د اګست ۱۴مه د موجوده نظام د خپلواکۍ ورځ وه او که مو پام کړی وي، ځینې ځایونه له اوسني بیرغ سره د فلسطین بیرغونه هم څنګ پر څنګ اېښودل شوي وو؟
همدې ورځو کې یوه ورځ د ولسوالۍ بازار یوه هټۍ کې ناست وم، پر سرک یو موټرسایکل تېرېده او دواړه بیرغونه یې ورباندې تړلي وو، یوه کس دکاندار ته وویل:
(هغه یو خو یې زموږ، هاغه بل بیرغ د چا دی؟
دکاندار ورته وویل:
…د فلسطین…!)
هاغه وخت د ګیله من یو بیت:
(وطنه دری رنګه بیرغ دې ځکه نه شي زغمی
خپل دې مئین دي په پـــردیو بیرغونو باندې)
رایاد شو او فکر راولوېد چې که ددې بیرغ پر ځای دری رنګه بیرغ ددې نظام له بیرغ سره حداقل ودرېدلی وای، د فلسطین تر بیرغ به یې خیر ډېر نه وو؟
له سیاسي اړخه داخلي، منطقوي او نړیوال مشروعیتونه کله ترلاسه کېږي؟
سوله قراردادي وي او یا لکه من و سلوی له آسمانه راغورځي او که افقي؟
که زموږ کور کې تل شخړې و جګړې وي او مدیریت یې نه شو کولای، دا امکان شته چې کلی، ولسوالي، ولایت او یا هېواد دې مدیریت کړلای شو؟
دین کې را یاد شول:
پیغمبر (صلی الله علیه و سلم) لومړی د افغانستان و پاکستان و ایران خلکو ته دعوت ورکړ او که خپلو خپلوانو و د مکې خلکو ته…؟
له هغوی سره یې لومړی جوړجاړی وکړ او که له افریقايي هېوادونو سره؟
دغه شعر مې فېسبوک کې لوستی وو، وروسته چې مې یې کتاب وموند، نو دا هم په مخه راغی چې:
(ما لا د خپلو کونډو بورو تپوس نه دی کــــړی
ځه مخکې تېر شه ما ته ذکر د کشمیر مه کوه)
یا:
(بیا دې په سر د فلسطین کشمیر پېغور واخله
پښتــــــــــــونه ته اول د خپلو وینو پور واخله
زه به دا ومنم چــــې تا روس امریکه مات کړي
ته مړه نر شه یــــو ځل غچ خو د لاهور واخله)
یا:
(دلته یو ګلخان دی د کشمیر جنګ ته ټټر وهي
خپله مور یې ناسته په خېمه کې بې وطنه ده)
هغه خلک چې لومړیتوب ټاکنه نه شي کولای، طبعاً به لکه د جورج اورول د حیواناتو د طبیلې آس لومړی مړژواندی او بیا د نړۍ له مخ نه پناه کېږي.
د یما (سیرت) په خبره (ماکسیم ګورکي په دې باور وو، چي ادبیات باید یوازي د ښکلاوو تر څرګندولو پوري محدود نه سي، بلکي په بشري ژوندانه کي د لویو بدلونونو د راتللو لامل هم سي. ادبیات باید خلکو ته انرژي ورکړي، هغوی تشکل او د لویو کارونو ترسره کولو ته وهڅوي. ادبیات باید د طبقاتي ټولنو تاوتریخوالی ښکاره کړي او له هغو څخه د وتلو لاره هم وښيي.)
د ګیله من وزیر شعر که ولوستل شي، نو د ماکسیم ګورکي نظریه راته په خورا غوره ډول زبادوي؛ زما له آنده ګیله من تر ډېره هماغه شاعري کړې، چې ددې نړۍ د یوې لویې طبقې کلونه کلونه سیاسي، اقتصادي او فرهنګي استعمار، استثمار او انحصار پکښې انځور شوی دی.
هو؛
موږ ټول پوهېږو، چې دنیا څه آن د یوه ناآشنا فرد ورین تندی هم پر یو بل ناآشنا هغه متقابل اغېز پرېباسي؛ پردیو به پردۍ جګړې موږ ته راوړې وي، خپله به یې ځله مورچلونو کې کښېنولي یو:
(چـــــــــــــــې ددې عدم تشدد به هم څه حد وي کنه؟
تور، سره او سپین مو شول راستړي په مرګوني باندې)
یا:
(ای راشه، دا ټوپک کېږده خپل ورور درباندې وژنـي
په خدای که دا جهاد وي، دا ټول ما و تا ته چل دی)
په میلیونونو ټنه خدای راکړو زېرمو کې به د ماښام نه لرو:
(زمونږ د وطــــن سره او سپین لاهور پینډۍ ته لاړل
په دښتو کې یې صرف د کیکر ازغــــــــــــي ولاړ دي
دا حال دی د وطــــــــــــــــــــــــن د مشرانو ګیله منه
چې عام د کیمپ سپاهي ته په جناب و جي ولاړ دي)
یا:
(وهي دې ماشومان پکې د ژمـــــــــــي بارانونه
ای ته د بکاخېل کېمپ د خېمو نه نه شرمېږې!)
وېشلي به یې یو:
(چې ته عسکر شوې، نو طالب شومه زه
چې ته طالب شوې، نو عسکر دې کړمه)
یا:
(موږ ته د روس او امریکې له واده مخکې مخکې
ددې ډېورنډ کــــــــرښې له منځه ټولول پکار وي)
زنداني کړي او وژلي به یې یو:
(زموږ د خوېندو مېندو ماشومانو په بد حال
ګواه دي، د پنجاب د زندانونـــــــــو دروازې)
یا:
(ای د ژوندیـــــــــو قبرستانه رب دې ونړوه
د مېرانشاه فــــــوځي زندانه رب دې ونړوه
د پښتنو نه دې عزت، آبرو او ژوند اخیستی
ای منافقه پاکستانه رب دې ونـــــــــــــــړوه
او…؛ خو دا چې زموږ سرخلاصي ته نه بل پیغمبر راتلی شي، نه ګرېوان کې سر دننه کوو او بیا هر ډاله ته اتڼونه وهو او یا له دې ورآخوا له بحرانونو نه زده کړه او تاب آوري مو په صفر کې ضرب ده،
مسؤلین یې څوک کېدلای شي؟
بېرته هماغې لومړنۍ خبرې ته ورګرځو:
د ارواښاد ګیله من د شاعرۍ روح که پر موږ د راغلیو خپلو او پردیو لسګونو کلونو بلاوو تجسم دی، نو دده په احساساتو او عواطفو سربېره هاغه کلونه کلونه سوال و زارۍ هم دي، چې موږ را یو ځای کېدلو او د لویو بدلونونو د رامېنځته کولو لپاره راویښوي؛
(چې ددې مور خاورې په ننګ ځوانان راوپاروي
ای ګیلامنه نــــــــــــن سبا داسې غزل پکار وي)
دا راویښېدل نو هله ښه کېدلای شي، چې تېر او اوس مو سره پرتله کړو:
(په تاریخ کې دې نام څه وو اوس دې څه دی؟
د مېړانې په نښان دې لوبـــــــــــــــــــــې وشوې
د پښتون خبره کرښه وه د کاڼـــــــــــــــــــــــــي
دا نن ولــــــــــــــــــې په زبان دې لوبې وشوې؟)
که پردیو مو له ځان، خاورې او ژبې سره لوبې وکړې، نو موږ هم له ځانونو سره په لوبو کولو کې تر نورو کم نه وو:
۱ـ ړوند باور مو:
(پردۍ جامه کې اکثر پټ وي مزدوران د پردو
افغانه ړوند باور په خان، ملا او پیر مه کــــوه)
یا:
(نیمه قیصه خورې نیمه راباسې په ممبر ناست یې
مثلاً مثلاً وایــــــــــــــې صفا وایه څه ویل غواړې؟
۲ـ که په ړندو باورونو پسې سلګونه کلونه روان یو، له پوهې پرته ترې د خلاصېدلو لاره شته؟ نه؛ خو موږ:
(د نړۍ خلک به په کومه سترګه ګوري موږ ته
چې دی هېواد کې مو بندیز په مکتبونو باندې)
۳ـ موږ یې ناپوه، خو پوهان مو حق و حقیقت ویلی او یا راته ښودلی شي؟
(د پښتنــــــو په قتل عام خاموش ملک او ملا
ستاسو نه دومره ګیله من یمه چې حد نه لري)
یا:
(که څوک افضل جهاد کوي نو دا قوي حدیث دی
چـــــې د جابر حکمران مخ ته حق ویل پکار وي)
۴ـ که یې ووایي او یا یې راوښايي، نو بیا موږ څه کوو:
(راشه یو دوې د خیر خبرې پښتنــــــــــــــــــو ته وکړه
که په کور ناستې مور او خور ته دې کنځل په کار وي)
چېرې مې لوستي وو، چې موږ مړي نمانځونکي یو؛ کله چې مو د خیر ـ ښېګڼې انسان ومري، بیا یې نو په ستاینو نه مړېږو؛ هغه خبره نن سبا ډېره مشهوره شوې، چې:
(د پښتنو په ژوندیو کې ښه سړی نشته او په مړیو کې بد!)
۵ـ زموږ دوه مخیتوب او د خبرو و عمل توپیر هم ګیله من ځورولی، دی لیکي:
(زړه کې دې پاک سرزمین په خوله د لر و بر نارې
جار رهبره ته به چې مڼه او که کـــــــابل غواړې؟)
خو ګیله من داسې سړی نه وو؛ لکه څرنګه چې یې ویلي وو، هماغسې یې وکړل:
(په حقه هیڅ وېــــــره له دار او له زنځیر مه کوه
مړ شه قیدي شه غلامي دې په ضمیر مه کــــــوه
که چېرته مــــړ شوم په بې ننګه او بې پته مرګي
مورې په مخ مې لاړې توئ کړه په ما ویر مه کوه)
یا:
(دښمن که هر څو زورور شي بیا یې تر مخه
سر ټیټــول نه دې پکار، سر ماتېدل پکار وي)
یا:
(چــــــــــــې ټیټوم یې لګوم یې د بادار په پښو کې
نو له هغې مې مات تندی ښه دی، که ته څه وایې؟)
د حب الوطنۍ پر دې او داسې نورو لارویانو دې لوی څښتن تعالی خپل رحم وکړي او موږ دې د دوی په خبره:
(ای ګیله منه نور دې مړه قام ته نارې مه وهه
ګیله پکار ده خو پکار ده له ژوندیــــــو څخه)
په ژوندیو کې حساب شو؛ ته وایې، په دغسې کړو وړو به پکښې حساب شو؟
https://dawatmedia24.com/?p=173956
![]()
Comments are closed.