د کابل پوهنتون په کال ۱۳۲۶ کی تأسیس شو، د افغانستان پوهانو ورته زموږ په ملی او رسمی ژبه د پوهنتون لفظ غوره کړ، د پوهنتون نوم په ټول افغانستان کی په همدی نوم و پیژندل شو، او په افغانستان کی د ټولو قامونو که تاجک، که هزاره، که ازبک که ترکمن او که نور و، لخوا په ټوله معنی ومنل شو.
د افغانستان دری ژبی، پیاوړی ژورنالیست، لیکوال او مطبوعاتی شخصیت، استاد سراج وهاج په دی ارتباط لیکی:« د پوهنتون اصطلاح موږ ته ځکه د قدر وړ کلمه ده، چی زموږ عالمانو او مشرانو غوره کړی ده»
د استاد معروفی په وینا، د پوهنتون اصطلاح یوه ملی او افغانستان شموله ترمینالوژی ده.
دلته د یادولو وړخبره ده چی ایران یا فارس، تر ۱۳۳۹ کال د دانشګاه په نوم کوم شی نه درلود، په فارس یا ایران کی په پورتنی کال د ایران د پادشاه له خوا، د دانشګاه په نوم یو تحصیلی مرکز جوړشو یعنی ایران ۱۳ کاله وروسته د افغانستان نه، د یونورستی یا پوهنتون خاوند شو، او د دانشګاه نوم یی ورته غوره کړ.
څه مهال چی په افغانستان کی حکومت او قدرت د دوهمی سقاوی دوری ډلو، یعنی د جمعیت او نظار شوری او د ایران ګوداګیانو او تجزیه غوښتونکو او فدرالیستانو ته ورسیده، ایرانی چنګیز پهلوان ځان پنجشیرته ورساوه او مسعود پنجشیری ورسره په افغانستان کی د ملی ترمینالوژی په عوض، د ایرانی کولو ژمنه وکړه.
په دی ملی ضد دوره کی د پوهنتون لوحی راکښته او د ایرانی دانشګاه نوم، پورته شو او فارسی ایرانی اصطلاحات لکه: دانشګاه، دانشکده، چالش، پزشک، هواپیما، هزینه، وارونه، دو چرخه، باد بزن، چرخبال، نخست وزیر، موشک، واژه، ویژه، کنش، واکنش، فرودګاه، ګذرګاه، بیمارستان، سرباز، ارتش، مجلس نمایندګان، شهردار، شهروند، ګفتمان، نشست، دادګاه، دادستان، پژوهش، رأیزنی، ګمانه زنی، واژګان، چرخبال، برنامه او په سلګونو نورایرانی منحوسوفارسی اصطلاحاتو د ملی معمولوافغانی اصطلاحاتو ځای ونیو.
حتی هغه د ملی ضمیر نه بی برخی ذواتو چی د کابل پوهنتون نه فارغ شوی او په دپلوم یا شهادتنامه کی یی د پوهنتون نوم لیکل شوی دی، د ایران پرستو وګړو په توګه، صرف له دی امله چی د پوهنتون یا پوهنځی اصطلاحات د پښتو ژبی نه مأخوذ ترکیبات دی، په فارس یا ایرانی اصطلاحاتو لکه دانشګاه یا دانشکده ته تر جیح ورکوی او په دی توګه دوی ته د پوهنتون اصطلاح، رسمیت اووجاهت نلری.
که موږ لاندی وطنی، معمول افغانستان شموله اصطلاحات لکه: عمل، عکس العمل، اردو، مشکل، مشکلات، بودجه، معکوس، محکمه، څارنوال، ښاروالی، طیاره، هوایی میدان یا هوایی ډګر، بایسکل، باد پکه، راکت یا توغندی، ډاکتر یا طبیب، خپرونه یا پروګرام، شفاخانه یا روغتون، دوا خانه یا درملتون، بند یا بنادر،غونډه، جلسه، جرګه، ولسی جرګه، مشرانوجرګه، اصطلاحات، تحقیق، تحقیقات، هیلیکپتر، درون، او داسی نور، ولو که د عربی یا ترکی، انګریزی، او یا اوردو ژبو پخوانۍ ریشه ولری، لرو، نو ضرورت د ایرانی صطلاحاتواستعمال ته څه دی او ولی د ایرانی اصطلاحاتو او فرهنګی تهاجم ملګری او پلوی شو؟
همدا رنګه ولی انګریزی اصطلاحات لکه دالر، مارچ، جون، آګست، بلاک په دلار، مارس، ژوئیه، اګوست او بلوک، ایرانی مبتذلو شکلونو ولیکو؟
هغه چا سره چی ملی شعور، ملی وجدان او ملی تفکر ملګری وی هغه په هیڅکله خپل افغانی ثقافتی، کلتوری، فرهنګی میراث د ایرانی فرهنګی تولیداتو سره معاوضه نکړی.
بوریای خود به قالینش مده
خو زموږ په ټولنه کی د ایرانی چنګیز پهلوان چی ځان آریا مهربولی او د بدخشی طاهر، بدخشی لعل زاد، بدخشی فایق او په زرګونو نورو د تاجک فوق همه، او د آریایی توب د تفوق په مزمن مرض اخته مدعیانو ته، چی د آریایی نژاد دعوی لری او په احمقانه توګه، ځانونه د میلاد څخه د مخه د دوه زره کلن مدنیت او نژادی اصالت وارثان بولی، باید وویل شی چی:
شتردرخواب بیند پنبه دانه
د داسی لسانی یعنی فارسی ژبی او نژادی یعنی تاجک نژاد، په تعصب او نفرت په وندراو پړو تړلی، د فارس یا ایران ایجنتان او د پښتنو او پښتونوالی مادرزاده او پدرزاده میرڅمن او دشمنان شته، چی په جاهلانه او بیسوادانه توګه د پښتنی اویا میلونی کتلی، تولنیز فرهنګ، دود، دستور، قومی مناشیراو دساتیر، عرف، عادات، عنعنات، غیرمکتوبه اصول او قوانین، او په مجموع کی پښتونولی،غندی او د منحطی ایدیالوژی، په نامه یی مسماء کوی، او د ایرانی فرهنګ د ترویج په لاره کی د یوه زر خریده ګوډاګی په توګه د خپل ټيټ فطرت جست (ګیلټ) څرګندوی.
تر دی، کرغیړنه خو لا دا، چی زموږ ځینی بی لکۍ، بی شعوره، بی پختوګۍ، څلوربول وطنوال يي، د مدیحه سرایی په سوټو او پچو شخوند وهی.
تفو برتوای چرخ ګردون تفو
څو ورځی دمخه یوه فارسی ژبی وګړی د یوه پښتون وګړی نه، چی متأسفانه لیکوال ندی خو په خپل مسلک کی د دوکتورا سند لری، وپوښتل چی ته ولی په فارسی ژبی لیکنی نه کوی؟
هغه د استاد الفت وینا ده چی:
په داسی رنګ بی تمیزۍ د خرو خندا راځی
په تیرو پنځه سوه کلونو کی، د حضرت بایزید روښاڼ نه نیولی، تر خوشحال بابا او زموږ د ژوند په تاریخ کی د علامه حبیبی نه نیولی ترعلامه رشاد او استاد بینوا، استاد جهانی او نورو پوری، داسی پښتون لیکوال، مورخ، محقق او مفکر نشته چی په دری ژبه یی لیکنی نه وی کړی او یا یی شعر نه وی ویلی، خود د غزنوی محمود د دوری نه نیولی تر، نن ورخی پوری، یو فارسی ژبی لیکوال، محقق، مورخ، شاعر، ژورنالیست، مینده نشو، چی په اصطلاح د خداي دپاره یو پاراګراف زموږ د ولس په افغانی، رسمی او ملی ژبه ولیکی، په داسی حال کی چی دوی په خارجی ژبو لکه انګریزی، فرانسوی، جرمنی، روسی، او داسی نوروهم، په اکادمیکه سویه تسلط درلود او لری یی.
حتی ډیرۍ فارسی ژبی وګړی لکه سمندرغوریانی په پنځه خارجی ژبو باندی اکادمیک تسلط درلود، په دی لړکی د همداسی متعصبو، ذواتو نومونه په لاندی ډول دی:
علامه سلجوقی، استاد خلیلی، داکتر یوسف خان، میرغلام محمد غبار، میر صدیق فرهنګ، سید مخدوم رهین، داکتر سید کاغذ، پرچمی داکتراکرم عثمان، غلام علی آئین، داکترغزنوی، واصف باختری، استاد شهرستانی، محمد نجیم آریا، داکترروان فرهادی، کشمیری داکترعبدالمجید، پوهاند اصغر، داکتر انس، عثمان صدقی، داکتر آصف سهیل، یوسف آیینه، داکترنجم الدین انصاری، امان الدین انصاری، امین الدین انصاری، ببرک کارمل، دستګیر پنجشیری، احمد شاه مسعود پنجشیری، حسن شرق، داکتر جاوید، کبیرغوربندی، مجید کلکانی، قیوم رهبر، غلام حضرت کوشان، قوی کوشان، آیت الله چوچه، محمد محق، داکتر فرید یونس، شکرالله کهګدای، شعله یی ملک ستیز، او داسی په سلګونو نور، چی په ټول ژوند کی حاضرنشول چی د ژبنی او نژادی تعصب له مخی یو پارګراف په افغانی پښتو ژبه چی د هیواد یوه رسمی او په عین حال کی زموږ د ټولنی د قومی اکثریت ژبه ده، ولیکی.
میرغلام محمد غبار حسینی، څلورکاله په لوی کندهار کی ژوند تیر کړی دی.
مګر تعصب او تنفر لکۍ لری که ښکر؟
بی شرافتی او بی نجابتی تردی حده نه زیاتیژی چی د تاجک فوق همه د شعار مدعیان، او د متعصبینو د تومنی نه مولود، نژاد پرستان، د اویا ملیونو پښتنو فرهنګ ته د خپلو ایرانی بادارانو او آریا مهرانو په څیر، په سپکه ګوری او په غیرعلمی او جاهلانه توګه ورته د (منحطی ایدیالوژی) نوم ورکوی.
سترخوشحال بابا فرمایی:
چی به ما ورته کاته له جاهه نکړه
له هغو خبری اورم تیری بیری
خو زموږ پښتانه عزیزان لیکوال او پوهان ورته د خیرپه غونډۍ ناست دی (پهلوان زنده خوش است) اود بی تفاوتۍ په سترګه ورته ګوری.
خو که چیری، په امان الله خان، او یا سردارداؤد خان باندی د نیوکی یوه خبره پورته شی، د آڅړ صاحب لوی استاد! ښاغلی اعظم سیستانی او دهغه پلویان او هم خیالان، لکه د کابل د ( سودا واتر) بوتلونو په څیرپه جوش راشی او ځانونه په ځمکه او اسمان وهی چی ګوندی قیامت کبری جوړ شو!!!
سیستانیه چی تبلیغ د پښتون توب کړی
څه هم تا لره په کار دی پښتون توب
خبره دا ده چی آیا پښتانه او پښتونواله ډیره مهمه ده که زموږ د ټولنی سیاسی مشران لکه غازی امان الله خان او سردار صاحب داؤد خان او که داسی نور؟
تفو بر تو ای چرخ ګردون تفو
خلاصه او حقیقت دا دی چی پوهنتون یوه افغانی اصطلاح ده او دانشګاه، یوه ایرانی فارسی اوغیرافغانی اصطلاح ده.
که چیری د ایران نوم، زموږ د تاریخ پوری اړه ولری، نو آیا په مماثل منطق، افغانستان ته هم باید ایران ووایو؟
د دانشګاه نوم لکه د ایران نوم، ایرانیانوځانته غوره کړی دی، او د «دری» نوم رنګ ورکولوباندی د (سراب) نه، د (آب) چینه نه جوړیږی، د داسی تقلب د شعار، او استتار لاندی، په حقیقت کی د ایرانی بوسولاندی اوبه تیرول او د ساده وطنوالوغولول او تیرایستل دی، چی په واقعیت امرکی د پوهنتون د اصطلاح سره، غیرله حساسیت او نفرته، بله معنی نلری.
بدخشی فوزیه کوفی چی د امریکایی د صادرتی دیمکراسی د تولیداتو یوه نمونه ده، په یوه مصاحبه کی وایی :«ما به خاطری پوهنتون نمی ګوئیم که این اصطلاح مربوط به زبان پښتوست و به خاطری دانشګاه میګوئیم که مربوط به زبان فارسی است و ما فارسی زبان استیم»
نن ورځ په ټوله نړۍ کی، ملی ضد، فارسیست، ایرانیست، ستمی میدیا کی، فارسیستان اوایرانی مشربه، مفسد عناصراوکړۍ د افغانستان انتنرنیشنل [شیطان انترنیشنل]، رزاق مامون، آریایی سایت او په لسګونو نورو تبلیغاتی منابعو او مطبوعاتو کی د چنګیز پهلوان په لارښونه او د ایرانی بادارانو په هدایت، د ایرانی اصطلاحاتو تبلیغ او ترویج کی چی د افغان فرهنګی مناشیرو او دساتیرو سره کاملا تضاد لری، مشغول دی.
دلته د داسی ایرانیستانو د مبلغینو په اړه، د علامه ډاکتراقبال وینا، د پورتنی ملی ضد، فعالیتنو سره سمون خوری چی وایی:
سرین را هم په چوبش ده که آخر
حقی دارد به خر پالانګر او
وروستی تذکر: داسی بریښی چی د پښتو او پښتونولۍ دنده، خانله ماته د پلار د میراث په توګه پاتی ده!!!!!
یا هغه پښتانه نور و دا څه نور شو
یا د خدای اوس دا هسی شان فرمان
تفو برتو ای چرخ ګردون تفو
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.