بلوڅان زندہ باد

حفیظ الدین پیرزادہ

221

د پنجاب په مقابل کې د بلوڅانو مخالفت په درې محاذونو کې روان دی.
۱- پارلماني سیاست
دا خلک لکه اختر مینگل، ثناء الله بلوڅ او نور د پاکستان د دولتي سستم برخه دہ او د پارلمان د ننه څخه د خپل ولس د آزادۍ لپارہ مبارزہ کوي. ھغوی غواړ‎ي دا کلا دننه څخه فتحه کړ‎ي.
۲- ولسي سیاست
دا د مزاحمت ھغه گروپ دی چې مشري یې ماھرنگ بلوڅ، سمی دین بلوڅ او نورې اتلې بلوڅې خویندې کوي او د ټولنیزو، رسنیزو، ملي خوځښتونو، مظاھرو، جلوسونو او لانگ مارچونو له لارې د خپلو تري تم شویو افرادو، او په ټوله کې د خپل ولس د حقوقو او ازادۍ لپارہ میدان را وتلي.
۳- وسله وال سیاست
بي ایل اې یا د بلوڅانو د ازادۍ پوځ او نور وسله وال گروپونه یې د پنجابي پوځ په پوستو، کتارونو او پوځي مراکزو بریدونه کوي او ھڅه کوي خپل حق د مټ په زور واخلي.

 

د بلوڅو درې واړ‎ہ گروپونه د خپلې خاورې د استقلال لپارہ د مختلفو تاکتیکونو، ستراتیژیو او مانورونو په کارولو د یوہ بل مُمِد، مُکّمِل او مرستندوی دي.
د بي ایل اې ھیڅ حمله د پارلماني سیاست بلوڅ مشرانو او د ولسي مزاحمت مشرانو یې نه دہ غندلې. د ماھرنگ بلوڅ جلسې ته یې نور مشران د ډاډ، تسلۍ او تائید لپارہ ور روان وي.
اوس که د بلوڅانو د ھمدې درې گروپونو پرتلیز جان د خپلې کوزې پښتونخوا له کوز سریو سرہ واخلو نو و به وینو چې زموږ‎ د پارلماني سیاست برخه محمودیانو، میلو گانو او نورو گل خانانو ډکه کړ‎ې.
د مظاھرو، پرلتو، اعتراضونو او جلسو کار مو منظوریانو او نورو سور خولیو سمبال کړ‎ی؛ دا ھغه کار دی چې ھوښیار بلوڅ ولس خپلو پیغلو ته سپارلی تر څو یې ځوانان د نرانو کار یا د خپل ولس څخه وسله والې دفاع ته اوزگار وي، او د وسله والې مبارزې تشه مو ټي ټي پي را ډکه کړ‎ې.

خو، له بدہ مرغه زموږ‎ د پارلماني سیاست مشران د پرلتخیلو د پښتون ژغورنې غورځنگ مخالفت کوي، او غورځنگ مو بیا د ټي ټي پي په مقابل کې ځانونه د پنجابي آئین محافظین بولي او د ھغوی سرہ دښمني پالي.
تاسې سوچ وکړ‎ئ که دا درې واړ‎ہ قوتونه سرہ یو لاس وای او یا شوي وای نو آیا د پښتونخوا تقدیر به یې نه و بدل کړ‎ی؟!
بلوڅان ویښ، بیدار او وطن دوست خلک دي. ھغوی خپلو ملي گټو ته پر شخصي ھغو ترجیح ورکوي، ھغوی پوھیږ‎ي د بریا لومړ‎ی شرط یوموټی توب او اتحاد دی!
ځکه خو ښه زغردہ وایم:
بلوڅان زندہ باد!!

اتفاق په پښتانه کې پیدا نشو
که نه ما به د مغل گریوان پارہ کا
“ستر خوشال بابا”
_______________________

حفیظ الدین پیرزادہ
د مارچ ۲۸/ ۲۰۲۵ م
لندن

د سوریې سقوط- ۲مه او وروستۍ برخه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.