د امریکا د ملي امنیت چارواکو د پټو معلوماتو په شريکولو کې لویه تېروتنه کړي ده

86

په یوه حیرانوونکې او بحث‌ پاروونکې پېښه کې د امریکا د ملي امنیت چارواکو په تېروتنه د “دی اټلانټیک” یو خبریال د Signal په یو ځانګړي ګروپ کې شامل کړ.
دغه ګروپ د حساسو او محرم نظامي معلوماتو د شریکولو لپاره کارېده. د امریکا د دفاع وزیر ګېګسِټ په دې ګروپ کې څو ساعته مخکې د یمن د هوايي بریدونو د دقیق وخت، د وسلو د کڅوړو، او د هدفونو په اړه کره او پټې جزئيات ورلېږلي وو.

خبریال چې ناڅاپه ورته دغه محرم معلومات ترلاسه شول، په لومړي سر کې ګومان کاوه چې دا یو جعلي خبر دی یا د ته په تېروتنه لېږل شوی پیغام دی. خو یوازې څو ساعته وروسته د امریکا ځواکونو په یمن کې پر ټاکل شویو اهدافو بریدونه وکړل، چې د پیغامونو کره‌والی یې ثابت کړ او د افشا کېدو د حساسیت کچه یې نوره هم لوړه کړه.

په دې پېښه کې د امریکا د ملي امنیت تدابیرو ته جدي پوښتنې راپورته شوې دي. څېړونکي وايي چې د داسې محرم معلوماتو افشا کېدل یو خطرناک پرمختګ دی چې د پوځي عملیاتو پر اغېزمنتیا او محرمیت منفي اغېز لرلای شي.

له دې وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په دې اړه تبصره وکړه او د “دی اټلانټیک” مجلې د مقالې په اړه یې وویل: “زه په دې اړه هېڅ معلومات نه لرم. زه د دې مجلې مینه‌وال نه یم. زما لپاره دا یوه مخ په زوال مجله ده.”

ټرمپ په دې هم ټینګار وکړ چې که معلومات افشا شوي هم وای، د یمن عملیات دومره بریالي وو چې د افشا کېدو له امله یې پر بریا کوم خاص اغېز نه کېده.

د امریکا د ملي امنیت ادارې او دفاع وزارت (پینټاګون) لا هم په دې اړه رسمي تبصره نه ده کړې، خو د معلوماتو افشا کېدل د ګڼو نیوکو او د ملي امنیت د پالیسۍ د بیاکتنې غوښتنې راپورته کړې دي.

شنونکي خبرداری ورکوي چې د داسې محرم معلوماتو په اړه تېروتنې د راتلونکي لپاره جدي امنیتي ستونزې زېږولای شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.