لنډۍ، د ثبتولو ستونزه- ۳۱۶مه برخه

آصف بهاند

171

رنځوره یاره رنځ دې ورک‌ شه

روزې نیوی شې، که غنم دروباسمه

 

که له روژې نه روغ راتېر شوې

جانانه زه له سپینې خولې درتېره یمه

 

چې ستا بېلتون مې خراب نه کړي

د پـسرلي روژې مـې نـه‌خــرابـــویــنــه

د لنډیو د دې برخې له‌پاره دا لاندې لنډۍ راټولې شوې دي:

زه به روژې نیسم جانانه

ته تهجد لمونځونه کړه چې یوځای شوونه

 

په پټوسترګوپيشنمي کړي
دځوانۍ خوب یې لکه لښته زنګوينه

 

د پېشمني غږ مې دښمن دی

ما د جانان له خوږې غـېـږي بـېـلوینه

 

که له روژې نه روغ راتېر شوې

جانانه زه له سپینې خولې درتېره یمه

 

څنگه چې زه وران او ویجاړ یم

د مسافرو روژه‌ماتي داسې وینه

 

یا خو به وي روژې زبېښلی

یا به زما جانان زېـړي نیولی وینه

 

داسې یووخت، داسې روژه وه

تر پېړشمي به مې جانان ته ویل شعرونه

 

د روژې میاشت ده سوال قبلېـږي

د مسافرو حق کې پورته کړئ لاسونه

 

تر پیشمني به درسره یم

د ورځي نه کېـږي جوړه جوړه خوبونه

 

خدایه روژه مې په وطن کړې

د خپلې مور د ډوډۍ ډېر ارمان راځینه

 

چې روژه ماته کړم خپه شم

نه مې بی‌بی او نه بابا راسره وینه

 

په روزه‌ماتی باندې ناست‌یم

یو مسافر یم، بل د مور ارمان راځینه

 

د روژې هسې نوم بدېـږي

زه زېړه زېړه د لالي غمونو کړمه

 

پرما تاثیر د روژې نه‌شته

ما ژړوي دا بې‌جانانه ماښامونه

 

بې له ادکې پېشلمی دی
ډوډۍ بې خونده، اوبه زهر غوندې دينه

 

په اعتکاف کې دې خدای مړه که

چي جنتي بوی دې د وچو شونډو ځينه

 

چې ستا بېلتون مې خراب نه کړي

د پـسرلي روژې مـې نـه‌خــرابـــویــنــه

 

جانان نادان دی، غاړه غواړي

په پېشړمي کې غاړې چا ورکړې وینه

 

که په دیدن روژه ماتیـږي

ما به دا ستا به لیدو ديرش خوړلې وینه

 

خدای مې پاچا، رسول استازی
خیالي روژه به شفاعت راته کوینه

 

رنگ مې په تا پسې زېـړېـږي

خلکو ته وایمه روزې نیولی یمه

 

په مسافرو مې سلام دی

په روژه‌ماتي د وطن ارمان کوینه

 

رنځوره یاره رنځ دې ورک‌ شه

روزې نیوی شې، که غنم دروباسمه

نوربیا

د انجنیر سلطان‌جان کلیوال فرهنگي ــ علمي هڅو ته یوه کتنه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.