!پښيماني

سرلوڅ مرادزی

183
چې د وخت د شیا طینو سره مل وو
له دې لارې چې راتم شو څونه ښه شو
ما باور د ښه کېدو ورباندې نه کړ
چې په سمه لاره سم شو څونه ښه شو
ما ګومان پرې د پېړیو په شاتګ کړ
دا واټن چې نیم رقم شو څونه ښه شو
د زاړه فکر په بوی يي چې ټول تنګ ول
دغه بوی چې لږ راکم شو څونه ښه شو
ډېر غمونو که د ولس پر سر امبار دي
له یو غمه چې بېغم شو څونه ښه شو
مرادزي زړه چې له هر خوا اسکېرلی
چې له یوخوا لږ راجم شو څونه ښه شو
د ۲۰۲۵ کال د مارچ ۲۹ مه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.