د بلوڅو د حقونو فعاله ماهرنګ بلوڅ ونيول شوه
د بښنې نړيوال سازمان: ماهرنګ بلوڅ او نور لاريون کونکي دي خوشي شي.
د پاکستان امنيتې ځواکونو د شنبې په ورځ سهار وختي د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه ښار کې د ماهرنګ بلوڅ په مشرۍ د بلوڅانو حقونو له پاره پر اعتراضيه غونډې بريد وکړ او د ماهرنګ بلوڅ په ګډون يې څو تنه نور ونيول.
په پاکستان کې د سیاسي چارو کارپوهان وایې،چې امنيتي اداره د ډيرلوړ شمير بلوڅو او پښتنو د وژنو او له منځه وړلو پړه پر غاړه لري او په بربنډ ډول د بيګناه انسانانو په وژنو او له منځه وړلو لاس پورې کوي.
پاکستان د امنیتې اداره په زور، جبر، په ظلم او اختناق سره، د ټولنې هغه پوه او اګاه وګړی،چې کولې شی د خپل ولس د حق غوښتنې له پاره غږ پورته کړی، په پوره سپين سترګۍ په ناقانون ډول له کور، بازار، پر لار او نورو ورته ځايونو، څخه پورته کوي، چې ډير شمیر کسانو مړی ژوندی ورکيږي او د يو نيم په کې جسد پیدا شي.
د بښنې نړيوال سازمان د پاکستان امنيتي ځواکونو له خوا د بلوڅانو د يووالي غورځنګ مشرې ماهرنګ بلوڅ او د هغې د ملګرو نيول غيرې قانوني بللي او غوښتنه يې کړی چې بايد ژر تر ژره دې، سره د خپلو ملګرو له بنده ازاده شي.
د بښنې نړيوال سازمان د سویلي اسیا څانګې د يکشنبې په ورځ وويل، چې د ۳۸ ساعتونو په تيريدو سره لا هم د بلوڅانو د يووالي غورځنګ مشره ماهرنګ بلوڅ په غيرې قانوني توقيف کې ده.
دغه سازمان ويلي،چې ماهرنګ بلوڅ ته له وکيلانو او کورنۍ غړو سره د ليدنې اجازه نه ورکول کيږي.
ياد سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د بلوڅ فعالانو پر ضد د بې بنسټه قضيو د ثبتولو او د هغوي د توقيف له اوږدولو ډه ډه وکړي.
په همدغه مهال د بلوڅانو د يووالي غورځنګ ويلي، چې د بلوچستان پوليسو د لاريون د مخنیوي په پر لاريون والو ډزې هم کړي او د پوليسو په ډزو کې درې تنه لاريون کونکي وژل شوي او څو نور ټپيان دي.
د بلوچستان ايالتي حکومت تيره ورځ اعلان وکړ، چې د ماهرنګ بلوڅ په مشرۍ د بلوڅانو يووالي غورځنګ مشران يې د بې قانونه فعاليتونو د هڅونې په تور نيولې دي.
ماهرنګ بلوچ د بشري حقونو یوه بلوچه فعاله ده او وایي، چې د پاکستاني ځواکونو له خوا په بلوچستان کې په غیرقانوني او جبري توګه د بلوڅانو د ورکولو او د ناقانونه (پرته له عدالت) قتلونو پر ضد مبارزې ته يې مټې بډ وهلي دي.
دغه راز ویل کیږي، چې ډاکتره ماهرنګ په ۱۹۹۳ م کال کې پیدا شوې، له مسلکي پلوه د طب ډاکتره ده، چې د بولان طبي پوهنتون څخه فارغه شوې ده. نوموړې د بلوچ یکجهتي کمېټې تر نامه لاندې جوړښت په چوکاټ کې فعالیت کوي او وایي چې د کار هدف ساحه یې د بلوچانو حقونه دي.
ډاکتره ماهرنګ د عبدالغفار لانګوي لور ده او ویل کیږي چې پلار یې یو کارګر و.
شاه میر بلوچ او د هندوستان «دي وایر انډیا» ورځپاڼې لیکلي، چې د ماهرنګ پلار د ۲۰۰۹ د ډسمبر په ۱۲مه په کراچۍ کې روغتون ته پر لاره د پاکستان امنیتي ځواکونو وتښتاوه، او دغه وخت چې ماهرنګ د ۱۶ کالونو وه، ډير ژر يې، د پلار د تښتول کېدلو پر ضد اعتراض پیل کړ.
د ماهرنګ د کورنۍ په تړاو ویل کیږي، چې په کوېټه کې اوسېدل خو چې مور یې ناروغه شوه، د درملنې لپاره کراچۍ ته يې ولېږدېدله.
یادو سرچینو او د برتانیا ګارډین ورځپاڼې لیکلي چې ماهرنګ په لږ وخت کې د محصلینو د مقاومت خوځښت کې مشهوره شوه، خو پلار یې د ۲۰۱۱ د جولای په میاشت کې په داسې حال کې پیدا شو چې وژل شوی و او پر بدن یې د شکنجې نښې لیدل کېدلې.
څو کاله وروسته د ماهرنګ د کورنۍ بل غړي ورک شو. د بلوچ ورنا په نامه یوه خبري وېب سایټ چې د بلوڅانو او بلوچستان اړوند خبرونه خپروي، د ۲۰۱۷ د ډسمبر په ۲۵مه ولیکل چې، د پاکستان د سرحدي قول اردو (فرنټیر کورپس) عسکرو د ډسمبر په ۱۵مه د ماهرنګ بلوچ ورور نصیراحمد د بلوچستان مرکز کوېټې څخه وتښتاوه او وروسته يې مړ جسد وموندل شو.
په پاکستلن کې سیاسې فعالین وایې:دلته امنيتي ادارې د خپل جوړښت له هماغه پيل څخه،یې شميره پښتانه او بلوڅان وژلي او له منځه يې وړي دي. په خاصه توګه هغه کسان چې د بيوزله انسانانو له پاره يې خپل غږ پورته کړی دی. خو عجيبه دا ده، چې تر اوسه له دوي څخه د داسې ظلمونو او اختناق پوښتنه نه ده شوې.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.