امریکا د ګرينلنډ په تړاو د ډنمارک پر رول سختې نیوکې وکړې

96

واشنګټن: د امریکا د مرستيال ولسمشر جي ډي وينس له تازه څرګندونو وروسته د ډنمارک او امریکا ترمنځ کړکېچن وضعیت راپورته شوی دی.

وينس په خپلو خبرو کې ډنمارک تورن کړی چې په ګرينلنډ کې خپله دنده سمه نه ترسره کوي او د امریکا لپاره يو “ښه متحد” نه دی.

وينس د فاکس نیوز سره په تازه مرکه ويلي که اړتیا شي چې د امریکا ګټې په ګرينلنډ کې خوندي شي، نو ولسمشر ټرمپ به د سیمې د لا زیات کنټرول لپاره اقدام وکړي، که څه هم اروپایان هر څومره اعتراض وکړي. “موږ ته دا هېڅ اهمیت نه لري چې اروپايان څه وايي!” د جي ډي وينس  سختو خبرو په اروپايي او نړیوالو ډيپلوماتيکو کړيو کې سخت غبرګونونه راپورته کړي دي.

ګرينلنډ چې د نړۍ د ترټولو سترې يخنۍ پوښلې ټاپوګانې ګڼل کېږي، د ستراتېژيک موقعيت له امله د ډېرو هېوادونو په ځانګړي ډول د امریکا لپاره خورا مهم دی. په دې سيمه کې د طبیعي زیرمو شتون، د روسیې او شمالي قطب له نږدېوالي سره د امريکا د نظامي او جيوپوليټيک نفوذ اړتیا، هغه موضوعات دي چې د دې ټاپو ارزښت يې څو برابره لوړ کړی دی.

د وينس څرګندونې په داسې حال کې راغلي چې له دې وړاندې هم ولسمشر ټرمپ د ګرينلنډ د “پيرودلو” وړاندیز کړی و، خو ډنمارک دا وړاندیز بې بنسټه او “مضحک” بللی و. د ټرمپ ادارې هغه مهال هم ویلي وو چې ګرينلنډ د امریکا لپاره د ستراتېژيک اهميت ټاپو دی، او واشنګټن به د دې سیمې په اړه خپلې اندېښنې جدي وساتي.

د جي ډي وينس وروستۍ څرګندونې د اروپايي اتحادیې د غړو هېوادونو د نیوکو او غبرګونونو سره مخ شوې دي.

د اروپايي ديپلوماتانو په وينا د امريکا دا ډول څرګندونې کولی شي د شمالي اتلانتیک په سیمه کې د کړکېچ سبب شي.

بلخوا د ډنمارک حکومت د امريکا د مرستيال ولسمشر څرګندونې له حده زياتې مداخله‌کوونکې بللې دي او ويلي یې دي چې ډنمارک د ګرينلنډ د وضعیت د مديريت لپاره خپل مسؤلیتونه په بشپړ ډول ترسره کوي.

په داسې حال کې چې واشنګټن په ښکاره د خپلو ګټو لپاره د ګرينلنډ په تړاو سخت دریځ خپل کړی، ډنمارک او اروپايان د دې سیمه‌ييزې شخړې د لا پراخېدو په اړه اندېښمن دي. څارونکي خبرداری ورکوي چې د امريکا او اروپايي متحدينو ترمنځ دغه ډول څرګندونې د اوږدمهاله همکارۍ لپاره ستونزې راولاړولی شي.

دا چې د ګرينلنډ پر سر د امريکا او ډنمارک ترمنځ دغه لفظي شخړه به تر کومه ځایه ورسېږي، لا هم څرګنده نه ده، خو د جيوپوليټيک صحنې د لا تودېدو احتمال يې زیات کړی دی.

چ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.