په روزهماتي زړه ته راغلې
ډوډۍ مې پرېښوده، سلگیو ونیومه
د روژماتي وخت کې راشه
ما څهمنلي دی، خو پټ یې درکومه
فرضي روژه ده کرار کېنه
چې اختر راشي بیا دې هریوه منمه
د سږنۍ روژې په ورځو کې هم لکه تېرکلونه ما د میډیا له بېلابېلو برخو څخه داسې لنډۍ راټولې کړې دي چې په روژه او روژهتیانو پورې اړه لري. د دې برخې لهپاره مې دا لاندې لنډۍ تاسو درنو لوستونکو ته وړاندې کوم:
پر زړه دې غم د يارۍ نهشته
په روژه ماتي پسې زر زر خوب درځينه
لالی مې سخت په خوب ویده دی
پیشمنی تېرشو، ملا وکړل اذانونه
په روزهماتي زړه ته راغلې
ډوډۍ مې پرېښوده، سلگیو ونیومه
په پشلمي سپوږمۍ ته ناست یم
روزې رنځورې ورته ستا بیانومه
د روژماتي وخت کې راشه
ما څهمنلي دی، خو پټ یې درکومه
د پيشمنۍ خـواړه پـه زور خـورم
د ېــار وېــدۍ سـترگۍ مۍ زړه راغوڅوېنه
لا خو دې شل نیولې نهدي
وړوکیه یاره روژې خچپچ کړیینه
پۀ سپینه خولۀ کړه روژه ماته
د کفارې روژې بۀ دواړه ونیسونه
ورشه د کور څنگ کې دې کېنه
ما ورته وښییه چې دی خوند راکویینه
کلي ته کله راځې یاره
په څوارلسم خو روژه واوښته میٔنه
که رایېنهکړې مور دې پوه کړه
ټولې شاجورې دې په کور خالي کومه
فرضي روژه ده کرار کېنه
چې اختر راشي بیا دې هریوه منمه
روژه په خوله ورته ولاړ یم
یار مې راگوري، زما ناخلي سلامونه
په شپاړسمه روژه راشه
ما به روژې د پېغلتوب خوړلېوینه
زه دې بېلتون ته وارخطا یم
دا لنډکۍ روژې مې نه خرابوینه
سږنیکال دې خدای په خیر کړي
بله روزه به د یار څنگ کې تېرومه
دوعا بې ولې نه قبلېـږي
یار مې معصومهخوله روژې نیولې دینه
په روژه ماتي کې رایاد شوې
هره مړۍ مې په زړه نېغه نېغه ځینه
د جنتي سړي په څېر یم
مور مې په مینه پېشړمي ته پاڅوینه
روژه هم راغله، ته رانهغلې
د پېشمني اور ته يواځې وير کٶمه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.