د شاعر او لیکوال انجنیر سلطان جان کلیوال په ویر کي
نن سهار خبر سوم چي انجنیر سلطان جان کلیوال، د اوږدې او لاعلاجه ناروغۍ له امله، وفات سوی دی. د هغه مغفور روح ته دعا کوم او ټولي کورنۍ او دوستانو ته یې د زړه صبر او عوضونه غواړم.
له مرحوم انجنیر سلطان جان کلیوال سره مي له څه باندي پنځه ویشتو کالو راهیسي پېژندل. نه یوازي د جیولوجي یو لایق انجنیر وو بلکه یو ښه شاعر او پوخ لیکول او د وطن په درد دردمن افغان وو. له هغه وخته چي ما پېژندی په هر شعر کي یې د افغان اولس ناخوالو ته، چي له تقریباً نیمي پېړۍ راهیسي رواني او پای یې هیچا ته څرګند نه دی، اشاره کړې او پر ویر یې ورسره ژړلي دي.
انجنیر سلطان جان کلیوال د ښې شاعرۍ تر څنګ د داسي قوي شخصیت خاوند وو چي په حقه یې پر مخ باندي تور ګڼ برېتونه ښه ورسره ښکارېدل. دا څو بیتونه مي، په ډېر تلوار، د هغه مرحوم په ویر کي ولیکل او یقین لرم چي هر چا چي ورسره پېژندل په مرګ به یې زما په څېر خواشینی سوی وي.
سفرونه به روان وي او زموږ پلونه به هیریږي
پر دې ستړو رباتونو کاروانونه به ورکیږي
دا سفر یو طرفه دی نسته لار د ستنېدلو
نه منزل چاته معلوم دی نه منزل ته څوک رسیږي
څه عجیبه غوندي لار ده نه هوسا لري نه ستړی
نه څوک یو قدم ځي شاته نه څوک یو قدم تمیږي
ټول بې واکه مسافر دي بې اختیاره یې سفر دی
نه هدف چاته معلوم دی نه په راز یې څوک پوهیږي
څوک له تاج سره روان وي چا اخیستې خزانې وي
له چا ټوله نړۍ پاته له چا یو قلم پاتیږي
مرګی داسي پهلوان دی اتل نه پرېږدي پر مځکه
که سکندر دی که رستم دی عاقبت ورته غوزاریږی
په دې تور اغزن سفر کي انسانان لکه ژوري
چي هر څومره چیښي ویني لا یې تنده نه سړیږي
په ازل کي یې لیکلې یو له بله دښمني ده
یو د بل خوښي یې غم وي یو د بل په غم خوښیږي
دا یو راز ورته څرګند دی که هوښیار دی او که نه دی
که ګدا دی که سلطان دی له انجامه نه خلاصیږي.
عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۵ کال د مارچ د میاشتي څلېرویشتمه، ویرجینیا
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.