تاسو پوهېږې چې امریکایانو په نړېواله کچه لومړی ځای خپل کړی . امریکایان توانېدلي تر څو په هره برخه د ژوندانه کې ځان ته ځای ومومي او ترېنه ګټه پورته کړي. امریکا د انکرېزانو پر مټ جوړه او نړېوال شهرت یې خپل کړ. انکرېزانو چې امریکا،کانادا،استرالیا او نیوزیرلند ګونډه کړل تر ټولو دمخه یې هڅه دا وه چې انګرېزان د نړې منل شوي او واکمن خلک و اوسي. انکرېزانو دا توانمندي ځان کې لیدله تر څو له هر څه دمخه د نړې واک تر خپلې اغېزې لاندې راولي.دوی له بېلابېلو هېوادونو په بېلابېلو نومونو او پروکرامونو جوړولو سره خلکو ته د ژوندانه فرصت چمتو کړ.له یاد فرصت څخه دوی د خپلو جغرافیو د جوړولو، په پښو درولو او واک ته رسولو سره ترېنه ګټه پورته او د ځان برخه وګرځول. انکرېزانو وخت ته په کتو په هر ډګر کې پلانونه تر لاس لاندې درلودل او د عملي کولو لپاره یې له پلان سره سم مخ ته وړل.دوی دا توانمندي درلودله تر څو انګرېزي ژبه نړېواله کړي او د نړې خلک دې ته اړ کړي تر څو د دوی ژبه د یوې نړېوالې، منل شوې او معتبره ژبې په توګه ومني جې همداسې وشول.انکرېزانو د دواړو نړېوالو جګړو اصلي لوبغاړي ول او د پردو تر شا دوی ول چې دواړه نړېوالې جګړې تر سره شي. دوی په دواړو نړېوالو جګړو کې ډېري هېوادونه چې د ځان لپاره یې ځانګړي تعریفونه درلودل دوی یاد تعریفونه له صفر سره ضرب کړل او د ځان تر اغېزې لاندې یې راوستل.انګرېزانو د هر هېواد،سیمې او نړې لپاره بېلابېلې نسخې او سوژې لري او وخت ته په کتو یې وړاندې کوي.انکرېزانو دا انځور په نړېواله کچه جوړ کړی او پر نړېوالو یې منلی دی. انکرېزان وتوانېدل تر څو هغه کسان،خلک او یا هم هېوادونه چې د پرمختک لپاره څه لري دوی ورته لاره وټاکي. انکرېزان د نورو ډلو په هڅولو سره وتوانېدل تر څو د تعلیمي، رسنیز، سینمایي صنعت او ورته پرمختګونو لپاره لاره هواره او له ظرفیتونو څخه ګټه پورته او په خپله نفعه یې وڅرخوي. تاسو به پام کړی وي چې اروپایانو د مذهب په نوم جګړه وکړله او د میلیونونو انسانانو ژوند یې ترېنه واخیست. مسیحیت په مذهبونو ووېشل شو او د خلکو منځ کې د بې باورې فضاء رامنځ ته شوله. نن سبا انګرېزان پر دې پوهېږي چې نړې کې له کومې سوژې څخه کار واخلي تر څو دوی کنترول وساتي. دوی کله نا کله خپلو کې هم یو او بل ته ګوت څنډنه او تهدیدونه کوي.تاسو که چېرته دقیق پام وکړې دوی په نړېواله کچه بازار،سیاست،دین،ژبه او د قوم په نوم وړاندې کېږي او لوبه کوي.
بېلګې:
یوه انځور کې له ابراهیمي ادیانو څخه په ګټې اخیستنې سره لوبه مخ ته وړي.
بل انځور کې یواځې د مسیحست د ګټو لپاره ډکر خپلوي.
یوه بل انځور کې د انکرېزي ژبې ویوونکو په نوم او بل انځور کې یواځې او یواځې د انکریز قوم په نوم سیاست خپلوي.
دوی دې ته پام کوي چې که یو هېواد سر پورته کوي او ځلېږي نو دوی مستقیم او یا هم وخت ته په کتو سره نوې سوژې ورته جوړوي تر څو یې د خپلې اغېزې لاندې راولي.
تاسو ګورې چې نن سبا یهودیانو په نړېواله کچه شتمني خپله کړې او د نړې اصلي او د پام وړ څیزونه د دوی په ولکه کې دي. ننی فلمي صنعت چې امریکایانو ته یې په نړېواله کچه ارزښت وربښلی او امریکایانو ته یې لومړی نړېوال ځای جوړ کړی دا د یهودانو لاسته راوړنه او صنعت دی. د هالیود سینمایي صنعت وتوانېد تر څو د جوړ شویو فلمونو له لارې په نړېواله کچه ټول نړېوال ځوانان تر خپلې اغېزې لاندې راولي. له سینمایي فلمونو څخه دومره ګټه پورته شوه چې د انکرېزانو د ژوندانه سیالې (تقلید) په نړېواله کچه اثر وکړي.رسنې نن هغه قوت دی چې نړېوال سیاسیون یې له لارې خپل حکومت پرې مخ ته وړي او خپلو خلکو ته پکې لاره ټاکي دا هم په اصلي مانا سره یهودانو سره ولکه کې دی.
نړېوال بانکي سیاست چې په اوسني وخت کې ستر ارزښت او د سیاست اصلي قوت ټاکي دا یهودان دي چې چلوی یې.خو دغو ټولو ارزښتونو ته په کتو سره ویلی شو چې دا ټول ارزښتونه د انګرېزانو تر واک لاندې پراته او دوی دي چې ورته په هره برخه کې مارکیټ پیدا کوي .
انګرېزان ځان ته تعریف لري او دا تعریف یې په نړېواله کچه پر سترو قدرتونو منلی.
دوی دومره پر ځان باوري دي چې هره سیمه په هر نوم سره چې وغواړي د خپلو ګټو لپاره په نښه کوي او که چېرته اړتیا یې راشي له منځه یې وړي. دوی توانېدلي د رسنیو،فلمونو او کرایي لیکوالانو پر مټ مذاهب رامنځ ته کړي او یا هم بې باورنو ته پروپاګنډه وکړي.د پروپاګنډې اغیزه دومره ډېر اثر کړی چې په نړېواله کچه ټول ځوانان دوی تر خپل کنترول لاندې ولري.
د دوی رسنیو دا توان خپل کړی چې نړېوال سیاسي قوتونه کنترول کې وساتي.
نن که چېرته یوه جغرافیه سر اوچتوي او په بازار کې ځان ته ځای خپلوي نو دوی یې په بېلابېلو نومونو او بهانو دی ته اړ کوي تر څو د دوی په خوښه لاره غوره کړي.
انګرېزانو چې کله ستره امپراتورې د نړۍ واک کې درلودله دوی ډېرې داسې کړنې تر سره کړي چې د بښلو وړ نه دي خو دوی دومره زیرکه لوبه کوي چې هېڅکله به هغه هېوادونه چې دوی ظلم ورسره کړی پام دی ته واړوي چې د پوښتنو لپاره ګام اوچت او خپل حق وغواړي.
پورته لیکل شویو مواردو ته که ځیر شو نو ویلی شو چې نن په نړېواله کچه لوبه بدلیدونکۍ برېښي او نوي حرکتونه په سترګو کېږی.د نوی حرکتونو لپاره اوس سرلاري د امریکې هېواد دی.
نن امریکایان پوه دي چې چین، هند، جرمني ، جاپان، ایران، برازیل او ځینې نور واړه اقتصادي حرکتونو ګام اخیستلو ته تکل کړی دی. دا چې امریکایانو وروسته له نړېوالو دواړو جګړو سیاسي ډګر کې اتلوي د ځان بولي او نه غواړي له لاسه یې ورکړي او اوس یې پیل کړی د بیا کتنې په نوم حرکت ته
امریکا بیا کتنه کړي او کوي یې تر څو خپل ځای له لاسه ورنکړي. امریکایانو ته په ټاکنو کې انځور جوړ شو چې تاسو واکمن او غوره خلک د نړۍ یاست او د یاد ځای ساتلو لپاره د خپل مشرتابه تر شا ودرېږې.امریکایي سیاسیونو وار دمخه داسې انځور جوړ کړی تر څو یې خلک ورته چمتو اوسي او د خپل دولت تر شا ودرېږي.د امریکا نني واکمن یواځې او یواځې د امریکا د ساتلو او جوړ شوي ستر نوم لپاره هلې ځلې کوي.اوسنی واکمن یواځې امریکا ژغورل غواړي هغه هم په هره بیه چې وي. دوی به هېڅوک پرې نږدي چې د امریکا پر وړاندې خنډ واوسي.دوی نه غواړي چې چین،هند ،روسیه او ورته نور اقتصادي او نظامي قوتونه د اوس او راتلونکي لپاره د تهدید په بڼه لاره پیدا کړي.امریکایانو ملا تړلې تر څو لوبه د پخوا په شان ولکه کې ولري.اوس هغه هېوادونو ته په کار ده چې وخت او زمان ته په کتو سره ځان لوبه کې پیدا کړي.
سیاست کله ناکله قرباني هم غواړي چې قرباني لامل د ژغورنې او پرمختګ هم کیدلی شي.
یاددښت: یو وخت امریکایانو چین له روسې بېل کړ خو اوس روسیه له چین څخه بېلوي.
اوسنې اداره د امریکا که اړتیا یې راشي له ناتو څخه هم وځي.
پنځه هېوادونو لکه امریکا، کانادا، استرالیا، انګلستان او نیوزیلند د پنځو سترګوپه نوم سره یادېدل خو نن امریکا د خپلو ګټو لپاره له انګلستان او کانادا تېر دي. دوی ته اوس امریکا لومړیتوب لري او بیا انګرېزي باور او تعریف او تر شا پټې نورې لوبې.
(تابع)
https://dawatmedia24.com/?p=174009
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.