دا سمه ده چې انسان د ټولنې اغېزې سره ژوند کوي او انسان اړ دی تر څو په ټولنه کې ځان ته ځای ومومي.
نن سبا په نړېواله، سیمه یزه، وطني او ټولنیز ه برخه کې انسان ځان ته ځای مومي او په کاروان کې ورګډېږي.
اوس ویلي شو چې د هر مسلک ،ژبې،قوم،باور ،دیني او مذهبي ډلې خاوندان خپل ځان هغوی سره ورګډوي چې خپل ژوند مخ ته پکې یوسي.
د یوې ژبې ،قوم او مذهب خلک خپله ډله تر هر چا غوره او پر حقه بولي .دوی کوښښ کوي تر څو خپل خلک وژغوري او په نړېوال انساني کاروان کې ورته غوره ځای خپل کړي.دوهمه مسله د یوه دین عقیده ده چې په نړېواله کچه د ډېرو بېلابېلو ژبو،قومونو او هېوادونو خلک په یوه دین او باور سره خپل خلک انساني مارکیټ ته هڅوي تر څو پکې راشه درشه او راکړه ورکړه تر سره کړي.
دریمه برخه خلک مسلکي ،اداري او نظامي وګړي دي چې د هرې ژبې،قوم او بېلابېلو باورونو پېروان سره د یوه دولتي چوکاټ منځ کې سره ګډې ګټې په یوه تعریف شوي چوکاټ کې دننه سره پالي.
خبره دلته دا ده چې په ټول کې افغانان ولې له تېرو ترخو تجربو څخه د خپلو خلکو او جغرافې لپاره نشي کولی د ژغورنې لاره ومومي.
ولې افغانان دا توانمندي نشي خپلولی تر څو خپل خلک په یوه ټغر سره راټول کړي.
په لنډ معاصر تاریخ کې مو ولیدل چې د افغانستان په نوم افغان سیاسیون او یا هم افغان لوبغاړي د خپلو ګټو لپاره دا چې واک ورسره او یا پکې پاتې شي دوی هر ډول ناخوالو ته غاړه ایښۍ او ږدي.
دا چې دا تجربه افغانان لري خو بیا هم چپه خوله او د خپل هېواد د ورانې،وروسته پاتې کېدو او د اشغال ننداره یې کوي.
بلخوا د دوو مسلکونو ټولګی چې په افغاني ټولنیز بازار کې د پام وړ دي هغه ممبر او رسنې دي چې یادولی یې شو.د دې دواړو مسلکونو لارویانو له خپل مسلک سره جفاء کوي او همدوی دي چې غلط باور جوړوي او هغه انځوروي تر څو ولس د څو تنو په ګرو کې پاتۍ شي.
د افغانستان تاریخ وښودله ممبر د داسې کسانو لاس ته لویدلی چې هېواد او ولس د تباهې لوري ته ټېل وهلی او دا ټېله لا روانه ده.که چېرته له ممبر څخه د وخت له غوښتنې سره سم او د خپلې جغرافۍ له تعریف څخه په ګټې اخیستنې سره ګام اوچت شي هم به مو خلک ژغورلي وي او هم دین
په افغانستان کې له ممبر څخه ناوړه ګټه پورته کول لامل د دې ګرځېدلی تر څو خلک د دین پر وړاندې بې باوره شي.افغانان ټول مسلمانان دي او د نړې په کچه تر نورو ټولو پر دین مین او د دین لپاره هر ډول قربانې ته چمتو دي .
دوهمه اړینه خبره دا ده چې له بده مرغه افغانستان د خپلو خلکو پر مټ نن له سالمې سیالې شاته پاتې او غورځېدلی.
تاسو پوهېږې چې په لومړي ځل کله اخبار چاپ شو،رادیو جوړه شوه،تلویزیون باندې خپرونې خپرې شوې او سینمایې صنعت رامنځ ته شو تر ټولو دمخه د وخت حاکمانو او سیاسیونو پروپاګنډې ته پکې ځای ورکړ.پروپاګنډه هغه زهر دی چې د درملنې لاره یې یواځې او یواځې د هغې مخ نیونه ده چې خپره نشي.
افغان خبریالانو تل د خپلو خلکو د وژلو ،بې کوره کېدو او تر دې چې د جګړو او ناخوالو د زېږولو لپاره پکې لاس درلود او لا یې لري.دوی په کرتو،کرتو ولیدل چې سیاسبون یې په خپلو کې هېڅ ډول دښمنې نه سره لري او یاهم په بل عبارت که ووایو ډېري وخت همدا سیاسبون سره یو شوي او په ګډه یې سره حکومت پر خلکو کړی .په ګډه حکومت کول سم کار او د غوره سیاسیونو انتخاب دی خو له بده مرغه افغان سیاسبون دا کار د ځان د ګټې لپاره تر سره کړی نه د خپلو خلکو د ژغورلو لپاره دوی له خلکو او جغرافۍ هېڅ تعریف نلري.
د پردیو د ګټو لپاره دین،مذهب،ژبه ،قوم او سمت د ابزارو په توګه کارولی.د یادو ابزارو لپاره ورته افغان خبریالانو پروپاګنډه خپره کړۍ او خلکو منځ کې یې کرکه او وېره اچولې تر څو هغه پوچ سیاسیون چې خپل ولس او هېواد ته هېڅ په کوپړې کې نلري واک ته ورسېږي.
نن تر هر چا دمخه افغان خبریالان د روان ناورین عاملین دي.افغان خبریالانو وښودله چې دوی له خپلې خاورې،خلکو،سبمې او نړې څخه مالومات نلري.افغان خبریالانو وښودله چې دوی د څو روپیو،کاذب شهرت او پردبو لپاره خپل ولس او وطن له تباهۍ سره مخ کړی.افغان خبریالان که چېرته وغواړي کولی شي خپل ولس او هېواد وژغوري.
((یوه ورځ به سوله وي او افغانان به پکې په ارامه ډول یو د بل تر څنګ ښه ژوند ولري خو د خبریالانو به مخ تور او خپل ضمیر ته به شرمېدلي وي.ځکه چې دوی به پوهېږي چې څه ډول زهر یې شیندلي ول.ښه بېلکه یۍ نني هغه واکمن او سیاسیون دي چې کله یې دین او کله مذهب او کله هم ژبه ابزار وګرځول .د خپلو خلکو وینې یې تویې کړلې خو یواځې او یواځې یې ځان او کورنې مړه کړله او ویې ساتله.نن یې مخ تور دی او هر څه ترېنه پاتې او پردي وطن کې نفس باسي.))
(تابع)
https://dawatmedia24.com/?p=173261
Comments are closed.