په غزه کې د روژې خواږه یادونه

لیکواله: ایمان الحاج علي - ژباړن: نعمان دوست

157
ملګرو!
د غزې میشتې فلسـطینۍ لیکوالې، اغلې ایمان الحاج علي، دغه لیکنه مې کابو درې میاشتې مخکې ژباړلې وه. ما ویل سږنۍ روژه به یې د تېرې روژې (2024) دردونه هېر کړي؛ خو دردونه یې لا توپاني شول او انساني قصابانو لا ډېرې وینې تویه کړې.
په غزه کې د روژې خواږه یادونه
سرچینه: ال جزیره، انګریزي ویبسایټ
د اسرائیلو د ټول وژنې جګړې، د مبارکې میاشتې خوندونه، له منځه وړي دي. اوس یې راته یوازې د خوښیو خاطرې پاتي دي.
***
د روژې مبارکه میاشت پیل شوې. ټوله نړۍ کې مسلمانان روژه دي. له خپلو کورنیو سره ګډ وخت تیروي. عبادت او دعاو ته یې ځانونه وقف کړي دي؛خو زموږ د غزې مسلمانانو لپاره روژه د زړه ماتیدو او ویر میاشت ده.
له پینځو میاشتو څخه ډیر وخت کیږي چې د اس رائیلي پوځیانو په منګولو کې ټول وژنه، ناروغي او ولږه تنده ګالو. د روژې په پیل کیدو، د دوی تاوتریخوالی او وحشت نه دریدلی او نه هم کم شوی دی.
موږ ډیری خلک چې چرګ بانګي (پیشنمي) ته، پر مېز د خوړو ایښودلو او یا د لمانځه لپاره د خوندي ځای موندلو هڅه کوو؛ نو د تیرې روژې تاوده یادونه راسره مل وي. د اس رائیلی بې پیلوټه الوتکو په بنګا او د چاودنو د غږونو په منځ کې سترګې پټې کړم او د غزې د روژې شان او شوکت را یاد کړم:
د روژې مبارکې میاشتې ته چمتوالی به، همیشه له مخکې څخه نیول کیده. څو اونۍ وړاندې به خلکو د ټولې روژې لپاره اړین توکي واخیستل.
زوړ ښار او د هغه دودیز مارکیټ الزاویه به پیریدونکیو ته، تر ټولو زړه پورې ځای و. دلته به د روژې لپاره ټول هغه شیان پیدا کیدل چې کارول یې رواج و. تروه سرکه، بهترینه خرما، خوندور زیتون، خوشبویه مسالې، کشته، د قمر الدین څښاک، وچې میوې او له خوروب (چمبړخیال) سره ګډ د جوسو ګڼ ډولونه به ډیر زیات مشهور ول.
د نوو جامو خریداري به هم ضروري وه. د لمانځه لپاره خاص کالي د خلکو یو مشهور انتخاب و. ډولي کالي به د نجونو او پاسته کالي به د هلکانو لپاره ول.
ماشومانو به میندې او پلرونه له لاسونه کشول او له هغوی به یې د رنګینو څراغونو د اخیستلو غوښتنه کوله. په دې څراغونو د روژې د هرکلي لفظونه لیکل شوي ول.
لارې کوڅې به ښې سینګار او له خلکو ډکې شوې، د رمضان د هرکلي سندرې به غږیدلې. (روژې ته) د انتظار شیبې به له بل هیڅ وخت سره نشوې پرتله کیدای.
په سبا چې به روژه وه، نو د (شپې) به د غزې شاوخوا سیمه کې ، د تراویح لمانځه د قرائت غږونو انګازې کولې. ماشومان به تر ناوخته له کورونو بیرون ول، په کوڅو کې به یې لوبې کولې، څراغونه به یې لاسونو کې نیولي ول، نارې به یې وهلې، سندرې به یې ویلې او د روژې په هرکلي کې به یې اور لوبې کولې.
کورنۍ به سره یو ځای شوې؛ د الشور په نوم د روژې ځانګړي خواړه به یې خپلو کې سره شریک کړل. د سهار لمونځ به یې په ګډه کاوه. بیا به ځینو لنډ خوب وکړ، نور به بیرون کار یا ښوونځيو ته لاړل. ماسپښین به ټول بیرته کورونو ته راوګرځيدل او دا به د تلاوت کولو وخت و. ماشومانو به په کورونو او جوماتونو کې آیتونه لوستل او په یادو به یې زده کول. میندو- پلرونو، بابا ګانو او انا ګانو به خپلو اولادونو او لمسیانو ته د پیغمبر ص کیسې کولې.
بیا به د روژه ماتې د تیارولو وخت شو. له لمر لویدو یو ساعت مخکې به، چم ګاونډ د مختلفو خوړو خوندورو بویونو په سر اخیستی و. د ټولو کورونو پخلنځي به د کورنیو له غړو ډک شول، ټول به په کار بوخت ول. یوه به مقلوبه (د غوښې او سبو پلو) تیاروه، بل به چرګان پخول او بل به د مولوخیا په نوم د سوپ په چمتو کولو لګیا و. په دې کې به یوه ګاونډي په خپل کور کې د پخو شویو خوړو ډک قاب راوړ چې دا به هم بیا خالي لاس نه پریښودل کیده.
کله چې به لمر پریوته، د روژه ماتې مېز به تیار شو او خلک به ورته کیناستل، ژر به له جوماته د روژه ماتې خبر راغی چې دا غږ به د تکبیرونو له نغمو سره ګډ و. یو بل سره به خوندور خواړه شریک کیدل، په خوشحالۍ به مجلس کیده او خنداوې به وې.
له روژه ماتې وروسته به نران، ښځې او ماشومان د تراویحو لپاره مخ په جومات وخوځیدل. د مقدس قران د تلاوت او دعاو غږونه به د غزې په هره برخه کې اوریدل کیدل. بیا به ماشومانو لپاره له ټولو خوندور وخت را ورسیده. میندو به د قتیف (غټې خوږې کولچې) تیارې کړې وې، دا هغه خواږه دي چې یوازې په مبارکه روژه کې پخیږي.
کله چې به د دې خوږو له خوړلو خلاص شول، نو کورنیو به له یو بل سره لیدل او یا به ټلویزیون ته راټول شول او د خپلې خوښې رمضاني سیریال به یې کوت.
د غزې خلکو لپاره روژه په حقیقت کې د کال تر ټولو غوره وخت دی. غزه، په روژه کې د ځمکې تر ټولو ښایسته ځای دی.
خو، سږ کال مو ونشو کولای چې په سوله کې د روژې هرکلی وکړو او له عبادتونو خوند واخلو. رنګین څراغونه او ګروپونه د ا س را ئیلو د بمونو په لمبو او د (ماشومانو) خواږه غږونه او سندرې د همدې بمونو د چاودنو په غږونو بدلې شوې وې. په کوڅو کې د لوبیدونکیو ماشومانو خواږه غږونه د هغو خلکو په چیغو بدل شوي وو چې تر ویجاړیو لاندې ول. له ژونده ډک چم ګاونډ د هدیرې بڼه خپله کړې وه. جوماتونو کې ګڼه ګوڼه نه وه؛ ځکه چې ټول نړیدلي وو. کوڅې له خلکو تشې وې، ځکه چې د ویجاړو کورونو په کچرو (ماتو ښختو، کاڼو، سمټي ټوټو…) پوښل شوې وې. خلک د روژه ماتي وخت کې هم روژه ول؛ ځکه چې خواړه او څښاک یې نه درلود.
کورنۍ د خوشالۍ او هرکلي لپاره سره نه یو ځای کیدې، دوی د مړو په ویر او ماتم کې سره را غوڼدیدې. کله چې مبارکه روژه پیل شوه، موږ پرلپسې له خپلو شهیدانو سره خدای پاماني کوله.
زموږ درد ته هغه درک لاپسې شدت ورکړی چې نړۍ فلسطینیان پر سپین میدان پرې ایښي او اس را ئیلو ته یې وخت ورکړی چې د روژې په مبارکه میاشت کې یې هم نسل وژنه روانه وساتي.
https://dawatmedia24.com/?p=167030

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.