د بنګلهدېش کرېکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو مخکینی لوبډلمشر تمیم اقبال د کورني کرېکټ پرمهال د زړه حملې له امله روغتون ته وړل شوی دی.
۳۶کلن تمیم اقبال وروسته له هغې روغتون کې بستر شوی چې کورني کرېکټ کې د لوبې پرمهال د زړه حمله پرې راغلې.
هغه د بنګلهدېش په یادو یو ورځنیو کورنیو سیالیو کې د محمدین کرېکټ کلب لوبډلمشري کوي.
نوموړي نن د لوبې د ټاس له مراسمو وروسته په سینه کې د درد احساس وکړ او لوبغالي کې له لومړنۍ درملنې وروسته نږدې روغتون ته وړل شوی دی.
د بنګلهدېش کرېکټ بورډ روغتیايي چارواکو اېاېفپي خبري اژانس ته ویلي: «پر نوموړي د زړه حمله راغلې وه، هغه څه باندې چې موږ اوس پوهېږو، دا دي چې د نوموړي زړه اوس بېرته فعالیت کوي او ښهکېدو لور ته روان دی.»
تمیم اقبال له ۲۰۰۷ کال تر ۲۰۲۳کاله د بنګلهدېش لپاره ۳۹۱ لوبې وکړې چې ټولو فارمټونو کې یې، د دغه هېواد لپاره څه باندې ۱۵۰۰۰ منډې جوړې کړې دي.
هغه یوازینی بنګلهدېشی لوبغاړی چې د خپلې ملي لوبډلې لپاره یې، په ټولو فارمټونو کې سلیزې وهلې دي.
سلاموطندار
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.