پرون یې خورا ژړل، سترګې یې د اور د لمبو شانته سرې وې، سره له دې چې باڼوګان یې د سپرلی د وریځو شانته پرسترګو را خواره وو، مګر د بارن په څېر د اوښکو او سرو لمبو د مخنیوې توان یې نه درلو، هغه دومره ستومانه او ملاله ښکارېده چې د ژوند هر څه ترې ترې تم شوي و.
هغې په شپو، شپو خوب نه درلود، مور پلار خپلو خپلوانو، همزولو او ټولکیوالو چې به هر څومره تسلیت ورکاوه مګر د هغې په وضعیت او روان ژوند کې یې د مسکا او خوښي کومې مثبتې اغیزې نه شوې راوستلی، ځکه د هغې ټوله هوس او ارمانونه ترې په تور سیند لاهو شوې وو.
دهغې د خوب کوټه مرخاته ته مخامخ وه، د سهار د لمر لومړڼۍ وړانګې به چې د دې پرمخ خورېدې او زیاتې نور به یې ورته د خوب او ارام پریوتو مجال نه ورکاوه، په منډه، منډه به د لاسونو او واورو شانته مخ، مرواریدو ځلیدونکو غاښونو د وینځلو وروسته د پخلنځي خواته منډه کړه او پر خپل مورجانې به یې غږ کاوه.
مورجانې!
سهارنی مو تیار کړی، څه دې زما د خوښې څه په کې شته، که د خوښې څه به یې و، خورا خوشاله به شوه او که نه سوړ اسویلی به یې وکاږه نور به غږ ترې نه پورته کېده.
مور یې نارنجه نومېده، خورا مهربانه او زړه سوانده ښخه وه، په کلي کور کې یې د هرې کورنۍ په ځوښیو او غمونو کې تر بل هرچا لومړیتوب درلود، نو ځکه پر ټولو خورا ګرانه وه او هر چا یې عزت او احترام کاوه، له دې نه پرته یې دوه کوچنۍ لوڼې او یو ځوی چې له هغې نه په کلونو واړه وو درلودل.
پلار یې په یوه موسسه کې موټروان و، نارنجې هم د اولادونو د زوکړې تر مخه په یوه زیژنتون کې دنده تر سره کوله، ښه منځنی او خوشاله ژوند یې درلوده او له خپل ژوند نه راځي وو.
مور او پلار دواړو د ژوند د نورو چارو تر څنک خورا زیار ویسته چې اولادونه یې ښې زده کړې تر سره کړې، ښه ژوند ولري خپلې کورنۍ او هېواد ته د ښه خدمت جوګه وګرځې.
هو!
هغه د معا لجوي طب د څلورم ټولګې محصله وه ، د خپل ټولګې ممتازه او لومړۍ نمره محصله وه، په خپلو ټولګیوالو او استادانو خورا ګرانه وه.
ورور یې شیرباز د کمپیوتر ساینس د څانګې د لومړی ټولکې محصل او دوه وړې خویندې یې مېره او څانګه د دریم او پنځم ټولګي زده کونکې وې، په ریښتیا سره ویلای شم چې یوه خوشاله کورنۍ وه.
هغې به له خپل ځان نه هم پر خپل ورور او دوه کوچنیو خویندیو پاملرنه کوله، چې ښه ژوند وکړي، ښه سبقونه ووایې، ښه لباس او خوراک ولري.
هغې د خپل د پلار او مور هم خورا خیال ساته ، تر بل هر چا نیا ورته خورا ګرانه وه، نیا یې هم له هغې سره خورا مینه درلوده او له کوچنیوالې نه به یې تل پرې غږ کاوه چې:
ځوی جانې!
ته باید ډاکتره شې، دا مې ارمان دی، چې داسې وخت راشی چې زه ژوندې اوسم او ستا په ځان د ډاکترۍ سپینه چپن وګورم او زما د رنځ درملنه وکړې.
نیا یې نوربې بې توړۍ نومیده هغه د ټول کلي توړۍ وه، د تور زېړي په رنځ اخته وه، چې خورا ترې زوریده، همدا لامل به و، چې پر خپل مسۍ یې ټینګار درلود چې ډاکتره شې.
نور بې بې توړۍ څلور که پنخه کاله د مخه د پرله پسې ناروغیو له امله خپل روح الله پاک ته وسپاره او خپل ارمانونه یې د خپلې مسۍ په هکله له ځان سره خاورو ته یوړل.
هو!
هغه بې نیا شوه، ریښتیا، هغه څوک یادوم؟
هغه د نور بې بې توړۍ مسۍ، هغه سلګۍ یادوم، چې دا دی د ژوند وروستۍ شېبې یې د مروارید شانته او ښکو او د تريخ ژوند د سلګیو له سندرو سره تېروي.
سلګۍ هم بې نیا شوه او هم د نیا له ارمانونو نه بې برخې.
په هېواد کې بدلون راغی، د هېواد د مجاهد ولس په مرسته او د طالبانو په سرښندنو د مغرو او یرغلګر امریکا او ورسره متحیدینو یې ښکرونه مات شول او له هېواده تښتیدو ته اړ شول، په هېواد کې د جنګ شخړو او وینو تویدو بهېر ودرید، زورواک او د قدرت جزېرې دړې وړې شوې، هر څه نورمال شول خو؟؟؟؟؟؟
د دوحې د قرار داد د لاسلیک وروسته د طالبانو د قدرت د راتګ سره هر څه سم شول، وژنې پای ته ورسیدې د خلکو د هېلو غوټي مخ په غوړیدو شوې، مګر د نجونو او ښځو د شپږم ټولکې نه په لوړو زده کړو او پوهنتونونو بندېز ولکید او د یوه نامعلوم وخت له پاره دغه دروازې بندې شوې.
اوس نو د سلګۍ او د هغې شانته په زرګونو نجنو د مسکا او خوښیو پر ځای د اوښکو او سلګیو تورتم او غم کې شپې او ورځې تېریږی.
د سلګۍ دوه خور لڼې مسکا او شبانې چې د کور ناستې زورولې د اسلامي علومو په مدرسوکې ځانونه شامل کړي او زده کړی کوې.
تېره ورځ هغوې د سلګۍ کورته راغلې وې، هغه یې هم هڅوله چې د دینې علومو مدارسو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
کله چې یې سلګۍ ولیده د هغې خوارکۍ رنګ او څېره بدله شوې وه، په ژړا ژړا یې ویل چې سوچ یې کاوه دا دی د دری کالو انتظار وروسته به د سږ نوې کال په راتګ سره د پوهنتونونو دروازې د نجنو پر مخ خلاصې شې زما او زما د مرګ تر لحظې ارمانجې نیا ارمانونه به پوره او تر سره شې، مګر هیڅ ونه شول او زموږ د ارمانونو وژنه په خپل حال پاتې شوه.
پای
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.