د لوی او کوچنی اختر جشنونه سره له دې چې د نړۍ د ټولو مسلمانانو مشترک دیني ارزښتونه دي خو دغه دواړه دیني ارزښتونه د افغانانو له کلتور سره داسې اخښل شوي چې ساری یې د نورې نړۍ د هېوادونو په وګړو کې کم لیدل کېږي. د دې کرښو لیکوال سعودي عربستان، عربي متحده امارات، پاکستان، ایران، بنګلدېش او داسې نور اسلامي هېوادونه له نږدې څخه لیدلي او اخترونه یې پکې تجربه کړي دي خو د افغانانو په څېر رنګین اخترونه یې هلته نه دي لیدلي. په دې معنی چې د یادو هېوادونو د وګړو په نسبت افغانان دواړو اسلامي اخترونو ته زیات اهمیت ورکوي، په زړه پورې چمتوالی ورته نیسي، دیني اخترونه یې د خپل کلتور یوه برخه ګرځولې او په پرتمین ډول یې نمانځي. همدارنګه د رمضان د مبارکې میاشتې د روژې، کوچني او لوی اختر په مناسبت زرګونه پښتو لنډۍ د افغانستان په شفاهي ادبیاتو کې موندل کېږي چې د افغان ښځینه وو او نارینه وو له خوا ویل شوې دي. پر دې سربېره په لسهاوو زره شعري او نثري ټوټې په پښتو ژبه او د افغانستان په نورو مروجو ژبو کې موندل کېږي چې د اختر په مناسبت لیکل شوې، اختریزه ښکلا او اختریز ارزښتونه یې ستایلي دي. هغه ځانګړې تلوسه چې د رمضان میاشتې د روژې، کوچني اختر او لوی اختر راتګ ته یې افغان ماشومان او لویان له ځانونو سره لري، زه فکر نه کوم چې د نړۍ د نورو مسلمانو ولسونو وګړي یې ولري. همدارنګه د رمضان، کوچني اختر او لوی اختر د چمتوالي په هکله هم افغانان د خپل توان مطابق فوق العاده تیاری نیسي. له همدې کبله په آسترالیا کې هستوګنو افغانانو له خپل هېواد څخه راوړی اختریز فرهنګ له ځان سره کلک ساتلی او د هغه فعال ساتلو ته د خپل توان په اندازه ادامه ورکوي.
باید وویل شي چې آسترالیا په ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې د ګڼ شمېر افغانانو کوربنه ده، داسې اټکل دی چې په دغه لوی هېواد کې له ۱۸۰۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۰۰۰ تنو پورې افغانان ژوند کوي. د دې خبرې یادونه ضروري ده چې په آسترالیا کې د افغانانو کره شمېره جوته نه ده او په اړوند خپاره شوي ارقام چې د مختلفو څېړندویه بنسټونو او اشخاصو له خوا ورکړل شوي، زیاتره اټکلي دي. ځینو سرچینو په آسترالیا کې د هستوګنو افغانانو شمېر ۱۵۰۰۰۰ ښودلی، ځینو ۱۸۰۰۰۰ ښودلی او ځینو دغه شمېر آن تر ۲۰۰۰۰۰ پورې ذکر کړی دی. باید وویل شي چې په آسترالیا کې وروستۍ سرشمېرنه په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې ترسره شوې او له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې ګڼ شمېر افغان مهاجرین د قانوني لارې آسترالیا ته کډوال شوي، په دې هېواد کې یې هستوګنه غوره کړې او دغه لړۍ د دې کرښو د لیکلو پر مهال هم روانه ده. د قانوني هجرت تر څنګ یو شمېر کسان دغه هېواد ته د غیر قانوني لارو څخه هم د کډوالۍ کوښښ کوي. همدارنګه په آسترالیا کې د افغانانو ګڼ شمېر کلتوري ټولنې فعالې دي چې شمېر یې له ۱۰۰ ټولنو څخه زیات دی او د هرې ټولنې د فعالیتونو یوه موخه دا ده چې څرنګه په دې هېواد کې خپل افغاني ارزښتونه خوندي وساتي. [1]
آسترالیا ته د افغانانو د هجرت سلسله د لومړي ځل لپاره په ۱۸۳۸ زېږدیز کال صورت موندلی وو او دغه سلسله په ۱۸۶۰ زېږدیز کال هغه مهال پراخه شوه چې ګڼ شمېر افغان اوښبانه د خپلو اوښانو سره یو ځای د آسترالیا د انکشاف په موخه دغه هېواد ته راوستل شول. افغانانو د آسترالیا د لرې او مرکزي سیمو د کشف، پراختیا، انتقالاتو، مواصلاتو او انکشافي چارو په برخه کې د قدر وړ رول ادا کړی او په دې هکله افغان او آسترالیایي لیکوالانو لسګونه آثار لیکلي دي. آسترالیا ته پخوانیو راغلیو افغانانو خپل دیني او کلتوري ارزښتونه، اخترونه او ټولنیز مناستبونه فعال ساتلي وو او افغان اوښبانه لومړني مسلمانان وو چې په دغه هېواد کې یې جوماتونه جوړ کړي او د اسلام سپېڅلی دین یې له ځان سره راوړی او خپور کړی وو. له همدې کبله د افغانانو د دیني او کلتوري آبادیو نښې نښانې د آسترالیا په زیاتو برخو کې لیدل کېږي او ویاړمن انځورونه یې د دې هېواد په تاریخي آرشیفونو کې خوندي دي.[2]
د دې لیکنې په منځپانګه کې یو لړ مهمو ټکو ته په لنډه توګه اشاره شوې ده هغه دا چې په آسترالیا کې هستوګن افغانان څرنګه خپل دیني اخترونه، ملي ارزښتونه، افغاني دودونه، کلتوري او ټولنیز مناسبتونه نمانځي؟ افغانان په دغه خاوره کې په څه ډول د خپل کلتور پالنې ته پاملرنه کوي؟ دوی په کومو هڅو بوخت دي څو په آسترالیا کې موجود افغان کهول د خپلو ټولنیزو ارزښتونو د نمانځلو کلتور ساتلو ته تشویق کړي او افغاني هویت د آسترالیا په ګڼ کلتوریزه ټولنه کې فعال وساتي؟ افغانان اندېښنه لري چې د دوی اولاونه به څرنګه خپلو دیني ارزښتونو او ملي کلتور ته په راتلونکي کې ژمن پاتې کېږي؟
د دې لیکنې منځپانګه د یو شمېر مرکو، تاریخي لاسوندونو او سترګو لیدلي حالت پر بنسټ چمتو شوې او موخه دا ده څو مینه والو ته څرګنده شي چې په آسترالیا کې مېشت افغانان پخپلو دیني، ملي، کلتوري، دودیزو او ټولنیزو ارزښتنو ټینګ ولاړ خلک دي، د یادو ارزښتونو د پاللو په برخه کې کلک هوډ لري او په عملي توګه خپله ژمنتیا ورته څرګندوي.
دیني مناسبتونه
د دیني مناسبتونو په برخه کې افغانان د رمضان میاشت، تراوېح لمونځ، د قرآن کریم ختم، د روژه ماتي یا افطار مېلمستیاوې، د لیله القدر شپه، رمضاني بازارونه رامنځته کول، لوی اختر، کوچنی اختر، د اختر لمونځ، اختر مبارکي، د اختر مېله او داسې نور د دیني مناسبتونو په توګه د آسترالیا په مختلفو ښارونو کې تجلیل کوي. همدارنګه د دیني مناسبتونو په برخه کې په اسلامي طریقه د جنازې مراسم، د دعا مراسم، د ختم او خیرات مراسم، د مړي د کورنۍ غړو ته ډوډۍ (ویروسی) وروړل او له هغه سره غمرازي کول او داسې نور د ټولنیزو دیني دودونو په توګه نمانځل کېږي. پر دې سربېره افغانان د نوي زېږېدلي ماشوم د عقیقې مراسم، په ماشوم د نوم اېښودلو مراسم، ولیمه، میلاد النبي، د جمعې لمونځ، د جومات تهداب اېښودل او د اسلامي مرکزونو جوړول او داسې نور د خپلو ارزښتونو په توګه په ټولیزه توګه نمانځي، ګڼ شمېر افغانان پکې را غونډېږي، مشورې کوي او له یو بل سره لیده کاته کوي.
عام مناسبتونه
د عامو ټولنیزو مناسباتو په برخه کې هم افغانان یو شمېر مناسبات لري لکه د نورز جشن نمانځل، د افغانستان د خپلواکۍ د جشن نمانځل، د ښځو د نړیوالې ورځې نمانځل، د مور د ورځې نمانځل، د افغاني خوړو نندارتون جوړول، د پښتو د نړیوالې ورځې او پښتني کلتور نمانځل، د کرکټ نارینه او ښځینه سیالۍ جوړول، د ځوانانو ورځ نمانځل، له ښوونځیو څخه د بریالیو زده کوونکو د فراغت جشنواره، د آسترالیا پوهنتونونو ته د افغان محصلینو د بریالیتوب نمانځل، کنسرټونه جوړول، باربکیو مېلمستیاوې، ادبي غونډې او داسې نور هغه مناسبتونه دي چې آسترالیایي مېشتي افغانان پکې راغونډېږي او په ګډه یې نمانځي. همدارنګه یو شمېر افغانان او افغاني ټولنې د آسترالیا د ملي ورځو او کلتوري مناسبتونو د نمانځلو په برخه کې هم خپل سهم ادا کوي او په هغه کې برخه اخلي. پر دې سربېره یو شمېر افغانان په آسترالیا کې د نورو مېشتو مسلمانو ټولنو په فعالیتونو کې سهم ادا کوي او له نورو مسلمانو ټولنو سره یو ځای د اسلامي بلنې چارو ته پراختیا ورکوي.[3]
باید وویل شي چې د دې لیکنې د منځپانګې لپاره له یو شمېر هغو افغان ذواتو څخه معلومات غوښتل شوی وو چې مخکې آسترالیا ته راغلي وو. یادو کسانو خپل معلومات له لیکوال سره شریک کړی دی چې مننه ترې کوو او نومونه یې په لاندې ډول دي:
ډاکتر نظیفه نادري، ډاکتر حیبب مایار، د SBS نړیوالې خبري شبکې ځوان ژورنالېست مجیب منیب، ډاکتر دور آشنا، ډاکتر میرویس امین، ډاکتر خوشحال مرادزی، شیرزاد اسدي، بشیر کشتیار، ډاکتر نور احمد خالدي، ډاکتر لطیف یاد، دوکتور افتخار احمد کاکړ، پاچا نوري او په کانبرا کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفارت مسئولین.
[1] د sbs نړیواله خبري شبکه، جمعیت متولدان افغانستان، نتایج سرشماری ۲۰۲۱ آسترالیا، https://www.sbs.com.au
[2] امریکا غږ آسترالیا خبري موسسه، آسترالیا ته د افغانانو د مهاجرت تاریخچه، ۲۰۲۴ زېږدیز کال، https://www.voaaustralia.com
[3] په کانبرا کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت، افغانان په آسترالیا کې، کانبرا، ۲۰۲۵ زېږدیز کال، https://www.afghanembassy.com.au
29-03-2025
ملبورن، ویکتوریا، آسترالیا
ګل آغا احمدي وردګ
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.