اختر راغی
خو ښار هماغسې زړه تنګی نه په عذاب دی
له کوڅونه دا ستاپلونه دي کوم باد
لکه زړې نقاشۍ له ځانه سره وړي
او سپوږمۍ ستا له خندا پرته
پیړۍ وشوې چې لاهم د دریو شپو ده
مسکۍ شه !
چې څو ارلس شپې ورباندې واوړي ښایسته شي
د اسمان دغه نیمګړې چمبه
بیرته پیغله او پوره شي
په لاسو باندې دې ایښې دي نکریزې ؟
را ښکاره یې کړه !
غواړم پوه شم چې دې لاهم په سینه د میینتوب اورونه ناڅي ؟
هغه زوړ رسم او دستور دې لاهم یاد دی؟
ولې دې وړي دي له ما ټول اخترونه ؟
او لاسونه دې لکه دوه څراغونه
د غوسې د دیوال شاته دې پټ کړي ؟
راشه !
له دې مخکې چې ګلان ومري
او
یوازیتوب لکه ستا زرغون بنګړي
راته شرنګ شرنګ وشرنګیږي .
راشه !
چې د دې شیبې په زلفو
د پخلاینې وږمې کینی
او دا تړلی دروازه شی بیرته خلاصه
او ستا لاسونه دا کور بیا وپیژني
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.