ستر پښتون، ملی مفکر او زعیم محمد ګل بابا- (۱۸مه برخه)

محمد داؤد مومند

211

ستر پښتون، ملی مفکر او زعیم محمد ګل بابا

(اتلسمه برخه)

د پوهاند ډاکټر حفیظ الله جبارخیل صاحب لیکنه:

که د نړۍ ټولنی، په خپلو مشرانو ویاړی، نو پښتنی سترانګړاوستره ټولنه هم په خپلو مشرانو لکه خوشحال بابا چی علامه داکتراقبال یی د افغان ملت طبیب او حکیم بولی، میرویس نیکه او دهغه د کورنۍ نومیالی فاتحانو، د افغانستان بنسټ ایښودنکی ستراحمد شاه بابا، امیرشیرعلی خان، غازی امان الله، غازی محمد نادرخان او ملی مفکر او زعیم، محمد ګل مومند باندی ویاړی.

دا څرګنده ده چی له ډیر پخوا څخه د پښتنو او پښتو ملی ژبی د وروسته کولو لپاره د مخالفینوهڅی روانی دی، کله چی کوم شخصیت لکه مفکرمحمد ګل مومند د وطنوالو د ویښولو دپاره سرراپورته کړی، د متعصب او فاشیست مهرونه پری لګول کیږی.

تاریخ څرګندوی، چی پښتانه تل له ښارونو څخه، غرونو او بیدیاګانو ته کوچول شوی دی، ښه مثال او بیلګه یی د سلطان محمود لخوا، پښتانه غرونو ته، لیږدول، او دربارد فارسی ژبو، او فارسی خدمت ته ګمارل دی.

د لمړی او وروستی ځل دپاره، په نورلسمی پیړۍ کی واقعی پښتون- افغان پادشاه امیرشیرعلی خان ، پښتو ملی ژبی ته پاملرنه وکړه او دا ژبه د دفتر، دیوان او دربار، رسمی ژبه وګرځیده.

بیا کله چی امان الله خان د مشرۍ او قیادت لاندی، د جهاد د سنګرونو اتلانو، غازیانو او قهرمانانو د هیواد بشپړ استقلال تر لاسه کړ، محمد ګل مومند هم ورسره و، محمد ګل مومند هماغه وخت پوهیده چی یو ستر واقعیت په هیواد کی له نظره لویدلی دی، چی هغه په دفترونو، ښوونځیو، نشراتواومطبوعاتو کی، د پښتو ملی ژبی سره بی انصافی ده، نو، محمد ګل مومند د داسی بی عدالتۍ د مخنوی دپاره، د سقوی بغاوت د او قدرت د نسکورولو دپاره د سپه سالارغازی  نادرخان ترڅنګه ودرید، ترڅو سقوی مدنیت سوزه توره دوره د قبائلی پښتنو او د هغوی د مشرانو په قوت او طاقت او قربانۍ له امله، نسکوره شوه.

د سقوی دوری د پرزیدو سره ، نادرخان چی محمد ګل مومند ته یی د مشر ورور په سترګه کتل، له هغه وپوښتل، چی اوس زمانه څه خلعت او امتیاز غواړی؟

محمد ګل مومند په ځواب کی وویل: زه ځانله یو شی غواړم چی ملی، دفتری، تعلیمی او پوځی ژبه دی پښتو وی، نادرخان ورسره ومنله، نو پښتو ژبی یو څه سا، واخسته او بیا ژوندۍ شوه.

په امانیه دوره کی، محمد ګل مومند، د امان الله خان په امر، مرکزی آسیا ته ولیږل شو، چی د شوروی اتحاد د تحرکاتو نه په منطقه او سیمه کی ځان پوه او د امکاناتو په صورت کی یی مخنیوی وکړی، ولی د شوروی دولت لخوا ونیول شو او د ستالین په امر په شاقه بند او شکنجو محکوم شو، خو د غازی پادشاه د هڅو په نتیجه کی، بیرته هیواد ته راستون شو، خو د دغو شکنجو علایم یی د ژوند تر آخره ورسره ملګری و.

محمد ګل خان مومند د غازی امان الله خان په امر، د هغه هیئت غړیتوب هم درلود، چی د افغانستان د خپلواکۍ د پيژندنی په منظور، اروپا او متحده ایالاتو ته سفر وکړ.

امان الله خان د اروپایی سفر نه دمخه، د مشرقی ولس سره د خدای پامانۍ دپاره هغه سیمی ته سفر وکړ او جنرال محمد ګل خان یی د ځان سره یو ځای مشرقی ته بوت، د زرګونوخلکو په حضور کی محمد ګل خان مومند د مشرقی اولس په وکالت د خپل تقریر په ترڅ کی اعلیحضرت امان الله خان ته وویل :چی موږ ستاسی د اروپایی سفرطرفدارنه یو.

امان الله خان په ځواب کی ورته وویل چی جنرال صاحب!، زه هم یو جنرال یمه او ما د هغو هیوادونو د حکومتونو سره د خپل مسافرت ژمنه کړی ده.

دلته ددی تذکر ضروری بولم چی په هغه مهال د هیواد دوه شخصیتونو د اعلیحضرت د اروپایی سفر سره موافقه نه درلوده، یو د امان الله خان خسر، محمود طرزی او بل محمد ګل خان مومند، تر دی حده چی محمود طرزی له همدی امله خپل روابط د امان الله خان سره قطع کړل او تاریخ ثابته کړه چی دا اوږد سفراو د ملکه ثریا بوتلل د ځانه سره، د امانی رژیم د سقوط ، د مهمو عواملو څخه شمیرل کیږی.

د سردار صاحب داؤد خان د صدارت په دوره کی، شوروی دولت، د هماغه پخوانۍ سابقی له مخی، بابا ته د تداوی ویزی د ورکولو نه ځان وژغوره خو د صدراعظم داؤد خان د یوه رسمی مکتوب په نتیجه کی چی محمد ګل خان مومند د افغانستان د ولس یو ملی زعیم دی، د شوروی دولت ورته ویزه ورکړه او د ډاکټرعبدالطیف جلالی چی په  شوروی روغتون کی دبابا، ملمه پال و، د وینا له مخی خروسچف یی لیدو ته روغتون ته راغی او د تداوی مصارف یی شوروی دولت په غاړه واخستل.

محمد ګل مومند د امان الله خان تر استعفاء وروسته، د بچه سقو د بلوا پرمهال، په کال (۱۳۰۷ه)  د ختیزو ولایتونو د (۱۳۰) تنو قومی مشرانو سره، جنوبی ولایت ته د جرګی په مشرۍ لاړ، او د غازی نادرخان سره یو ځای شو.

دلته ددی تذکرهم ضروری بولم، چی په سقاوی دوره کی دری تنه مخوروعلمی او ادبی شخصیتونو یعنی جنرال سید حسن خان حسن، سید غلام حیدر پاچا او محمد ګل مومند د (کورغم) په نامه د خلکو د ویښتوب په منظور یوه مجله نشروله.

مفکر محمد ګل مومند په (۱۳۱۰ل ه) کال کی یی په کابل کی ادبی انجمن جوړ کړ، وروسته یی په کندهار کی هم ادبی انجمن جوړ کړ، چی روسته دا دواړه انجمنونه سره یو خای شول او (پښتو ټولنه) تری جوړه شوه.

د طلوع افغان اونیزه اخبار چی د استاد حبیبی په مدریت په فارسی ژبه خپریدله د محمد ګل بابا په امر، پښتو شوه، محمد ګل مومند ددی خدمت په ارتباط استاد حبیبی ته دیرش زره افغانۍ او په کندهار کی څو جریبه ځمکه د جایزی په توګه ورکړی وه.

همدا راز په کندهار کی چی رسمی دفاتر په فارسی ژبه وه، محمد ګل بابا، په پښتوکړل، چی له ده وروسته بیا بیرته په فارسی ژبه شول.

د میرویس بابا، مبارکه مقبره یی جوړه کړه، او د میوند په تاریخی محل کی یی د میوند څلی جوړکړ.

د پښتونخوا او بلوچستان وګړو چی په افغانستان کی د پښتو ژبی تحرک څاره، د پښتو ژبی خوځښت هلته هم وده وکړه، لیکوالو او شاعرانو د انجمنونو په جوړولو پیل وکړ، او انجمن اصلاح افغانه تری جوړ شو.

خان عبدالصمد خان بابا په بلوچستان کی داسی پښتو پیل کړه چی د (سلام) پر ځای یی (د ښی چاری) اصطلاح مروج کړه چی دا اصطلاح په ننی ننګرهاراو مومندره کی هم رواج لری.

فخرافغان خان عبدالغفارخان، ښوونځی او مکتبونه په پښتو ژبه کړل، چی انګریزانو ورسره کلک حساسیت وښود، باچا خان صاحب حتی په دی عقیده و چی لمونځ په پښتو ژبه شی چی پښتانه په دی پوه شی چی څښتن تعالی دوی ته څه مکلفیتونه په غاړه اچولی، چی دوی پرهغی عمل وکړی.

پاچاخان به ملایانو ته هم توصیه کوله چی د هرآیت ترجمه په پښتو ژبه وکړی تر څو خلک د خدای په اوامرو، نواهی اواحکامو باندی پوه شی.

دلته د یادونی وړده کوم مهال چی خان عبدالغفار خان د امان الله په دوره کی افغانستان ته راغی، امان الله خان په پښتو ژبه نه پوهیده، نو پاچا خانصاحب ورته وویل چی ته د افغانستان پادشاه یی، په کار دا دی چی ته د خپل ولس د غوڅ اکثریت، په ژبه وپوهیږی، هماغه وه چی امان الله خان پښتو ژبه زده کړه او څه مهال چی امان الله خان د بچه سقو د لاسه وطن پریښود، په پښتونخوا کی یی د پاچاخان سره په پښتو ژبه خبری وکړی، خو متأسفانه امان الله خان د پاچاخان دا وړاندیز چی یورپ ته مه ځه او پښتونخوا کی پاتی شه او موږ دی بیرته سلطنت ترلاسه کړو، ونه مانه اوغوره یی وبلله چی نور ژوند په ایتالیه کی تیر کړی.

د غازی محمد نادرخان د هغی وعدی مطابق چی ښاغلی مومند بابا سره یی کړی وه، اعلیحضرت محمد ظاهرشاه، په (۱۳۱۵ل ه) کال د صدارت په عنوان داسی فرمان صدر کړ:

«مسلم است که مسئله زبان در وحدت ملی و حفظ آدات و شعائرملت اثرات بس مهمی داشته و توجه به این مطلب ازجملۀ ضرورت حیاتیۀ یک مملکت به شمارمیرود.

چون در مملکت عزیزما از یکطرف زبان فارسی مورد احتیاج بوده و از جانب دیگر به دلیل اینکه قسمت بزرگ ملت ما به لسان افغانی متکلم و مامورین علی الاکثر به سبب ندانستن زبان پشتو دچار مشکلات میشوند، لهذا برای رفع مشکل زبان و این نقیصه و تسهیل معاملات رسمی، اراده نمودیم، همچنانکه زبان فارسی در داخل افغانستان زبان تدریس و کتابت است، در قسمت ترویج و احیای لسان افغانی هم سعی به عمل آمده و از همه اول، مامورین دولت این زبان ملی را بیاموزند.

شما به وزارت ها و نائب الحکومګی ها امربدهید که مامورین لشکری و کشوری مربوط خود را مکلف سازند که در مدت سه سال، لسان افغانی را آموخته ودر محاوره و کتابت مورد استفاده قراردهند.»

دلته د یادونی وړده چی محمود طرزی د لمړی ځل دپاره د افغانی (پښتو) ژبی مسئله د ملی سیاست په ډګر کی مطرح کړه او په سراج الاخبار کی یی ولیکل:«در مکتب های ما مهم ترین آموزش ها، باید تحصیل زبان افغانی (پښتو) باشد ، از آموختن زبان انګلیزی، اردو، ترکی  و حتی فارسی، تحصیل زبان افغانی را اهم واقدم شمرد.

به فکرعاجزانۀ خود ما، یګانه وظیفۀ انجمن عالی معارف، باید اصلاح و ترقی و تعمیم زبان وطنی و ملتی افغانی باشد.»

د اعلیحضرت، پورتنی فرمان، ټولی ستمی او سقاوی او د پښتو، پښتونولۍ او پښتنو، فارسی ژبی دشمنان داسی وارخطاء کړل، چی ګوندی عزرائیل یی د روح اخستلو دپاره راغلی وی، د مثال په توګه میرمحمد صدیق فرهنګ، دا فرمان د نازی دولت د فرامینو سره مقایسه کوی!!!!

د تأسف ځای دی چی د افغانستان د ټولو فارسی ژبو، په فرهنګی حلقه کی، د الف نه تر- ی- پوری، حتی یو نفرحاضر نشو چی دا ملی ژبه زده کړی په داسی حال کی چی ډیری پردۍ او خارجی ژبی یی زده وی او دی!

که دا تعصب او زموږ د ملت د اکثریت د ژبی نه، نفرت نه وی نه څه دی؟

محمد ګل بابا وایی:

پردۍ ژبی زده کول که لوی کمال دی

خپله ژبه هیرول بی کمالی ده

ولی متأسفانه فارسی ژبی فرهنګیان، لکه فرهنګ اوغباراو ډاکټر سید کاغذ، او په سل ها او زرهاو نور، پښتو ژبی ته د ملی فرهنګ د یوی پانګی اوملی ضرورت په سترګه نګوری،  څرنګه چی داکټر سید کاغذ وایی:«ما ضرورتی به یاد ګرفتن زبان پښتو نداریم.»

څرګنده ده چی د افغانستان په تاریخ کی، د امان الله خان او نادرخان په شمول، داسی څوک به نه وی تیرشوی چی د سیاسی اقتدار او زعامت او واک لرلو په فکر کی نه وی.

همدا رازد هیواد په تاریخ کی، دوهم ملی زعیم او شخصیت لکه محمد ګل مومند نه دی تیر شوی، چی شپه او ورځ یی د پښتو ژبی د تعمیم، علمی کولو، رسمی او ملی کولو، او د پښتون ولس د سیاسی، فرهنګی، ټولنیز او اقتصادی پیاوړتیا دپاره په فکرونو، کوششونو، بربنډه مبارزه اوهڅو او ستونزو سره په ډغره ورکولوسره، تیرکړی وی.

څه مهال چی د امریکی متحده ایالاتو د نهم ځل دپاره د افغانستان د حکومتونو د اقتصادی او حربی پیاوړتیا غوښتنی د پاکستان سره د روابطو په ارتباط ، رد کړی، نو د سردار صاحب داؤد خان د صدارت په وخت کی یوه لویه جرګه جوړه شوه چی د شوروی اتحاد نه د مرستو په اړه تصمیم ونیول شی.

دا لویه جرګه په (۱۹۵۵ع) کال د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه په وینا پرانستل شوه او په همدی جلسه کی، د پادشاه لخوانه، لوی محمد ګل خان مومند د لویی جرګی د نائب رئیس په توګه وتاکل شو.

د سناتور صاحب غلام نبی خان چکنوری د روایت په اساس په لمړۍ جلسه کی د بهرنیو ملکونو سفیران هم ګډون درلود، څه وخت چی محمد ګل مومند د الجزائر د مظلوم ملت په حمایت کی خبری وکړی، د فرانسی سفیر یو ټکان وخوړ.

دلته ددی خبری وضاحت هم په کار دی، چی د معارف وزیرعبدالمجید لندۍ، چی په نژادی لحاظ د برصغیرد مهاجرینو د ډلی څخه و، د خوشحال بابا او رحمن بابا د لیسو په اړه یی ښه نیت ندرلود، د دغو لیسو زده کونکو د هغه د بدی رویی نه یی، پشتون مشر ته، شکایت کاوه، پښتون مشرهغوی ته په ځواب کی وویل چی زه خو اوس کوم دولتی مقام او قدرت نلرم، خو تاسی ته وایم چی لاړشی او د عبدالمجید موټر په کاڼو او ډبرو وولۍ، که حکومت تاسی نه پوښتنه وکړه. ورته ووایاست چی موږ ته محمد ګل مومند ویلی دی.

د هیواد په تاریخ کی دوهم میړنی سړی نه لیدل کیږی، چی زده کوونکو ته توصیه وکړی چی د حکومت د یوه برحال وزیرموټرپه کاڼو وولۍ.

د بابا دپاره د لویی جرګی نیابت یو طلایی فرصت و، چی د پښتنو زده کوونکو انتقام د عبدالمجید نه واخلی، مومند بابا په خپله وینا کی سردار صاحب محمد داؤد خان د صدارت د چوکۍ دپاره مناصب شخصیت وګاڼه خو همدا راز یی صدراعظم ته، کټ مټ  وویل چی «دا ډلګۍ دی ښه نه ده مخصوصا عبدالمجید د معارف وزیر»

هماغه و، چی کشمیری لنډۍ عبدالمجید د معارف د وزارت نه لیری کړی شو او په عوض یی یو ملی شخصیت یعنی علی احمد خان پوپل صاحب، د معارف وزیر شو.

سناتور صاحب غلام نبی خان چکنوری چی د هغی لویی جرګی غړی و، لیکی چی عبدالحکیم شاه عالمی د کورنیو چارو وزیر چی په (بچه ملا قندی) مشهور و ، او د لویی جرګی منتظم او ملمه پال او په عین حال کی متعصب فارسیوان و، ډیره هڅه وکړه چی د لویی جرګی کوم غړی، زما په ګډون راضی کړی چی د جرګی د نائب رئیس خبری رد کړو، خودی کار ته زما به شمول هیڅوک حاضرنشو او محمد ګل باباهم، په خپل صلاحیت، عبدالمجید ته د خبرو وخت ورنکړ.

د محمد ګل بابا د نثر یوه نمونه:

«…هرڅه چی دی، د ملت سعادت ، سلامتیا، عافیت، راحت، عزت، ملی شته والی، هر ډول لوړوالی، د ملی شؤنو پاینه، د هیواد ساتنه، په عزت او هوسایی سره ژوندون، په عزت سره مړینه او د نړۍ څخه په ښه نامه تګ، دا ټول د ملی یوالی، ملیت او د ملی ژبی سره چی د ملی هویت څرګندویه ده، اړه لری.

که ملی ژبی خلل مینده کړ، دا ټول خلل مینده کوی، اوکه محوه شوه، نو دا ټول محو کیږی او د داسی ملت، ملی هویت د نړۍ له مخه ورکیږی.»

د دغه ستر فرهنګی، علمی، ادبی، اداری، او پوځی شخصیت په درناوی یوه غونډه، پیښورکی د سید صابر شاه صابر صاحب پرمشرۍ، خلیل ادبی جرګی په ۱۹۹۷ میلادی کال او څلویښتم تلین یی، پیښورکی، امام الدین ساپی د پښتو خپرونو او پراختیا مرکزپرنوښت د استاد قتیل په انتظام، ولمانځل شوه.

همدا راز باز محمد خان ملیار، لخوا د پیښور، ارباب روډ کی یوه لیسه د محمد ګل مومند بابا په نوم پرانستل شوه.

په شاهی دوره کی هم د جلال کوټ په ښار کی یو درملتون د محمد ګل بابا په نوم پرانستل شوی و.

همدا راز د بلخ په ولایت کی هم، یو سرک او څلی د محمد ګل بابا په درناوۍ جوړشوی دی.

زما وړاندیز دا دی چی د مومند بابا په نوم یو پوهنتون په پیښور او یو په ننګرهارکی تأسیس شی.

د مومند بابا په هڅو د افغانستان د ۱۹۶۴ ع کال، اساسی قانون کی پښتو ژبه د هیواد ملی ژبه وبلل شوه، چی د سردار داؤد خان  د جمهوریت په اساسی قانون کی دا مهمه ماده حذف شوه.

دی سترمشر په همدغه کال د نړۍ نه سترګی پټی کړی.

د جنازی په مراسمو کی د سلطنتی کورنی د غړو نه ښاغلی سردارمحمد داؤد او ښاغلی سردارمحمد نعیم خان برخه اخستی وه.

استاد رشتین د جنازی په مراسمو کی دده په څو بعدی شخصیت رڼا واچوله او هغه یی ددی عصر خوشحال خان خټک وباله او د خبرو په ختم کی یی د میرزا حنان دا بیت ولوست:

چی چراغ د هنر ځمکی پوشیده کړ

که یی زه په اوښکو ډوبه کړم سزا ده

د پوهاند داکټرجبارخیل صاحب لیکنه دوام لری.

ستر پښتون، ملی مفکر او زعیم محمد ګل بابا (۱۷مه برخه)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.