داسې یوه کتابتون ته ورته دهو چې زمونږ د ګران افغانستان د ماضی او حال وضعیت او ملي افتخاراتو او د افغان علماوو مهم مهم قلمي آثار او نظریات په کې خوندي دي او هر افغان کولای سي، ورنه مستفید سي… . ویاړ پر تاسو مدیریتي ټیم باندې…!
در همینجا منحیث یک عضو پورتال پیشنهاد می نمایم که در ماه می و دوام آن که هم صحت مدیر صاحب کبیر بهتر ای بهتر شود و هم هوا اروپا ګرم تر شود، یک محفل «بزرګداشت و قدردانی» از خدمات ملت خواهانه مدیر صاحب و تیم اداری ایشان در محل مناسب برګذار شود، تا باشد قدر آن افغان خویش را تا حدې کرده باشیم، که منحیث خدایي خدمتګار بر علاوه مسوولیت رسمی ایشان وقت و انرژی خویش را برای روشنګری و کار های فرهنګی مردم و کشور خویش درین محل غربت به مصرف رسانده اند.
مصارف این مجلس افغانی را باید هر عضو پورتال تادیه کند. از مدیر صاحب نبیل عزیزی خواهش می کنم تا یک حساب بانکی را معرفی کرده و اعضاء پورتال پول خویش را آنجا ارسال بدارند.
چه مقبول می شود که استاد والا مقام داکتر صاحب کاظم از امریکا با قبول رنج سفر مشترک مجلس شوند، استادان سیستانی صاحب و دودیال صاحب و سایر نویسندګان محترم هم حضور یابند و با هم از نزدیک ببینیم.
په درنشت
ایاز نوری
وبه لیدل شي چې په څو راتلونکو ورځو کې نور فرهنگي دوستان د دې وړاندیز په باب څه وايي.
د قیس کبیر علمي فرهنگي شخصیت ته له هره اړخه چې وکتل شي، باید مثبت ارزیابي شي. دی هېڅکله خپل وخت بېځایه نه مصرفوي او په هره بڼه چې وي د نوي نسل روزلو او پوهولو له پاره کار کوي. هیله چې خدای بشپړه روغتیا ورپه برخه کړي، څو د خپلو خلکو، وطن او په تېره د نوي نسل د لارښونې لهپاره نور علمي ـ فرهنگي فعالیتونه وکړي.
د ده د ښې روغتیا او اوږده با ثمره عمر په هیله!
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.