غوره شاعر ، لیکوال او فرهنګي شخصیت سلطان جان کلیوال
نن مې د سردار محمد دواد خان د وخت هغه ځینې فرهنګي یاران په زړه راورېدل چې د کابل پوهنتون په فرهنګي مرکز ، راډیو افغانستان ، د آلمان د ګویټې په انستیتیوت ، پښتو ټولنه ، د علومو اکاډمۍ او یو شمېر ورځپاڼو او مجلو لکه هېوا د ، انیس ، جمهوریت ،او نورو فرهنګي او علمي مرکزونو کې د ادبي غونډو ، مشاعرو او د کره کتنو په محفلونو کې سره لیدل .ډېر خواږه یاران ول .رخه یې نه درلوده ، پارت و پارت بازه نه ول د چا خبره صاف پاک فرهنګیان ول .یو له دغو پاک بازانو زما ګران ملګری ښاغلی سلطان جان کلیوال دی چې اوس په کاناډا کې اوسیږي . له هغه سره زما دوستي د ګران ورور او قدرمن فرهنګي شخصیت ښاغلي عارف خزان په واسطه وشوه . د هغه لنډه پېژندنه داسې ده : کلیوال د ۱۳۳۰ ل کال د وري پر ۲ نېټه ( د۱۹۵۰ز کال د مارچ پر ۲۲ نېټه )
د ننګرهار ولایت/ د هسکی میني ولسوالی/ د کوټه والو کلی ( شینواری) په کلی کې زېږېدلی دی .خپل کورـ کلي کې له زده کړو وروسته د رحمان بابا عالی لیسه، تر دولسم ټولګی پوری په کابل کې ولوسته او په کال ۱۳۴۸ترې فارغ شو .په ۱۳۵۵ کال کې د کابل له پولي تخنیک څخه په عالی نمرو فارغ شو ، بیا په تعلیمي غنډ کې د عسکرۍ سپېڅلې دنده سرته ورسوله . له ۱۳۵۵کال میزان له میاشتی تر ۱۳۵۷ کاله پوری د انجنیر په صفت د کانو او صنایعو د وزارت د کانو او جیالوجی په ریاست کی په ساحوی او اداری کارو کې یې بوختیا درلوده .له ۱۳۵۸ ــ ۱۳۵۹ کلونو کی د کابل پولیتخنیک د شپی پوهنځئ کی د ماستری دیپلوم یې ترلاسه کړ
په ۱۹۸۵ ــ ۱۹۸۷ کلونو کی د هندوستان په هیواد کی ساحوی عملی میتودیک تحصیلات په شپږو ځانګړو مرکزونو کی د ( سرتیفیکت )په ترلاسه کولو سره پای ته ورساوه .
په ۱۹۸۸ کال کی د پولیند په هیواد کی د آتومی انرژۍ د تولید په انستیتوت کی د نړیوالی آتومی انرژۍ د اداری له خوا د سکالرشیپ په اخستلو سره عملی زده کړه د کراکوف ښار.ته لاړ او هلته یې هم ( سرتیفیکت ) ترلاسه کړ .له ماشومتوبه یې لنډه کیسو او شعر سره مینه وه .
له پنځم ټولګي راهیسی په پښتو ژبه کې شعر لیکي له اتم ټولګی راهیسې تر او سه پوری نثر او شعر دواړه لیکي. تر اوسه یی ډیر ی لیکنې په هیواد کې دننه او له هیواد بهر په ورځپاڼو، جریدو، مجلو او ویب پاڼو کې خپرې شویدی. چاپ شوی آثار یی دادی:
۱ ــ تغمې (د شعری ټولګه) ۱۳۶۹ کال د لیکوالو د انجمن چاپ ــ کابل
۲ ــ دروند کور درنې خبرې ۱۳۷۸ کال د ننګرهار د فرهنګي ټولني چاپ ــ پیښور
۳ ــ وختونه اوغمونه (شعری ټولګه) ۱۳۹۱ کال چاپ
۴ ــ د څپو پر سر(شعری ټولګه) ۱۳۹۱ کال چاپ
۵ ــ زما خاوره زما مينه (شعری ټولګه) ۱۳۹۱ کال چاپ
۶ ــ رازونه او رمزونه (شعری ټولګه)۱۳۹۱ کال چاپ
۷ ــ د عمر خیام د رباعیاتو پښتو ژباړه ۱۳۹۱ کال چاپ
۸ ــ د نومیالیو په لړ کې ( د شهید زرغون شاه ماما ژوند لیک) ۱۳۹۱ کال چاپ
یادونه: له دریمې شمارې څخه تر نهمې شمارې پورې اثار د ګودر خپرندویی ټولنی له خواچاپ شویدی.
مســــلــکـــــی لــــیـــکــــنې
۹ ــ د جیالوجیکی اصطلاحاتو تشریحی قاموس ۱۳۹۱ کال چاپ
۱۰ د څلورمې دورې د رسوباتو جیالوجیکي څیړنې ( ګستتنری چاپ) د کانو او جیالوجی اداره.
۱۱ــ د هوایی عکسونو تعبیر او تفسیر(ګستتنری چاپ)، یاده شوې اداره
چاپ ته تیار اثار:
۱ ــ پښتو ــ دری ــ انګلیسی ډکشنري
۲ ــ د کلچر له مخې انسان پیژدنه
۳ ــ اخلاقي ارزښتونه
۴ــ نوی شعری ټولګه
۵ــ د سلګونو بیلا بیلو مقالو مجموعه
ښاغلی سلطان جان کلیوال به د ماشومانو لپاره کیسې هم لیکلې چې د هغه وخت د راډیو افغانستان د کوچنیانو او نورو پروګرامونو له لارې به لوستل کېدې .تل به یې خندا او د ملګرتیا موسکا پر شونډو وه .کلیوال صاحب موږ ټولو همکارانو او د شعر او ادب مینه والو ته ګران و او تر اوسه د ټولو په زړونو کې ځای لري . زه ګران کلیوال صاحب ته بشپړه روغتیا ، نیکمرغي او هوساینه غواړم . دا هم د ښاغلي کلیوال د شعرونو څو بېلګې : په ژړا پسي ژړا
راځی می کلی کورته، په ژړا پسی ژړا
خوږو سترګو د مورته، په ژړا پسی ژړا
آسمان دی قهریدلی، وروی کاڼــي د اور
راشندی زمونږ لورته، په ژړا پسی ژړا
خندا ده مروره، له دی وچو وچو شونډو
ژوندون اچوی اورته، په ژړا پسی ژړا
رالیږی سوغاتونه، ورته ورور پرله پسی
وړې معصومی خورته، په ژړا پسی ژړا
ویستلي له سیالانویم، د کور اوکلی غم
جوړ کړی یم پیغورته، په ژړا پسی ژړا
انسان یمـه خندا ته می هم کیږی کله زړه
خو وړی می شورماشورته، په ژړا پسی ژړا
دانــــده زما برخه، کلیواله چی رارسې
ما لوڅی پښې سرتور ته، په ژړاپسی ژړا
اپریل/ ۲۰۰۷
تورنتو ــ کاناډا
*************************
مست پرون
غوږ شه! یو غږ له میخانې نه راځي
چی د ترخو اوبو د څښلو وخت دی
ویشې ساقې پرله پسی جامونه
د ډکو زړو د تشــولو وخت دی
هغه سپین مخ چی په پرده کی پټ و
نن یی ښـکاره د ښکلولو وخت دی
زاړه شراب نوو پیالو کی خاندی
بیا د توبو د ماتولو وخت دی
د شـعر شـپه ده ورته شمعی ناڅی
د تـورتمـو د ختمیـدلو وخت دی
د کلی مست او خُمار ټول راغلې
ښکاری دعشق د نڅیدلو وخت دی
د غزل اوښکو ډکـی کړی پیـالي
د انګازو د اوریـدلـو وخت دی
ټول کلیوال غواړی شربت د سوما
د مسـت پرون د بیا راتللو وخت دی
جولای/۲۰۱۸
تورنتو ــ کاناډا
ـــــــــــــــــــــــــــــــــ
یوسف هېواددوست ـ له ډنمارک څخه د افغان غږ راډیویي مجله ـ
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.