سبا اختر دی خو د چا اختر دی

عبدالباري جهاني

192

سبا اختر دی موري زه نوې بګړۍ نه لرم

خامکي غاړه نه لرم نوې خولۍ نه لرم

زه به مي څنګه په سیالانو کي عیدګاه ته ځمه

نوي جامې نه لرم زه نوي څپلۍ نه لرم

په تېر اختر کي لا هم پټ وم له سیالانو څخه

د ښوونځی له هلکانو همزولانو څخه

هلته مي هم نوي جامې په تن کي نه درلودې

زه وېرېدم له اشارو د ګاونډیانو څخه

موري که موړ یمه که وږی وړم درانه بارونه

خوله خوله یمه خوږیږي مي د پښو هډونه

چي څه ګټم هغه د وچي ډوډۍ نه بسیږي

غوړه مړۍ مي د خورکۍ ترستوني نه رسیږي

یوه حاجي مي را په شا کړله د وریجو بوجۍ

لا یې پر ملاباندي را بار کړه یوه بله بورۍ

لیري یې بوتلمه تر کوره ساه مي ودرېده

په ستړي لاس کي یې را کښېښودلې دوولس روپۍ

په ټوله ورځ مي ایله وګټله وچه ډوډۍ

موري خوږېږم سرتر نوکه د پرون له خوارۍ

مُلا پرون مسلې کړلې د روژې د ثواب

چي څوک روژه خوري ورته ګوري دوږخونه عذاب

په لړمانو په مارانو کي به شپې تېروي

لا ورته ګوري سره اورونه د سکروټو دریاب

بېله پوښتني ځي جنت ته چي زکات ورکوي

چي سرسایی او عالمانو ته خیرات ورکوي

څوک چي چړیانو ملایانو ته جامې ورکوي

پر کوثرونو به سردار نبي پیالې ورکوي

ملا دا نه ویل چي زموږ خو بې روژې روژه ده

اوبه مو ګرمي دي په لاس کي مو ډوډۍ سړه ده

له کوم زکاته به موږ خېټه د مُلا ډکوو

له کوم خیرات څخه به لوږه د چړي سړوو

هم دا دنیا هم آخرت دی د خانانو موري

دلته دوږخ هلته دوږخ دی د خوارانو موري.

د ۲۰۲۵ کال د مارچ اته ویشتمه، ویرجینیا.

د شاعر او لیکوال انجنیر سلطان جان کلیوال په ویر کې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.